افغانستان: پاکستان زما په ثبات ولې ناخوښ دی






لیکنه: حنان حبیبزی
په نړۍ کې هغه سيمې لږ دي چې په کې دومره اوږدې شخړې او تاوتریخوالی لیدل شوی وي، لکه په افغانستان کې چې تیر شوی دی. افغانستان چې د ځواکمنو ګاونډيو ترمنځ پروت دی، او په تاريخي ډول د ستراټيژيک ارزښت له امله ورته اړتیا لیدل کيږي، د لسیزو جګړو، بهرنۍ لاسوهنې او د ګډوډۍ په منځ کې د ثبات د ټینګښت په لټه کې دی. بیا هم، ددې ګډوډۍ په منځ کې، یو ګاونډی هیواد د تاو تریخوالي او بې ثباتۍ د دوامداره سرچینې په توګه ولاړ دی.
ډیری افغانان وايي، له پاکستان سره اړیکي د بې باورۍ، تیري او لاسوهنې له امله خرابې شوې دي. د تاو تریخوالي وروستی زیاتوالی، چې د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره باندې د توغندیزو او هوايي بریدونو له امله رامنځته شوی، د تربګنۍ د ژورو ریښو د یوې څرګندې بیلګې په توګه یادیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوام لري.
د افغانانو لپاره له پاکستان څخه راپورته کېدونکې تربګني يوه نوې ښکارنده (پدیده) نه ده بلکې د اوږدې مودې د لاسوهنې او له ترینګلو حالاتو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې بیلګه ده. له ۱۹۸۰ زېږدیزې لسیزې راهیسې، کله چې شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، پاکستاني پوځي جنرالونو د افغانستان له جګړې څخه ګټه اخیستې ده، او دايې د شخصي موخو لپاره کارولې ده، او له لوېديځ څخه يې د مالي ملاتړ په ترلاسه کولو سره دا جګړه پراخه کړې ده. دازبیښاک د متحده ایالاتو په مشرۍ د لویدیځو هیوادونو د نيواک د دوه لسيزو پر مهال وغځول شو. تورونه ولګول شول چې پاکستاني چارواکي له وسله والو ډلو سره نږدې اړيکي لري، بې ثباتۍ ته لمن وهي او د افغانستان جګړه يې غځولې ده.
د طالبانو د حاکمیت او له هغه ثبات سره سره چې دوی هېواد ته راوړی، بيا هم د پاکستان کړنې دوام لري ترڅو د اوږد مهاله سولې هيله له منځه يوسي. افغان چارواکي استدلال کوي چې اوسنی حکومت د طالبانو تر مشرۍ لاندې بریالی شوی چې افغانستان خوندي کړي او د ثبات يو بڼه رامینځته کړي، خو يوازې د ډیورنډ د فرضي کرښې له هاخوا لوري څخه له لانجو سره مخ کېږي.
کابل د اسلام اباد کړنو ته په پام سره وايي چې پاکستان په افغانستان کې سوله ییزو حالاتو ته خوښ نه دی او داچې دغه هېواد په افغانستان کې د بې ثباتۍ له دوام سره لېوالتیا لري. د تاوتریخوالیو په رامنځته کولو او حالاتو په بدتر کولو سره پاکستاني پوځي جنرالان هڅه کوي چې خپل واک وساتي او ځانته مالي سرچینې ترلاسه کړي، او له لوېديځ څخه د دوی جیبونو ته د مالي ملاتړ لړۍ دوام وکړي، او د افغانانو سولې او ځمکنۍ بشپړتیا ته دا ستر ګواښ بلل کېږي.
روانو حالاتو ته په کتو ښايي، افغان احساسات د پاکستان د ارادو په هکله د پخوانۍ بې باورۍ له امله پياوړي شوي وي. د ډیورنډ کرښه چې د برتانوي استعماري ځواکونو له خوا په ۱۹مه پېړۍ کې تپل شوې ده، او افغانستان هېڅکله نه ده منلې د سیمه ییزې شخړې د سمبول په توګه پاتې ده، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچنو اړيکو لپاره يوه دوامداره مساله ده.
د امنیتي ټيکاو ترڅنګ، د افغانستان اسلامي امارت پر هغو سترو زیربنايي پروژو هم پيل کړی دی چې موخه یې اقتصادي ثبات بلل کېږي، او دافغان وګړو د ژوند معيار ته وده ورکول دي. له داسې پروژو څخه یوه، د قوش تيپې مصنوعي کانال دی، یوه ستره هڅه چې په کرنه کې د انقلاب د راوستلو ژمنه کوي، او په ملي کچه به اقتصادي پرمختیا ته وده ورکړي.
د قوش تيپې د مصنوعي کانال بشپړیدل د افغانستان لپاره يوه مهم ګام دی، د اوبو لګونې له پلوه ملیونونو ځمکوالو او کروندګرو ته د کرکیلې اسانتیا برابروي، او د هیواد په شمال کې پراخې وچې دښتې په کرنیزو ځمکو او بڼونو بدلوي، او د انساني او هیوادنۍ رغاونې ترڅنګ د چاپيریال په زرغونولو او خوندي کولو کې خورا مهمه ونډه اخلي، په کرنه او اړوندو صنایعو کې بې شمیره د کار فرصتونه پیدا کوي.
افغانستان د خپلو طبیعي زیرمو له پټانسيل څخه په ګټه اخیستنې سره د کرنې د تولید د لوړولو او خپل اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره تیار دی. د پاکستان په ګډون ځینې ګاونډیان د افغانستان دغه پرمختګ ته خوښ نه بریښي او غواړي چې حالات کړکیچن کړي، که په دې جګړه ځپلي هیواد کې ثبات نور هم پیاوړی شي، نو په پاکستاني جنرالانو باندې له بهره راتلونکي ډالر دریږي ځکه چې په سیمه کې اړودوړ پایته رسیږي. ددې لپاره نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپیژني، له نړیوالې انزوا او محدودیتونو څخه د افغانستان حکومت وباسي، دابه د سیمې له ثبات سره ډیر کومک وکړي. د افغانستان اسلامي امارت په پېچلې جیوپوليټیکي منظره کې د بهرنیو دسیسو او چلونو په وړاندې مقاومت او ذکاوت ښودلی دی، نو ښايي چې د نړۍ د هېوادونو له خوا په رسمیت وپیژندل شي.

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟