افغانستان: پاکستان زما په ثبات ولې ناخوښ دی

لیکنه: حنان حبیبزی په نړۍ کې هغه سيمې لږ دي چې په کې دومره اوږدې شخړې او تاوتریخوالی لیدل شوی وي، لکه په افغانستان کې چې تیر شوی دی. افغانستان چې د ځواکمنو ګاونډيو ترمنځ پروت دی، او په تاريخي ډول د ستراټيژيک ارزښت له امله ورته اړتیا لیدل کيږي، د لسیزو جګړو، بهرنۍ لاسوهنې او د ګډوډۍ په منځ کې د ثبات د ټینګښت په لټه کې دی. بیا هم، ددې ګډوډۍ په منځ کې، یو ګاونډی هیواد د تاو تریخوالي او بې ثباتۍ د دوامداره سرچینې په توګه ولاړ دی. ډیری افغانان وايي، له پاکستان سره اړیکي د بې باورۍ، تیري او لاسوهنې له امله خرابې شوې دي. د تاو تریخوالي وروستی زیاتوالی، چې د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره باندې د توغندیزو او هوايي بریدونو له امله رامنځته شوی، د تربګنۍ د ژورو ریښو د یوې څرګندې بیلګې په توګه یادیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوام لري. د افغانانو لپاره له پاکستان څخه راپورته کېدونکې تربګني يوه نوې ښکارنده (پدیده) نه ده بلکې د اوږدې مودې د لاسوهنې او له ترینګلو حالاتو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې بیلګه ده. له ۱۹۸۰ زېږدیزې لسیزې راهیسې، کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، پاکستاني پوځي جنرالون...