حنان حبیبزی د سولې خبرو د افغانانو ترمنځ د جګړې د پایته رسولو لپاره نوې هیلې راټوکولي دي. په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې یو مثبت ګام دی. په همدې ډول د ولسمشر غني له خوا د سولې مشورتي جرګه هم یو مثبت ګام وو چې ترسره شو په تیره بیا د بندیانود خوشې کولو ژمنه چې ولسمشر ورکړه. نن یو ویشتمه پیړۍ ده ، د رسنیو، صنعت، اقتصاد، پوهې، ټیکنالوجۍ او د مالوماتو د کنټرول له لارې ولسونه او هیوادونه ساتل کیږي ، یا د فیسبوک او ټوايټر په عصر کې ویاړ، نوم او نښان یوازې په دې کې دی چې د خپلې ټولنې د پرمختیا لپاره هڅې وشي. په نننۍ نړۍ کې هیوادونه د کلیو بڼه لري، ټیکنالوجي دا هرڅه سره نژدي کړي دي، که نن زموږ په هیواد کې دا بهرنیان نه وي ، بیا هم موږ مجبور یو چې له هغوی سره اړیکي وساتو. زموږ اقتصاد به د ځواکمنو هیوادونو له اقتصادي حالت سره تړلی وي، زموږ په هیواد کې به بييې د نورو هیوادونو له اقتصادي څرنګوالي سره تړلې وي. په افغانستان کې به سیاسي حالت د نورو هیوادونو له سیاسي حالت سره تړلی وي،لنډه دا چې موږ نشو کولی له نورې نړۍ څخه جلا ژوند وکړو او په څنډه کې...
په دې بلاګ کې زه خپلې ځینې لیکنې خپروم.