Skip to main content

Posts

Showing posts with the label middleast

وروستی نابغه (لنډه کیسه)

د تور د کار خونه  لیکنه: حنان حبیبزی په نیمه تیاره خونه کې، د ماشینونو کرار، خو پرله‌پسې غږ یو نرۍ شور جوړ کړی و. د کړکۍ د پردو تیته رڼا چې د تور په ځلانده هندارو (سکرینونو) باندې سیوري جوړول، د دیوالونو پر مخ یې هم د څپې په څیر روانې نښې انځورولې. د فلز او پلاستیک ګرم وزمه بوی چې د ماشینونو د حرکت له کبله یوځای شوی وو، په هوا کې خپریده چې د خونې په فضا کې خپور وو.  تور، د خونې په منځ کې ناست و، لکه بې حرکته مجسمه، که یې ګوته نه خوځیدلی،  نو د مجسمې ګومان به پرې شوی وو، د ګوتو چټکه خوځیدایې ښکاریده. د هغه ګوتې د کیبورډ پر مخ چټکې، خو پرځای او دقیقي راښکته کېدې، هره کیکاږنه سنجول شوې او له مانا ډکه وه. سترګې یې د پردې پر مخ د مالوماتو پر روان سیلاو خښې وې، داسې لکه چې هغه یې د یوې داسې ژبې په توګه لولي چې یوازې ده ته مالومه ده، دلته. هغه یوازې کوډ نه لیکه، هغه واقعیت یې بدلولو چې ده يې له کلونو  ننداره کوله چې څرنګه نړۍ ورو ورو د ډیجیټلي غلامۍ پر لور ښویېږي، ټولنیزې رسنۍ، چې یو مهال د تفریح وسیله وه، د انساني ذهنونو د کنټرول په پټ ځواک بدلې شوې وې، الګوریتمونو د خلکو ...

ددې کتاب له لارې د اړیکو د ژورې پوهېدنې لپاره ځان چمتو کړئ!

نوی په زړه پورې کتاب هرومرو يې ولولی کتاب: حبیبزی، ح. (۲۰۲۴). د خوځنده نېښانپوهنیز چارچلند (تعامل) دوام: په ډیجیټلي نړۍ کې د مانا جوړونې پوهنه. لینک:   کتاب په امازون کې ترلاسه کړئ په ډیجیټلي عصر کې په مانا باندې د پوهېدو نوې تیوري په ننني ډیجیټلي پېرکې زموږ د اړیکو بڼه په ژوره توګه بدله شوې ده. نښې، سمبولونه، اشارې، او ان ساده ایموجیان نورې ثابتې ماناوې نلري بلکې دا په ریښتیني وخت کې په دوامداره توګه وده کوي او بدلېږي. ددې بدلون لامل هغه دریځونه (پلیټفارمونه) دي چې کارول کېږي، هغه چاپېریالونه چې ورسره مخامخ کېږي، او هغه خلک چې دا نښې درک کوي. دا پیچلتیا ددې اړتیا زېږوي چې د اړیکو ژوره پوهه ترلاسه شي. د همدې لپاره د حنان حبیبزي وروستی کتاب  "د متحرکې یا خوځنده نېښانپوهنیز چارچلند یا تعامل دوام (CDSI)"  د زده کوونکو او ښوونکو لپاره یوه بې‌سارې سرچینه ده. دا کتاب د CDSI چوکاټ معرفي کوي - یوه داسې تیوري چې د کلاسیکي نېښانپوهنیزو موډلونو تش ځایونه ډکوي. پداسې حال کې چې د ساوسور او پیئرس په څېر پخوانیو پوهانو د نښو د پوهېدنې لپاره بنسټ کېښود، د هغوی چو...

مېرمن مېړه ته: زه غواړم خپل انځور فیسبوک ته پورته کړم

له عربي څخه پښتو ته ژباړل شوی متن  لیکوال يې ناڅرګند دی مېرمن:  ګرانه، زه غواړم خپل انځور په فیسبوک کې پورته کړم. او حجاب مې هم وي. خو ستا له اجازې وروسته. ستا نظر څه دی؟ مېړه:  هیڅ امکان نلري! زه به هېڅکله دا ونه منم. مېرمن:  نه!!! ولې نه؟ ته ډېر سخت دریځه یې! او بښنه غواړم، خو ته ډېر محدود فکر لرې! په واټونو کې خلک ما د حجاب سره ویني، او زما انځور چې پورته کوم، هغه هم د حجاب سره دی. خلک به ما په سړک کې یا فیسبوک کې ویني. توپیر یې څه دی؟ مېړه:  زه به درته توپیر واضح کړم، ګرانې. خو لومړی باید زما پوښتنو ته ځواب ورکړې. مېرمن:  سمه ده، حاضره یم، ګرانه. مېړه:  که ته سوپرمارکېټ ته لاړه شې، او د هټۍ څښتن دې هر حرکت وڅاري. ستا احساس به څه وي؟ مېرمن:  بېشکه، ډېره به خوابدې شم، او وایم به چې هغه بې ادبه او بې تربيه دی. مېړه:  ښه. که فرض کړو زه هم درسره یم، او دا هر څه مې ولیدل، خو هېڅ غبرګون مې ونه ښود، هېڅ پروا مې پرې ونکړه؟  مېرمن:  خامخا به حیرانه شم او ډېره به خوابدې شم. مېړه:  که فرض کړو د سوپرمارکېټ څښتن يې سترګې ښکته کړې، ا...

بشار اسد هغه دیکتاتور چې په زور ایسته شو

لیکنه: حنان حبیبزی د ۱۳ کلونو جګړې وروسته چې په ترڅ کې یې سلګونه زره انسانان ووژل شول او میلیونونه کډوال شول د سوریې د دیکتاتور بشار اسد ۲۴ کلنه واکمني پای ته ورسېده. د دمشق په کوڅو کې د زرګونو خلکو خوښۍ ددې خبر پخلی وکړ چې مخالفو ځواکونو پلازمېنه او څو نور ستر ښارونه په څو ورځو کې ونیول. راپورونه وايي چې اسد له هېواد څخه په یوه الوتکه کې وتښتېد، د راپورونو له مخې روسیې ته تښتیدلی دی، او په دې سره د هغه د کورنۍ ۵۳ کلنه واکمني پای ته ورسېده. بشار په ۲۰۰۰ کال کې د خپل پلار حافظ اسد، له مړینې وروسته واک ته ورسېد. هغه د سترګو ډاکټر و چې په لندن کې یې زده کړې کولې او هیله نه کېده چې واک ته ورسېږي. د هغه مشر ورور باسل له مړینې وروسته بشار سوریې ته راستون شو او پارلمان د عمر حد له ۴۰ څخه ۳۴ کلونو ته راکم کړ ترڅو هغه ولسمشر شي. د هغه واکمني د سمون لپاره د لږو هیلو سره پیل شوه خو د پلار په څېر یې ډېری اقدامات استبدادي پاتې شول. په ۲۰۱۱ کال کې د بشار اسد په وړاندې د خلکو لومړنی پاڅون د دیموکراسۍ، مدني ازادۍ، او سیاسي زندانیانو د خوشې کولو غوښتنو سره پیل شو. د هغه ځواب یو سخت پوځي و او د پاڅونو...