امریکا ولې له افغانستان وځي؟
که څه هم امریکا په افغانستان کې ددې لپاره په جګړه بوخته ده چې ترهګري وځپي او له افغان پوځ او پولیسو سره مرسته وکړي چې پخپلو پښو ودریږي خو دا جګړه ځینې نور دلایل هم لري چې په دې لیکنه کې پرې غږیږم. لیکوال: حنان حبیبزی له امریکايي تلویزون سره د ولسمشر اشرف غني د مرکې رواني اغیز د روان کال په جنورئ کې ولسمشر اشرف غني له یو امریکايي تلویزون سره شپیته دقې تفصیلي مرکه وکړه. په رښتینې بڼه دامنیتي ستونزو په بیانولو سره د ولسمشر موخه دا وه چې د امریکا او د لویدیځې نړۍ زړه سوی راجلب کړي خو ددې بل اړخ ته يې پام نه وو کړی چې طالبانو او د امریکا سیالو هیوادونو ته چې د افغانستان ګرد چاپیره جغفرافیايي موقعیت لري دغه مرکه څه مانا ولري. دداسې ټکو لکه د ‘‘ محاصره یو ’’ ، یا که امریکا لاړه شي په شپږ میاشتو کې راپرځیږو او دېته ورته اصطلاحات چې ناڅاپه او په احساساتي حالت کې د ولسمشر له خولې راووتل ډیر زیان رسونکي وو: 1. په لویدیځ کې هغه خلک چې د افغانستان حالات له نژدې څاري یا هغه خلک چې د افغانستان د جګړې له کبله په حکومتونو نیوکې لري ددې مرکې...