مېرمن مېړه ته: زه غواړم خپل انځور فیسبوک ته پورته کړم

له عربي څخه پښتو ته ژباړل شوی متن لیکوال يې ناڅرګند دی مېرمن: ګرانه، زه غواړم خپل انځور په فیسبوک کې پورته کړم. او حجاب مې هم وي. خو ستا له اجازې وروسته. ستا نظر څه دی؟ مېړه: هیڅ امکان نلري! زه به هېڅکله دا ونه منم. مېرمن: نه!!! ولې نه؟ ته ډېر سخت دریځه یې! او بښنه غواړم، خو ته ډېر محدود فکر لرې! په واټونو کې خلک ما د حجاب سره ویني، او زما انځور چې پورته کوم، هغه هم د حجاب سره دی. خلک به ما په سړک کې یا فیسبوک کې ویني. توپیر یې څه دی؟ مېړه: زه به درته توپیر واضح کړم، ګرانې. خو لومړی باید زما پوښتنو ته ځواب ورکړې. مېرمن: سمه ده، حاضره یم، ګرانه. مېړه: که ته سوپرمارکېټ ته لاړه شې، او د هټۍ څښتن دې هر حرکت وڅاري. ستا احساس به څه وي؟ مېرمن: بېشکه، ډېره به خوابدې شم، او وایم به چې هغه بې ادبه او بې تربيه دی. مېړه: ښه. که فرض کړو زه هم درسره یم، او دا هر څه مې ولیدل، خو هېڅ غبرګون مې ونه ښود، هېڅ پروا مې پرې ونکړه؟ مېرمن: خامخا به حیرانه شم او ډېره به خوابدې شم. مېړه: که فرض کړو د سوپرمارکېټ څښتن يې سترګې ښکته کړې، ا...