د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

لیکوال: حنان حبیبزی سریزه: د توحید عقیده د اسلامي باور بنسټیزه برخه ده. یوازې الله جل جلاله د عبادت وړ دی، ځکه هغه یوازینی معبود دی. الله هېڅ شریک نه لري، او ټول مخلوقات د هغه مخلوق دي. زموږ عبادتونه او اعمال باید یوازې د الله لپاره ترسره شي، او دا عبادتونه باید د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو او لارې سره سم وي، ځکه چې محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله وروستی نبي او رسول دی. هر څه چې موږ وینو او ګورو، او هغه شیان چې موږ ته نه ښکاري، لکه ملایک، پیریان، او نور پټ شیان چې له ذرې هم کوچني دي، ټول د الله جل جلاله مخلوقات دي. الله تعالی د هر شي پنځونکی، جوړونکی، او نوښتګر دی. هغه ډېر غښتلی، پیاوړی (قوي) او ځیرک ذات دی، او د ټولو کائناتو چارې په خپلې پوهې او ځواک سره اداره کوي. دا موږ ته یادونه کوي چې الله یوازینی معبود دی، او له هغه پرته بل هېڅوک د عبادت وړ نه دي. الله تعالی د هر شي پوهه او علم لري، که هغه ښکاره وي یا پټ، او هغه په خپل ځواک، پوهې او حکمت سره هر څه جوړ کړي دي. موږ باید الله د هغه د کلام (قرآن) او د نبي صلی الله علیه وسلم د سنتو په رڼا کې وپېژنو. قرآن کر...