امریکا ولې له افغانستان وځي؟
که څه هم امریکا په افغانستان کې ددې لپاره
په جګړه بوخته ده چې ترهګري وځپي او له افغان پوځ او پولیسو سره مرسته
وکړي چې پخپلو پښو ودریږي خو دا جګړه ځینې نور دلایل هم لري چې په دې لیکنه کې پرې
غږیږم.
لیکوال: حنان حبیبزی
له امریکايي تلویزون سره د ولسمشر اشرف غني د مرکې رواني اغیز
د روان کال په جنورئ کې ولسمشر اشرف غني له
یو امریکايي تلویزون سره شپیته دقې تفصیلي مرکه وکړه. په رښتینې بڼه دامنیتي
ستونزو په بیانولو سره د ولسمشر موخه دا وه چې د امریکا او د لویدیځې نړۍ زړه سوی راجلب کړي خو ددې بل
اړخ ته يې پام نه وو کړی چې طالبانو او د امریکا سیالو هیوادونو ته چې د افغانستان
ګرد چاپیره جغفرافیايي موقعیت لري دغه مرکه څه مانا ولري. دداسې ټکو لکه د ‘‘محاصره یو’’،
یا که امریکا لاړه شي په شپږ میاشتو کې راپرځیږو او دېته ورته اصطلاحات چې ناڅاپه
او په احساساتي حالت کې د ولسمشر له خولې راووتل ډیر زیان رسونکي وو:
1.
په لویدیځ کې هغه خلک چې د افغانستان حالات له نژدې څاري یا هغه خلک چې د
افغانستان د جګړې له کبله په حکومتونو نیوکې لري ددې مرکې په اوریدو سره يې له
نهیلئ ډک پیغام ترلاسه کړ چې د امریکا 17
کلنه جګړه، ددې مالي لګښتونه او په دې کې د نړیوالو سرتیرو قرباني بیځایه لاړه او
وګوری چې نن خپله افغان ولسمشر ددې پخلی کوي چې دی په ارګ کې محاصره دی.
2. د افغانستان په اړه يې د روسيې،
چین او پاکستان همغږئ ته یو نوی لوری ورکړ چې په امریکایانو او افغان دولت څو
اړخیز فشار واچوي چې د هغوی شرایطو ته چمتو شي.
3.
طالبان چې ترډيره یو پوځي غورځنګ دی ددغسې یو پرمختګ په انتظار وو چې ددوی
د پنځلس کلونو پوځي فعالیتونو پایله په کې ښکاره شي.
د طالبانو د مورال غښتلتیا
ددې مرکې له خپریدو روسته طالبانو د بري
احساس پیدا کړ، راپورنه وايي چې خپلو سرتیرو ته يې د بریا زیري ورکړل. ددوی هغه
جنګیالي چې نژدې وو جګړه پریږدي او کورونو ته ستانه شي یوځل بیا د جګړې لپاره چمتو
شول او تازه ساه يې واخیسته. طالبانو هڅه وکړه چې د سیمې له هیوادونو سره اړیکي
جوړې کړي چې خپلو فعالیتونو ته سیمه ییز
ملاتړ لاسته راوړي.
طالبانو ته د مسکو او بیجنګ د دروازو
پرانیسته
پاکستان
چې د طالبانو کلک ملاتړی بلل کېږي له روسيې سره يې وار له مخه اړیکي غځولي وو، کله
چې د امریکايي چارواکو له ګواښونو سره مخ شو نو روسيې ته يې مخه کړه. روسيې د چین
په سپارښتنه له پاکستان سره پوځي او اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل چې په دې لړ کې یې
لږ ترلږه یو په دې اړه وو چې د طالبانو له
غورځنګ سره همکاري وکړي چې د افغانستان جګړې ته نوی لوری ورکړي. روسیه وار له مخه
د امریکا سره په لفظي جګړه اخته وه.
د روسيې او امریکا نوې سړه جګړه
دامریکا او روسيې لفظي جګړه ظاهرا د جورجیا په سر کلونه پخوا پیل شوې وه، په توره بحیره کې د امریکا د سمندري بیړیو پر
سريې هم جنجال درلود، روسته بیا اوکراین
هم له روسیې سرغړونه وکړه او له امریکا سره يې اړیکي پراخ کړل که د اروپا په
اتحادیه کې شامل شي. امریکا د اوکراین ملګرتیا ته ددې لپاره لیواله وه چې د روسيې
له ستوني سره پروت دی او د پوځي اسلحو لويې کارخانې او اټومي بنسټونه او وسلې لري.
له بلې خوا د چین پرمختګ چې تولیدات يې د نړۍ
بازارونه بوخت ساتلي د امریکا لپاره د منلو وړ نه ده او ددې په وړاندې باید هر
اړخیز ګامونه پورته شي چې چین په تولیداتو کې خنډ پیښ شي. د چین صنعتکاران په دې
بریالي شوي چې داسې چاپیریال جوړ کړي چې له لویدیځو هیوادونو څخه کپیټالیسټ پانګوالو
او صنعتکاران په چین کې پانګونه وکړي اوخپل تولیدات چمتو کړي او بیايي د لویديځ په
مارکیټونو کې وپلوري.
په داسې حال کې چې چین ظاهرا مختلط خو تر
ډیره کمونیستي اقتصادي سیستم لري چې د کپیټالیزم سیال بلل کېږي. د پانګوالۍ د
اصولو له مخې یو پانګوال یا صنعتکار نشي کولای چې د بل اقتصادي سیستم د استازي یا
ایجنټ په بڼه راڅرګند شي بلکې خپله باید تولید او پلور ولري چې خلک کاروبار او
دندې ترلاسه کړي چې د سود بیه راټيټه شي. کله چې د سود بیه ټيټه وه نو تاسې پوه شی
چې کاروبار او دندې ښې دي بانکونه ښه چلیږي او ګټه وټه ترلاسه کوي خو که د سود بیه
لوړه وه نو تاسې پوه شی چې دندې او کاروبارونه له کړکیچ سره مخ دي او بانکونه نه
غواړي چې قرضې ورکړي. بانکونه هغه وخت پورونو ته زړه ښه کوي چې تاسې کاروبار ولری
او ددې پورونو موخه دا وي چې په ټولنه کې د پیسو راکړه ورکړه چټکه شي او کوچني
کاروبارونه وده وکړي.
د منځنۍ اسیا د ولکې ارزښت
امریکا غوښتل چې منځنۍ اسیا کنټرول کړي چې له
چین او روسيې سره اړیکي وشکوي او د تیلو او غازو تولیدات يې د لویدیځ خواته یوسي.
خو روسيې او چین په پرله پسې توګه هڅه وکړه چې د امریکا په وړاندې ودریږي او د
اټومي یا دریمې نړیوالې جګړې ګواښونه وړاندې کړي، د سیمې په هیوادونو وګرځي او د
هغوی نظرونه د امریکا پخلاف کړي.
طالبان چې د یوپوځي ځواک په توګه په
افغانستان کې د امریکا او د هغې د متحدینو د موخو په وړاندې جنګیدل روسيې او چین
ددوی مرستې ته ودانګل چې امریکا پرې وځپي، هغه څه چې طالبان ورته سترګې په لار وو.
له بلې خوا د ایران او طالبانو ترمنځ اړیکي وار له مخه شته وو چې د جګړې په ډګر کې
يې د افغان دولت د مخالفینو مورال غښتلی کاوو.
د ترهګرئ ځپلو ترڅنګ د جګړې نور اړخونه
روسیه او چین وايي چې په افغانستان کې له
اوږدمهالي شتون څخه د امریکا موخه داده چې سیمه ولکه کړي او د چین او روسيي کړه
وړه وڅاري. ددې لپاره دغو هیوادونو د امریکا د جګړې پخلاف دغه ګامونه واخیستل چې
په افغانستان کې نړیوالو او کورونو پوځونو ته سردرد او خنډونه ډیر کړي. ددې
مخامختیا په وړاندې دریدل په اوسنیو شرایطو کې د امریکا لپاره ډير قیمته پریوځي چې
تمویل يې ګران کار دی.
له طالبانو سره روغې ته د امریکا لیوالتیا
امریکا د افغان دولت د نزدې ترینه او مهم
متحد په توګه تاسو ولیدله چې ددې سره سره يې استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره
کیناست چې په خبرو اترو
کې د افغان دولت له پلاوي سره له ګډون څخه
طالبانو انکار وکړاو ولسمشر غني استازي ونشو کړی چې په ناسته کې برخه ولري خو زلمی
خلیلزاد له طالبانو سره کیناست. دا اوښتون د
افغان دولت دریځ لاپسې کمزوری کړ چې ښيي واشنګټن غواړي چې ژر تر ژره خپلې پښې له
افغانستانه سپکې کړي. دلیل يې دادی چې د امریکا ځانګړی
استازی ښه پوهه شو چې د افغان دولت استازي په دې بریالی نشول چې په غونډه کې برخه
واخلي خو د امریکا په دریځ کې دې اوښتون هیڅ بدلون رانه وړ. دې ټکي ته په کتو سره پوښتنه
ولاړیږي چې ایا امریکا د خپل 17
کلن متحد افغان دولت ګټو ته هم څه تعهد لري که یوازې خپلو ګټو ته؟
Comments
Post a Comment