خبریالي: د حقایقو لپاره زړورتیا او قرباني

د الله په نوم چې ډېر مهربانه او ډېر رحم والا دی. د الجزیرې خبریالانو د اوربند روسته خپلې خولۍ ایسته کړې لیکنه: حنان حبیبزی خبریالي یو سپېڅلی او له ژمنتیا ډک چوپړ دی چې د ټولنې غږ پورته کوي او د حقایقو ښکارندویي کوي، داد مسلکي ارزښتونو او اصولو په رڼا کې یو سخت او ننګونکی مزل دی. په ځانګړي ډول هغه خبریالان چې د جګړې، کړکېچ او اشغال لاندې سیمو کې کار کوي، د خپل ژوند په قربانۍ سره له ظلمونو او تیریو څخه پرده پورته کوي او د بیوزلو کسانو غږ د نړیوالو د غوږونو او سترګو رسوي. د الجزیرې خبریالانو د غزې په جګړه کې د ژمنتیا او زړورتیا بېلګه وښوده چې د بمونو او وحشت تر سیوري لاندې یې د خلکو غږ خپراوه، او نړۍ ته یې رساوه. ددې سره سره چې د نیواکګرو ځواکونو له خوا تر بریدونو راغلل او ځینو یې خپل ژوند او د کورنیو د غړو د له لاسه ورکولو سره سره بیایې هم په زوړرتیا د رښتیاو خپرول پرېنښوول او یوازې پخپلو راپورونو کې د رښتیاو ښکاره کولو ته ژمن وو بلکې د جګړې د قربانیانو د دردونو او کړاوونو ریښتینې انځورګري وکړه چې دا کار له سختو بدني او ذهني ربړونو څخه خالي نه وو. دوی د جګړې پر مهال له مرګوني ...