دومه برخه

لیکوال: حنان حبیبزی
د یونیکف په پوهنتون کې د دوکتورا څيړونکی
۳.۴: د پانګوال د بهیر د پریکون فورمول تشریح او تحلیلي بېلګې
د پانګوالۍ بهیر د پریکون تیوري په یوه منطقي فورمول ولاړه ده چې پکې د پانګوال نظام پنځه بنسټیز عناصر – تولید، کار، بازار، پانګه او دولت – د متقابل تعامل اساس جوړوي. دا تعامل که مات شي، نو نظام تجزیه کېږي.
C=(P+L+M+S+G)−D
P = تولید (Production)
تعریف: تولید د توکو یا خدماتو هغه فزیکي یا مانوي رامنځتهکیدنه ده چې د کارګر، وسایلو، موادو او پانګې په مرسته ترسره کېږي.
د پریکون لامل:
تولید د لوېدیځ له نظام څخه ځکه جلا شوی چې:
د کار د ځواک بیه یا نرخ لوړ دی (لوړ معاشونه)
د انرژۍ، اجارې، بیمې، او مالیې قیمت زیات او وخت په وخت لوړیږي، دا لوړې مالیې د توکو په بییې باندې اغیز شیندي او د کار د ځواک د بیې د لوړیدو لامل ګرځي.
د کارګرانو اتحادیې فشار سره مخ دي
د چاپېریال سخت قوانین شته دي
د فابریکو لګښت ډېر او ګټه کمه ده
بیلګه:
د Apple ټول محصولات په چین کې تولیدېږي. شرکتونه په امریکا کې دفترونه لري، خو تولید یې بل چاته سپارلی. دا مانا لري چې پانګوال پانګه لري، خو فزیکي تولید نکوي. یانې امریکايي ډالر په چین کې لګول کېږي چې یو کمونیست صنعتي جوړښت دی په بله وینا بهرنی صنعتي هیواد دی، امریکايي نه دی، د امریکا سیال هیواد دی، د امریکا شرکتونه او سوداګر امریکايي ډالر هلته لګوي چې چینايي توکي امریکايي مارکیټ ته راوړي چې یو کپیټلیسټ مارکیټ دی، ددې مطلب داسې دی لکه یو سړی چې طلايي ځنځير ولري او په دغه ځنيځیر باندې خپله غاړه خپه کړي. په دې توګه امریکا پخپلو ډالرو د بهرنیو تولیداتو یا صنعتي هیوادونو د پلورنې استازولي کوي، او سترګې په لار ناست وي چې بهرني تولیدات ورشي او پخپلو مارکیټونو کې يې وپلوري، دا ښکاره بیلګه ده چې ښيي کپیټالیزم نشته دی او له منځه تللی یا د پای په حالت کې دی.
L = کارګر (Labour)
تعریف: کارګر د اقتصادي ارزښت تولیدوونکی انساني ځواک دی، چې د وسایلو له لارې د تولید ارزښت زیاتوي.
د پریکون علت:
کارګر د پانګې له بهیر څخه ځکه جلا شوی چې:
پانګه نور له کار پرته ارزښت تولیدوي (مالیې بازارونه، دیجیتلي شتمني)
د کارګر د ونډې ارزښت کم شوی
ځینې شرکتونه یوازې اتوماتیک ماشینونه یا AI کاروي
بیلګه:
Amazon په سلګونه زره کارګران لري، خو د دوی فیصدي ونډه د شرکت د ارزښت په پرتله کمه ده. ډېری کارونه ماشینی شوي دي یا "فزيکي کارګر" یوازې د تولیداتو د انتقال لپاره دي.
M = بازار (Market)
تعریف: بازار هغه فزیکي یا مجازي چاپېریال دی چې توکي او خدمات د تقاضا او عرض پر بنسټ پکې تبادله کېږي.
د پریکون علت:
بازار له تولید او پانګې څخه ځکه جلا شوی:
د بازار تقاضا د کورني تولید پر ځای د وارداتو له لارې پوره کېږي
پانګهوال یوازې پر مارکیټ احتکار کوي، تولید ته اړتیا نه ویني
تولید بل چاته سپارل شوی، خو بازار "ملکیتي" پاتې شوی دی
بیلګه:
Walmart د نړۍ تر ټولو ستر پلورنځی دی، خو تر ۹۰٪ پورې تولیداتیې چینایي دي. دا بازار د داخلي تولید له مسیر څخه جلا شوی دی.
S = پانګه (Capital)
تعریف: پانګه هغه مالي، فزیکي یا مانوي سرچینه ده چې د تولید لپاره کارېږي.
د پریکون علت:
پانګه نور تولید ته نه ورځي، بلکې:
د سټاک، سود، پور او کریپټو له لارې ګټه اخلي
فاینانس سکتور له تولید سره اړیکي نه لري
پانګه د بازار په لور تللې، نه د فابریکې یا کرنې پر لور
بیلګه:
Meta (فېسبوک) د هیڅ فابریکې مالک نه دی، خو د مجازي شتمنیو له لارې میلیاردونه ارزښت لري.
G = دولت (Government)
تعریف: دولت باید اقتصادي همغږي تنظیم کړي، بازار ته ملاتړ ورکړي، او د تولید د ودې لپاره زمینه برابره کړي.
د پریکون علت:
ددولت اړیکي له اقتصادي نظام سره ځکه پرې شوي دي چې:
یواځې د مالیو د ټولولو وسیله ګرځېدلی دی
د کورني تولید پر ځای وارداتو ته ترجع ورکوي
د پانګوال سکتور د اړتیاوو پروا نه ساتي.
د شرکتونو سره مشوره نه کوي، بلکې قوانین پرې تپی
بیلګه:
په امریکا کې د برېښنا، بیمې، مالیاتو او کارګري قوانینو له امله تولیدي سکتور له سقوط سره مخ دی، دولت له تجارانو سره مرسته نه کوي، بلکې د سختو قوانینو له لارې مالیه لوړه ساتي.
D = پرېکون (Disjunction)
تعریف: دا هغه وضعیت دی چې پورته یاد شوي ټول عناصر له یو بل سره له همغږۍ پرته فعالیت کوي.
تاثیر:
کله چې D > 0
شي، په بله وینا ډي صفر شي، مانا:
تولید له پانګې سره نه یوځای کېږي
کارګر د پانګې له مسیر څخه ایستل شوی دی
بازار له تولید پرته پاتې له مجبورۍ وارداتي شوی دی
دولت له بازار سره څو اړخیز یا متقابل نه بلکې متضاد دریځ لري
نتیجه:
C→Collapse
C→Collapse
یعنې د سالم پانګوال نظام سقوط رامنځته کېږي ځکه چې بنسټیز عناصر یا اجزایی یو له بله سره همکاري نه کوي، نه هم یو بل سره اړیکي لري بلکې متضاد جهتونه لري.
دغه مفصله تشریح دا ښيي چې د پانګوال د پریکون تیوري، له تیوریکې فلسفې نه اخوا، عملیاتي، مفهومي، او تحلیلي ژورتیا لري. دا فورمول یواځې یو مساوات نه دی بلکې د معاصر پانګوال نظام د تجزیې هندسه تشریح کوي چې هر عنصریې ځان ځانته سقوط کوي او دا ټول یو ګډ ناورین زېږوي.
۳. د متقابل تعامل ماتېدل – د انقطاع ډولونه
۳.۱. تولید ـ بازار پرېکون
په کلاسیک اقتصاد کې تولید د بازار د غوښتنې پر بنسټ فعالیت کوي، خو نن ورځ دا تعامل مات شوی. لوېدیځ هیوادونه لکه امریکا، فرانسه، او برېتانیا خپل تولید د لوړ لګښت له امله درولی او له چین، بنګلهدېش او ویتنام او نورو اسیايي هیوادونو څخه وردات کوي. بازارونه شته دي خو د داخلي تولید پرته، له بهر واردات پوره کوي. او دا یو بل لامل دی چې د توکو بییې لوړیږي، ځکه په وارداتي توکو تعرفې لګول پخپل لاس د بییو د لوړولو په مانا دی، دا نه یوازې د اقتصادي انحصار بلکې د خپلواکۍ له لاسه ورکولو مانا لري.
داسې یو بازار چې پخپله تولید نکوي، د بهرنیو تولیداتو تر فشار لاندې راځي. دا حالت د وارداتي تورم، د داخلي سکتور د سقوط، او د پانګوال مشروعیت په نړیواله کچه د کمزوری کوي.
۳.۲. پانګه ـ کار پرېکون (د انقطاع څرنګوالی)
په کلاسیک اقتصادي فکر کې، "پانګه د کار له وسایلو سره یوځای کېږي، او د کارګر د فزیکي یا فکري هڅې له لارې تولید ته ارزښت ورزیاتېږي" (Marx, 1867). خو د معاصر پانګوال نظام یوه ځانګړنه دا ده چې پانګه نور تولید ته اړتیا نه لري، بلکې د فاینانس، سود، سټاک، مشتقو او غیر فزیکي وسایلو له لارې ارزښت تولیدوي، پرته له دې چې کوم کارګر یا فابریکه پکې عملي ونډه ولري.
د ټکنالوژۍ لوی شرکتونه لکه Google، Amazon، Meta، Apple داسې پانګهواله امپراتورۍ رامنځته کړي، چې د میلیاردي پانګې ارزښت یې زیاتره د بازار د اټکلونو، احتکار، مجازي محصوالتو، او ډیجیټل انحصار له لارې رامنځته شوی دی. د دغو شرکتونو کارګري ونډه د سلګونو ملياردو د ارزښت په پرتله ناڅیزه ده؛ يانې که یو شرکت یو یا دوه زره کارګران لري، خو د بازار ارزښت یې تر زر میلیارده ډالرو اوړي، نو دا توپیر نه د تولید له بنسټونو سره اړخ لري، نه د مارکس د ارزښت تیوري ته وفادار پاتې کېږي.
دلته پریکون (انقطاع) داسې رامنځته کېږي:
پانګه د انساني کار له اړتیا پرته جوړیږي؛
تولیدي ارزښت یوازې له مالي اوزارو راوځي (پور، سود، ونډې)؛
کارګر له د اقتصادي ارزښت له تولیدوونکي څخه مصرفوونکي ته ټیټ شوی وي؛
تولیدي سیستم یو مالوماتي احتکار ته تسلیم شوی دی، نه فزیکي تولید ته.
په دې ډول، پانګه او کار له یو بل نه یوازې بېل دي بلکې د یو بل پر ضد واقع شوي دي، پانګه ګټه غواړي خو بې له انساني کاره. کارګر هڅه کوي ژوندی پاتې شي، خو بې له وسایلو، ملاتړ، یا شتمنۍ. دا هماغه ژور اقتصادي او ټولنیز پریکون دی چې پانګوال نظام د سقوط پر لور بیایي.
۳.۳. دولت ـ بازار پرېکون
دولتونه باید د پانګوال بازار ملاتړ وکړي، خو په معاصر پانګوال نظام کې دولت د بازار پر ضد دریځ غوره کوي. لوړ مالیات، پیچلي مقررات، د کار د قوانینو فشار، چاپېریالي محدودیتونه، او یو پر بل پسې تعرفې بازار له ګټې اخیستنې منع کوي.
دولت د شخصي سکتور لپاره د یو ملاتړ کوونکي بڼه نه لري، بلکې د یوه جمع کوونکي ځواک په توګه رول لوبوي. دا هماغه انقطاع ده چې دولت له بازار سره د همغږۍ پر ځای، تضاد ته ننوځي.
۴. د تیوریکي توجیهاتو ناکامي – فکري انتحار
د معاصرې اقتصادي تیورۍ له جدي ستونزو څخه یوه داده چې دا نظریې سقوط توجیه کوي، نه حللاره. والرسټین (Wallerstein, 2004) که څه هم د نړیوال سیستم تحلیل کوي خو د چین ظهور ددغه ماډل له بنسټه ایسته کوي. هاروي (Harvey, 2010) پانګوال نظام ته د جغرافیايي پراخېدو اړتیا یادوي، خو دا پراخوالی د مرکزي قدرت زوال ته لاره هواروي. پیکټي (Piketty, 2014) یوازې د مالیاتو له لارې د نابرابرۍ د حل وړاندیز کوي چې دا د ټول نظام بحران نه شي مهارولی.
دا تیوریکي هڅې د واقعیت سره اړخ نه لري، بلکې یو ډول "فکري ځانوژنه" ده – تیورۍ د علمي حقیقت پر ځای د پانګوال نظام د تمدید د آلې په توګه کارول کېږي.
۵. دا بدلون نه، دا پای دی
دا مقاله استدلال کوي چې د پانګوال نظام ستونزې د اصلاح له پړاو ځخه اوښتي چې یو ډول فکري، اقتصادي، او سیاسي تجزیه ده. د پانګوال د پریکون تیوري دا وضاحت کوي چې د تولید، پانګې، بازار، کار او دولت ترمنځ پریکون یا انقطاع د یو نوي اقتصادي سقوط بنسټ ایښی دی. دا حالت نه د سمونه او نه د بدلون نښه ده بلکې د پای نښه ده.
ماخذونه (References)
Harvey, D. (2010). The Enigma of Capital and the Crises of Capitalism. Oxford University Press.
Wallerstein, I. (2004). World-Systems Analysis: An Introduction. Duke University Press.
Piketty, T. (2014). Capital in the Twenty-First Century. Harvard University Press.
Marx, K. (1867). Das Kapital: Kritik der politischen Ökonomie.
Comments
Post a Comment