Posts

Showing posts with the label پانګوال نظام، پانګوال پریکون، تولید، بازار، پانګه، دولت، اقتصادي سقوط، دولت–بازار تضاد، نظریاتي انتحار

د پانګوالۍ پای ( لومړۍ برخه ): د پانګوال نظام د اجزاوو ترمنځ د متقابل تعامل ماتې او د اقتصادي نړیدا تیوریتکي تحلیل، د پانګوالۍ د بهیر د پریکون تیوري

Image
لومړۍ برخه  لیکوال:  حنان حبیبزی د یونیکف په پوهنتون کې د دوکتورا څيړونکی  لنډیز (Abstract): دا مقاله د پانګوال نظام د نوي حالت په بله وینا د زوال د حالت انتقادي تحلیل وړاندې کوي چې د "پانګوالۍ د بهیر پریکون" پر تیورۍ ولاړه ده. دا تیوري استدلال کوي چې د پانګې، تولید، بازار، کارګر، او دولت ترمنځ همغږي اوس له منځه تلې ده چې یو وخت د پانګوال نظام د ټیکاو بنسټ وو. دغه څو اړخیز تړاو چې یو وخت د اقتصادي باور جوړونکی بلل کېده، اوس مات شوی دی، او دا نظام خپل فلسفي، اقتصادي او ټولنیز مشروعیت له لاسه ورکړی دی. دا مقاله دا تحلیل له شتوو تیوریو، تجربو، او معاصرو تحولاتو سره پرتله کوي، او روښانوي چې دا حالت د بدلون  نه دی  بلکې د "پای" نښه ده. د کیلي وییونه: پا نګوال نظام، پانګوال پریکون، تولید، بازار، پانګه، دولت، اقتصادي سقوط، دولت–بازار تضاد، نظریاتي انتحار ۱. سریزه: د پانګوال نظام دنننی تضاد "پانګوال نظام له صنعتي انقلاب" (Marx, 1867) راپدېخوا د نړیوال اقتصاد د دودیز جوړښت په توګه معرفي شوی دی. دا نظام د خصوصي ملکیت، د آزاد بازار، او د پانګې د تراکم پر بنسټ فعالیت ...