Skip to main content

Posts

Showing posts with the label فزیک، physics

فزیک د ژوند د حرکت او پرمختګ بنسټ

لیکنه: حنان حبیبزی  فزیک د پنځ یا طبیعت د رښتیاوو حقیقت ژبه ده؛ دا علم موږ ته ښيي چې نړۍ څنګه کار کوي، څرنګه انرژي بدلېږي، او ولې هر څه په یوه نظم او توازن روان دي. له هغه وخته چې انسان د لمریزې رڼا، باد، او جاذبې په ښکارندو یا پدیدو پوه شو، د فزیک وموندل شو، خو فزیک له هغه وخته شته وو چې له کوم وخت الله تعالی دا کاینات جوړ کړل. فزیک نه یوازې د طبیعي قوانینو د درک وسیله ده بلکې د بشري ژوند د پرمختګ تر ټولو مهم بنسټيز توکی ګڼل کېږي. په ورځني ژوند کې فزیک له موږ سره هره شېبه ملګری دی. کله چې موږ تګ کوو، خبرې کوو، یا یو شی پورته کوو، د فزیک د حرکت، ځواک، او انرژۍ ارونه یا اصول په کار اچول کېږي په بله وینا په عمل کې راځي. د برېښنا څراغ، ګرځنده ټلیفون، ګاډی، الوتکه، راډیو او ټلویزیون، دا ټول د فزیک د اصولو پایلې دي، ان د روغتیا په برخه کې د ایکسرې، MRI، او لېزر درملنې ټکنالوژي د فزیک له علم څخه سرچینه اخلي. فزیک د ژوند عملي بڼه ده ځکه چې پرته له فزیکي پوهې، انساني ژوند د تیارو په څېر لنډ ګنډ یا محدود پاتې شي. فزیک د بشري تمدن د هر نوي پړاو خوځاند یا محرک ځواک دی. د صنعتي انقلاب له بخا...