Posts

Showing posts with the label Afghanistan

وروستی نابغه (لنډه کیسه)

Image
د تور د کار خونه  لیکنه: حنان حبیبزی په نیمه تیاره خونه کې، د ماشینونو کرار، خو پرله‌پسې غږ یو نرۍ شور جوړ کړی و. د کړکۍ د پردو تیته رڼا چې د تور په ځلانده هندارو (سکرینونو) باندې سیوري جوړول، د دیوالونو پر مخ یې هم د څپې په څیر روانې نښې انځورولې. د فلز او پلاستیک ګرم وزمه بوی چې د ماشینونو د حرکت له کبله یوځای شوی وو، په هوا کې خپریده چې د خونې په فضا کې خپور وو.  تور، د خونې په منځ کې ناست و، لکه بې حرکته مجسمه، که یې ګوته نه خوځیدلی،  نو د مجسمې ګومان به پرې شوی وو، د ګوتو چټکه خوځیدایې ښکاریده. د هغه ګوتې د کیبورډ پر مخ چټکې، خو پرځای او دقیقي راښکته کېدې، هره کیکاږنه سنجول شوې او له مانا ډکه وه. سترګې یې د پردې پر مخ د مالوماتو پر روان سیلاو خښې وې، داسې لکه چې هغه یې د یوې داسې ژبې په توګه لولي چې یوازې ده ته مالومه ده، دلته. هغه یوازې کوډ نه لیکه، هغه واقعیت یې بدلولو چې ده يې له کلونو  ننداره کوله چې څرنګه نړۍ ورو ورو د ډیجیټلي غلامۍ پر لور ښویېږي، ټولنیزې رسنۍ، چې یو مهال د تفریح وسیله وه، د انساني ذهنونو د کنټرول په پټ ځواک بدلې شوې وې، الګوریتمونو د خلکو ...

خبریالي: د حقایقو لپاره زړورتیا او قرباني

Image
د الله په نوم چې ډېر مهربانه او ډېر رحم والا دی.  د الجزیرې خبریالانو د اوربند روسته خپلې خولۍ ایسته کړې لیکنه: حنان حبیبزی  خبریالي یو سپېڅلی او له ژمنتیا ډک چوپړ دی چې د ټولنې غږ پورته کوي او د حقایقو ښکارندویي کوي، داد مسلکي ارزښتونو او اصولو په رڼا کې یو سخت او ننګونکی مزل دی. په ځانګړي ډول هغه خبریالان چې د جګړې، کړکېچ او اشغال لاندې سیمو کې کار کوي، د خپل ژوند په قربانۍ سره له ظلمونو او تیریو څخه پرده پورته کوي او د بیوزلو کسانو غږ د نړیوالو د غوږونو او سترګو رسوي. د الجزیرې خبریالانو د غزې په جګړه کې د ژمنتیا او زړورتیا بېلګه وښوده چې د بمونو او وحشت تر سیوري لاندې یې د خلکو غږ خپراوه، او نړۍ ته یې رساوه. ددې سره سره چې د نیواکګرو ځواکونو له خوا تر بریدونو راغلل او ځینو یې خپل ژوند او د کورنیو د غړو د له لاسه ورکولو سره سره بیایې هم په زوړرتیا د رښتیاو خپرول پرېنښوول او یوازې پخپلو راپورونو کې د رښتیاو ښکاره کولو ته ژمن وو بلکې د جګړې د قربانیانو د دردونو او کړاوونو ریښتینې انځورګري وکړه چې دا کار له سختو بدني او ذهني ربړونو څخه خالي نه وو. دوی د جګړې پر مهال له مرګوني ...

د سعودي د سفارت پرانیسته؛ فرصتونه او ننګونې

Image
  د سعودي سفیر  لیکنه: حنان حبیبزی په کابل کې د سعودي د سفارت بیا پرانیسته، د یوه داسې څپرکي په څېر ښکاري چې پکې ګڼ رازونه او فرصتونه نغښتي دي. دا ګام نه یوازې د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د نوي پیل زېری ورکوي بلکې د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او کولتوري فضا هم ژوره اغېزه لرلای شي.  سعودي چې د مکې او مدینې په څېر سپېڅلې سیمې لري نو د نړۍ د مسلمانانو زړه ته لاره لري. د دې سفارت بیا پرانیسته د یوې داسې دروازې پرانیستل دي چې له هغې څخه د نړیوالو اړیکو تودې هیلې راټوکیدای شي. یو فرصت؛ د نوي پیل ژمنه دا منظره د افغانستان لپاره دومره مهمه ده لکه سهار چې د لمر وړانګې د غرونو له څوکو څخه راښکاره شي او ددښتو پر پراخوالي خپله تودوخه وغوړوي.   پوښتنه داده چې څنګه ددې سفارت پرانیسته د افغانستان لپاره د اقتصادي پرمختګ دروازې پرانیزي. سعودي چې د تېلو د زېرمو له پلوه بډای دی، کولای شي چې د پانګونې او زیربنایي پروژو لپاره یو لوی فرصت رامنځته کړي. د کابل بازارونه ښایي د سعودي د سوداګرو له خوا د نوې نخشې ترلاسه کړي، او د افغانستان کلي او ښارونه د پرمختګ په لور حرکت وکړي. ځکه سعوديوال د ...

ددې کتاب له لارې د اړیکو د ژورې پوهېدنې لپاره ځان چمتو کړئ!

Image
نوی په زړه پورې کتاب هرومرو يې ولولی کتاب: حبیبزی، ح. (۲۰۲۴). د خوځنده نېښانپوهنیز چارچلند (تعامل) دوام: په ډیجیټلي نړۍ کې د مانا جوړونې پوهنه. لینک:   کتاب په امازون کې ترلاسه کړئ په ډیجیټلي عصر کې په مانا باندې د پوهېدو نوې تیوري په ننني ډیجیټلي پېرکې زموږ د اړیکو بڼه په ژوره توګه بدله شوې ده. نښې، سمبولونه، اشارې، او ان ساده ایموجیان نورې ثابتې ماناوې نلري بلکې دا په ریښتیني وخت کې په دوامداره توګه وده کوي او بدلېږي. ددې بدلون لامل هغه دریځونه (پلیټفارمونه) دي چې کارول کېږي، هغه چاپېریالونه چې ورسره مخامخ کېږي، او هغه خلک چې دا نښې درک کوي. دا پیچلتیا ددې اړتیا زېږوي چې د اړیکو ژوره پوهه ترلاسه شي. د همدې لپاره د حنان حبیبزي وروستی کتاب  "د متحرکې یا خوځنده نېښانپوهنیز چارچلند یا تعامل دوام (CDSI)"  د زده کوونکو او ښوونکو لپاره یوه بې‌سارې سرچینه ده. دا کتاب د CDSI چوکاټ معرفي کوي - یوه داسې تیوري چې د کلاسیکي نېښانپوهنیزو موډلونو تش ځایونه ډکوي. پداسې حال کې چې د ساوسور او پیئرس په څېر پخوانیو پوهانو د نښو د پوهېدنې لپاره بنسټ کېښود، د هغوی چو...

مېرمن مېړه ته: زه غواړم خپل انځور فیسبوک ته پورته کړم

Image
له عربي څخه پښتو ته ژباړل شوی متن  لیکوال يې ناڅرګند دی مېرمن:  ګرانه، زه غواړم خپل انځور په فیسبوک کې پورته کړم. او حجاب مې هم وي. خو ستا له اجازې وروسته. ستا نظر څه دی؟ مېړه:  هیڅ امکان نلري! زه به هېڅکله دا ونه منم. مېرمن:  نه!!! ولې نه؟ ته ډېر سخت دریځه یې! او بښنه غواړم، خو ته ډېر محدود فکر لرې! په واټونو کې خلک ما د حجاب سره ویني، او زما انځور چې پورته کوم، هغه هم د حجاب سره دی. خلک به ما په سړک کې یا فیسبوک کې ویني. توپیر یې څه دی؟ مېړه:  زه به درته توپیر واضح کړم، ګرانې. خو لومړی باید زما پوښتنو ته ځواب ورکړې. مېرمن:  سمه ده، حاضره یم، ګرانه. مېړه:  که ته سوپرمارکېټ ته لاړه شې، او د هټۍ څښتن دې هر حرکت وڅاري. ستا احساس به څه وي؟ مېرمن:  بېشکه، ډېره به خوابدې شم، او وایم به چې هغه بې ادبه او بې تربيه دی. مېړه:  ښه. که فرض کړو زه هم درسره یم، او دا هر څه مې ولیدل، خو هېڅ غبرګون مې ونه ښود، هېڅ پروا مې پرې ونکړه؟  مېرمن:  خامخا به حیرانه شم او ډېره به خوابدې شم. مېړه:  که فرض کړو د سوپرمارکېټ څښتن يې سترګې ښکته کړې، ا...

بشار اسد هغه دیکتاتور چې په زور ایسته شو

Image
لیکنه: حنان حبیبزی د ۱۳ کلونو جګړې وروسته چې په ترڅ کې یې سلګونه زره انسانان ووژل شول او میلیونونه کډوال شول د سوریې د دیکتاتور بشار اسد ۲۴ کلنه واکمني پای ته ورسېده. د دمشق په کوڅو کې د زرګونو خلکو خوښۍ ددې خبر پخلی وکړ چې مخالفو ځواکونو پلازمېنه او څو نور ستر ښارونه په څو ورځو کې ونیول. راپورونه وايي چې اسد له هېواد څخه په یوه الوتکه کې وتښتېد، د راپورونو له مخې روسیې ته تښتیدلی دی، او په دې سره د هغه د کورنۍ ۵۳ کلنه واکمني پای ته ورسېده. بشار په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار حافظ اسد، له مړینې وروسته واک ته ورسېد. هغه د سترګو ډاکټر و چې په لندن کې یې زده کړې کولې او هیله نه کېده چې واک ته ورسېږي. د هغه مشر ورور باسل له مړینې وروسته بشار سوریې ته راستون شو او پارلمان د عمر حد له ۴۰ څخه ۳۴ کلونو ته راکم کړ ترڅو هغه ولسمشر شي. د هغه واکمني د سمون لپاره د لږو هیلو سره پیل شوه خو د پلار په څېر یې ډېری اقدامات استبدادي پاتې شول. په ۲۰۱۱ کال کې د بشار اسد په وړاندې د خلکو لومړنی پاڅون د دیموکراسۍ، مدني ازادۍ، او سیاسي زندانیانو د خوشې کولو غوښتنو سره پیل شو. د هغه ځواب یو سخت پوځي و او د پاڅونو...