د پانګوالۍ پای (دومه برخه): د پانګوال د بهیر د پریکون فورمول تشریح او تحلیلي بېلګې

دومه برخه لیکوال: حنان حبیبزی د یونیکف په پوهنتون کې د دوکتورا څيړونکی د لومړۍ برخې په دوام: ۳.۴: د پانګوال د بهیر د پریکون فورمول تشریح او تحلیلي بېلګې د پانګوالۍ بهیر د پریکون تیوري په یوه منطقي فورمول ولاړه ده چې پکې د پانګوال نظام پنځه بنسټیز عناصر – تولید، کار، بازار، پانګه او دولت – د متقابل تعامل اساس جوړوي. دا تعامل که مات شي، نو نظام تجزیه کېږي. C = ( P + L + M + S + G ) − D P = تولید (Production) تعریف: تولید د توکو یا خدماتو هغه فزیکي یا مانوي رامنځتهکیدنه ده چې د کارګر، وسایلو، موادو او پانګې په مرسته ترسره کېږي. د پریکون لامل: تولید د لوېدیځ له نظام څخه ځکه جلا شوی چې: د کار د ځواک بیه یا نرخ لوړ دی (لوړ معاشونه) د انرژۍ، اجارې، بیمې، او مالیې قیمت زیات او وخت په وخت لوړیږي، دا لوړې مالیې د توکو په بییې باندې اغیز شیندي او د کار د ځواک د بیې د لوړیدو لامل ګرځي. د کارګرانو اتحادیې فشار سره مخ دي د چاپېریال سخت قوانین شته دي د فابریکو لګښت ډېر او ګټه کمه ده بیلګه: د Apple ټول محصولات په چین کې تولیدېږي. شرکتونه په امریکا کې دفترونه لري، ...