Skip to main content

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟

 

ترمپ په غیري امریکايي لهجې پوښتنې ردوي

لیکنه: حنان حبیبزی 

کله چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر څنګ په یوه خبري ناسته کې ودرېد، یوه داسې شېبه رامنځته شوه چې د سیاست په پرتله تر ډېره د انګېرنو مساله وګرځیده. 

یو هندي خبریال په روانه خو له لهجې ډکې انګلیسي پوښتنه وکړه، خو ټرمپ د ځواب پر ځای وويل: 

"زه یوه ټکی هم نشم پوهېدلای چې دی څه وايي. دا لهجه، یو څه ګرانه ده ما ته." 

د ډېرو لپاره داد ټرمپ د بربنډ او له سنجشه وتلي سیاست یوه بله بېلګه ده خو که  دده غبرګون ته په ژوره توګه  وګورو دا یوه ناڅاپي تبصره نه وه بلکې د هند - امریکا په اړیکو کې د لویو بدلونونو ښکارندویي کوي.

له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۵: څه بدل شول؟

د ټرمپ ددې غبرګون د ژورې مانا د درک لپاره ښه ده چې داد مودي له تېرو سفرونو سره پرتله کړو. په ۲۰۱۷ کې کله چې مودي له ټرمپ سره ولیدل، د دواړو اړیکي ښه او تاوده برېښېدل—دوی غاړه غړۍ کېدل او د ستراتیژیکې ملګرتیا ژمنې یې کولې. له دې وړاندې، د اوباما او بایډن د واکمنۍ پر مهال هم مودي ته درناوی کېده او د امریکايي مشرانو له خوايې هرکلی په توده بڼه وو. 

نو ولې دا ځل دومره توپیر لري؟

ځواب د امریکا د لومړیتوبونو بدلون، سوداګریز کړکېچ، او قدرت د انډول د بدلون نقطه کې پروت دی. امریکا په اسیا کې له جګړو څخه ځان ویستلی او په کور دننه اقتصادي ننګونو سره مقابله کوي. اوس د هند په پرتله خلیجي هیوادونه له ډير ارزښت څخه برخمن شوي دي. ترمپ له سعودي او له نورو خلیجي هیوادونو څخه د ډيرې پانګونې هیله ښوولې ده چې په امریکا کې يې باید وکړي. هند دومره زیاته بودیجه نلري چې د خلیجي هیوادونو دغه ځای ډک کړي. 

یوه محاسبه شوې لوبه؟

سره له دې چې ټرمپ په ناڅاپي تبصرو شهرت لري خو هغه تل هڅه کوي چې د ښکاره پاروونکو څرګندونو له لارې خپل ډیپلوماتیک دریځ قوي کړي. دا احتمال شته چې د هندي خبریال ردول یوه ناپامه تېروتنه نه ده، بلکې د هند لپاره یو پټ پیغام دی.

د تعرفو جګړه او اقتصادي فشار

تر ۲۰۱۹ پورې د امریکا او هند سوداګریز اړیکي ترینګلي شوي وو. ټرمپ بیا بیا پر هند نیوکه کوله چې امریکايي توکو ته، په ځانګړې توګه په هارلي ډیویډسن موټرسایکلونو او طبي وسایلو یې لوړې تعرفې لګولې دي. همدارنګه، امریکا د GSP (Generalised System of Preferences) تر څنګ، هند ته معافیت لرونکې سوداګریزه اسانتیا بنده کړه چې له مخې یې هندي توکي د ګمرکي محصول پرته امریکا ته صادرېدل.

ایا ټرمپ له خوا د خبریال د پوښتنې ردول یوازې یوه ساده تیروتنه او پرېوتنه ده که یوه نرمه ډیپلوماتیکه نښه؟ د ټرمپ  پالیسیو په کتو سره دا شونې ده چې هغه غوښتل هند ته دا وښيي چې باید د سوداګریزې موافقې لپاره تیریدنه یا انعطاف ښکاره کړي.

د ټرمپ د "انتخابي نه‌ پوهېدو" سیاست

دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ ادعا وکړه چې د یوه بهرني کس لهجه ورته سخته ده. ده ورته چلند له یوې افغانې خبریالې سره هم کړی دی ان د ناټو د ځینو چارواکو سره یې هم ورته کار کړی دی.

خو هند د امریکا لپاره یوه کوچنۍ جغرافیه نه ده—بلکې د نړۍ یوه ستره ځواکمنه اقتصادي او سیاسي لوبغاړې ده. په دې کې په زړه پورې ټوکه داده چې ملانیا ټرمپ خپله انګلیسي په سلووینیايي لهجه وايي، خو ټرمپ هېڅکله دا نه دي ویلي چې د هغې په لهجه نشي پوهېدای. دا بېلابېل چلندونه ښيي چې د ټرمپ تبصره د ژبې ستونزه نه بلکې یوه ډیپلوماتیکه اشاره ده.

د هند وده او د امریکا اندېښنه

هند ځان د نړیوال ځواک په توګه ښودلی—د فضا په څېړنو، د کشمیر په مساله، او له روسیې او ایران سره د ژورو اړیکو له لارې، په ځانګړي توګه د انرژۍ په سوداګرۍ کې. د ټرمپ اداره پر هند فشار راوړي چې له روسیې او ایران سره خپل اړیکي کم کړي. نو ایا د ټرمپ ناڅاپي غبرګون یو نازک خبرداری دی چې هند ته څرګنده کړي "سره له دې چې وده کوې، خو لا هم د امریکا مرستې ته اړتیا لرې؟"

د هند او امریکا د اړیکو پټه نابرابري

د هند لپاره دا شېبه یوه مهمه پوښتنه راپورته کوي: ایا امریکا د برابر شریک په توګه هند ته ګوري، که یوازې د ستراتیژیکې لوبې د وسیلې په توګه؟ مودي ډېره هڅه کړی چې ټرمپ ته ځان نږدې کړي—د "هاوډي، مودي!" او "نمسټې، ټرمپ" غوندې غونډې یې تنظیم کړې. خو دې پېښې وښوده چې لا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ نابرابري شته دی  او د اړیکو انډول نامنظم دی.

د هند لپاره یو خبرداری

که له دې پېښې کوم درس اخیستل کېږي، نو هغه دادی چې هند باید خپل بهرنی سیاست نور هم خپلواک کړي. دا پېښه یو ځل بیا دا واقعیت روښانه کوي چې هند باید نړیوال اړیکي داسې پراخ کړي چې د یوه ځانګړي هېواد په مرسته ډډه ونه وهي، اوس هند په دوه لارې کې پاتې دی، له یوې خوا روسیه او ایران د شک په سترګه ورته ګوري، او په سیمه کې يې د امریکا د ګټو ساتندوی بولي، له بلې خوا امریکا هم شکمنه ده چې د هند وفاداري ورته کم رنګه ښکاري. چین خو څه کوې،  هغه خو ورسره ښکاره لانجه لري او سیاسي او پوځي اړیکي يې خړ دي. 

یوازې د لهجې مساله نه ده

ظاهرا به د ټرمپ تبصره داسې برېښېده لکه چې یوازې د لهجې د نه‌ پوهېدو ستونزه وي خو په ډیپلوماسۍ کې، تصادفي څرګندونې ژوره مانا لري.

دا شېبه د ژبې نه بلکې د ځواک، اغیز، او نړیوالو اړیکو د پیچلتیا مساله ده چې امریکا غواړي په دې توګه هند ته پیغام ورکړي چې ترهغې ستاسې په ژبه نه پوهیږو چې د امریکا له سیمه ییزو سیالانو لکه روسیې سره ناسته ولاړه بنده کړې.

هند ته ددې پېغام باید دا هم وي چې په نړیوال سیاست کې درناوی نه ورکول کېږي بلکې ترلاسه کېږي او دا پېښې موږ ته یادونه کوي چې په نړیوالو اړیکو کې هره خبره وزن لري، او هره چوپتیا یوه مانا لري.

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د کوانټم فزیک تري ډي پرنټر  لیکوال: حنان حبیبزی ډیپ سیک دومره مهم نه دی لکه څومره چې کوانټم فزیک ویرونکی دی.  ✅ د کوانټم فزیک اصول ښيي چې د مالوماتو انتقال په صفر وخت کې شوني دي، خو د فزیکي توکو لیږد ته لا هم بشري ساینس نه‌دی رسېدلی. ✅ که موږ داسې یو پرمختللی وسیله (ډیویس) جوړ کړو، چې فزیکي مواد پرته له حرکت څخه بل ځای ته ولیږدوي، نو پکار ده چې د کوانټم ټيليپورټېشن (Quantum Teleportation) ارونه (اصول) پکې عملي شي. ۱ . د کوانټم ټيليپورټېشن لپاره اړینه ټکنالوژي: ✅ د فزیکي موادو د بې‌واسطې لېږد لپاره باید دا درې بنسټیزې ټکنالوژۍ ولرو: الف: د کوانټمي مالوماتو سکنر (Quantum Scanner) دا وسیله باید د فزیکي موادو ټول کوانټمي جزیات تحلیل کړي. په دې مرحله کې، باید د موادو لاندې ځانګړتیاوې ثبت شي: د ذرې موقعیت (Position) د ذرې چټکوالی (Velocity) د ذرې کوانټمي حالت (Quantum State) د ذرې د انرژۍ کچه (Energy Levels) ب: د کوانټمي مالوماتو لېدونکې وسیله (Quantum Entanglement Transfer Device)نومیږي. دا وسیله باید د کوانټمي انتانګلمینټ (Quantum Entanglement) اصول وکاروي چې مواد له A...

مشروعیت څه ته وايي؟

لیکوال: حنان حبیبزی مقدمه مشروعیت د هرې حکومتي پرېکړې او اقدام لپاره هغه قانوني او اخلاقي بنسټ دی چې حکومت ته کورنی او نړیوال اعتبار ورکوي. مشروعیت دا نه دی چې په حکومت کې ځانګړي افراد یا ګوندونه شامل شي بلکې دېته وايي چې ټولې چارې او پرېکړې د یو قانوني چوکاټ له مخې ترسره شي. مشروعیت د ملي شورا په شتون، د هغې د پرېکړو تصویب، او د امیرالمؤمنین له توشیح سره رامنځته کېږي. په دې څپرکي کې به د مشروعیت اساسي مفهوم، اړتیا، او څرنګوالی روښانه کړو. مشروعیت څه ته نه وايي؟ د ځانګړو کسانو یا ګوندونو شمولیت : مشروعیت دېته نه وايي چې په حکومت کې دې ځانګړي افراد، ګوندونه، یا د پخوانیو سیاسي نظامونو خلک شامل شي. توضیح :  که د جمهوریت سیاستوال یا د بهرنیو هېوادونو په غوښتنه ځانګړي افراد په ملي شورا یا حکومت کې شامل شي، دا د مشروعیت لپاره کافي نه دي او نه د مشروعیت مانا لري. د بهرني فشار منل : مشروعیت دېته نه وايي چې د بهرنیو هېوادونو د خوښۍ لپاره دې حکومتي تغیرات راوستل شي. د شفاهي یا غیر رسمي اقداماتو اعتبار : مشروعیت د یو واضح قانوني او رسمي چوکاټ له لارې ترلاسه کېږي، نه د شفاهي یا شخصي امرونو له...