Skip to main content

سوله وکړی چې د افغانانو ژوند بدل شي



حنان حبیبزی

د سولې خبرو د افغانانو ترمنځ د جګړې د پایته رسولو لپاره نوې هیلې راټوکولي دي. په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې یو مثبت ګام دی. په همدې ډول د ولسمشر غني له خوا د سولې مشورتي جرګه هم یو مثبت ګام وو چې ترسره شو په تیره بیا د بندیانود خوشې کولو ژمنه چې ولسمشر ورکړه.

نن  یو ویشتمه پیړۍ ده ، د رسنیو، صنعت، اقتصاد، پوهې، ټیکنالوجۍ او د مالوماتو د کنټرول له لارې ولسونه او هیوادونه ساتل کیږي ، یا د فیسبوک او ټوايټر په عصر کې ویاړ، نوم او نښان یوازې په دې کې دی چې د خپلې ټولنې د پرمختیا لپاره هڅې وشي.

په نننۍ نړۍ کې هیوادونه د کلیو بڼه لري، ټیکنالوجي دا هرڅه سره نژدي کړي دي، که نن زموږ په هیواد کې دا بهرنیان  نه وي ، بیا هم موږ مجبور یو چې له هغوی سره اړیکي وساتو. زموږ اقتصاد به د ځواکمنو هیوادونو له اقتصادي حالت سره تړلی وي، زموږ په هیواد کې به بييې د نورو هیوادونو له اقتصادي څرنګوالي سره تړلې وي.

په افغانستان کې به سیاسي حالت د نورو هیوادونو له سیاسي حالت سره تړلی وي،لنډه دا چې موږ نشو کولی له نورې نړۍ څخه جلا ژوند وکړو او په څنډه کې واوسیږو.

د نړیوالتوب ټکی  چې په نړۍ کې د صنعت، رسنیزو اړیکو او ټیکنالوجۍ دتړون د څرګندولو لنډیز دی ، د بیلابیلو هیوادونو اوسیدونکي يې په یو نه یو ډول سره  نښلولي او ددوی اقتصادي او کولتوري اړیکي يې سره تړلي دي.

یوه څیړنه چې  د لویدیځ د پوهانو له خوا  په علمي ډول ترسره شوې ده، ښيي چې په روانه پیړۍ کې د مسلمانانو په ګډون ټول کولتورونه فکر کوي چې یوازې د اکاډیمیکو مفکورو له لارې د ولسونو ترمنځ د پرتو ستونزو حل شونی دی. دوی هغو علمي وړاندیزونو ته اعتبار ورکوي چې په هغو کې د بشرلپاره اسانتیاوې رامنځته کیږي.

 د بیلګې په توګه  هغه کسان چې له اوسني نړیوال پرمختګ سره اشنايي ونلري او علمي سویه ونلری د افغانستان په څیر جګړه ځپلي هیواد ته چې په وچه کې پروت دی ، یو راتلونکی نشي جوړولی.
خو ددغو پوهانو لپاره چې بیا پکار ده چې د خپل هیواد په دودونو او رواجونو سره اشنايي ولري او ځانونه د ولس په ظاهري او باطیني جامو کې واچوي او ولس ته دا سوچ ورنکړي چې ددولتي چارواکو سره کولتوري او ایدیالوژیک واټن لري.

پوهان وايي، افغانستان د بدمرغۍ خواته روان دی، حکومت کې يې فساد دی، په یو جګړه ځپلې هیواد کې چې باید خلک يې له لوږې او فقر څخه راوویستل شي، د مغزي سرطان په څير دی چې ریښې يې د ناروغ د تباهيی لامل ګرځي.
لوی خطر دا نه دی چې هلته جګړه ده ، لوی خطر دادی چې هلته په دولت کې فساد دی، په فساد ککړ چارواکي هیڅ د خپلو خلکو راتلونکي ته ارزښت نه ورکوي .

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...