Skip to main content

د لیکوال یادښت: ولې د نښپوهنې د ژوندیو او بدلیدونکو اړیکو پرله‌پسې بهیر (CDSI) د پوهنيزو خبرو اترو لپاره اړین دی



د الله په نوم چې ډېر مهربان او ډېر رحم والا دی               

لیکوال: حنان حبیبزی 

په دې زمانه کې چې د اړیکو او نښو د خپراوي او بدلون ټکنالوژي له بې سارې چټکتیا سره مخ ده، د مانا د پوهنې څېړنه، څنګه چې د نښپوهنې له لارې تر سره کېږي،  باید ددې ډیجیټلي او روان بدلیدونکي چاپېریال له بهیرونو سره همغږې شي. ددې کتاب بنسټ پر یوه نوې اندیزه طرحه(علمي تیوري) ولاړ دی چې زه ورته د نښپوهنې د ژوندیو او بدلیدونکو اړیکو پرله‌پسې بهیر (Continuum of Dynamic Semiotic Interaction - CDSI) نوم ورکوم. دا چوکاټ هڅه کوي د نښو د پوهنې دودیزې نظریې د نن ورځې له ډیجیټلي واقعیت، د الګوریتمونو له اغېزو او د ریښتیني وخت له غبرګونو نظامونو سره ونښلوي.

دا اندیز چوکاټ نه یوازې د نښو د پوهنې هغه بنسټیز ارونه یا اصول رانغاړي چې د فېردینان دو سوسور او چارلس ساندرز پیرس په څېر اندیالانو بیان کړي دي بلکې دا چوکاټ دا نظریې پراخوي چې د نننیو اړیکو د بهیر روان، بدلیدونکی او د الګوریتمونو پر مټ سمباله بڼه يې هم رانغاړي.

د CDSI الهام ما هغه مهال وموند چې ومې لیدل ډیجیټلي پېر په راتګ سره د مانا جوړونې پخوانۍ نسبتاً ثابتې بڼې ګډوډې شوې. نښې چې په تاریخ کې به يې په ځانګړو کولتوري یا ټولنیزو چوکاټونو کې خپل ټاکلی تعبیر درلود، اوس د رسنیو د بېلابېلو بڼو او نندارچیانو تر منځ د بیا بیا نوي تعبیر سره مخ دي. دا نوې ښکارنده د نښپوهنې پخوانۍ نظریې په بشپړه توګه نشي سپړلی ځکه چې دا نظریې د نښې او مانا ترمنځ د یوه څه ثابت تړاو انګېرنه لري. له همدې امله، د داسې یو اندیز چوکاټ اړتیا څرګنده شوه چې لا ډېر پیاوړی وي او د ریښتیني وخت یانې په ژوندۍ بڼه یا په روانه بڼه د غبرګون وړتیا ولري.

دا کتاب CDSI د یوه ځانګړي او پرمختللي اندیز چوکاټ په توګه وړاندې کوم چې د ژوند په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د رسنیو د زده کونکو، نښپوهنې، ډیجیټلي اړیکو او کولتوري څېړنو  او د سیاستپوهنې د زده کوونکو لپاره اړین ګڼل کېږي. ددې چوکاټ د پرله‌پسې بهیر اړخ دا څرګندوي چې په ډيجټلي اړیکو کې په بله وینا په ډيجټلي پېر کې نښې په یوه دوامداره، بدلیدونکي او بیا بیا نوي کېدونکي بهیر کې رامنځته کېږي، کارول کېږي او مانا کېږي. دا چوکاټ د انسان ونډه رانغاړي چې نښو ته د خپل کولتوري شالید له مخې  مانا له مخې د مانا لپاره ژور پام کوي، او د الګوریتمونو ونډه هم روښانه کوي چې د ځینو نښو د ښکاره کېدو، پراخېدو او د لومړيتوب د ټاکلو واک لري. دا څو اړخیزې اړیکې یوه پېچلې، روانه او نامستقیمه غبرګوني کړۍ رامنځته کوي، چې تل د بل لوري د تعبیر، غبرګون او ټکنالوژۍ د اغېزو پر بنسټ ځان چمتو کوي او مانا ته نوې بڼه ورکوي.

د کرښه ییز او ناکرښه ییز غبرګون توپير او مانا

  مستقیم یا کرښه‌ييز غبرګون داسې دی: کله چې الف پېښ شي ➡ ب پرې ټاکلې پایله راځي. یانې هر ځل یو ډول سبب ورته پایله زېږوي؛ غبرګونونه د یو ساده او مستقیم لیکې  په څېر پرمخ ځي.

نامستقیم (نا کرښه‌ييز) غبرګون بیا داسې دی: کله چې الف پېښ شي ➡ پایله ب هم کیدای شي او ج  یا دال هم کیدای دې ټولو یا نورو ترکیب کیدای شي ➡ او دا پایله د شرایطو، چاپېریال، وخت، د خلکو د تعبیر او د الګوریتمونو له اغېزو سره بدلېږي.

په بله وینا:

نامستقیمه غبرګوني کړۍ یو پېچلی بهیر دی چې پکې:

✔ نښې او پیغامونه تل باثباته او یوشان مانا نه لري؛

✔ دا ماناوې او پایلې د خلکو، چاپېریال، ټکنالوژۍ او الګوریتمونو له اغېزو سره بدلېږي؛

✔ غبرګونونه د یو ساده سیده یا مستقیمې لیکې پر بڼه پرمخ نه ځي، بلکې لکه د اوبو څپې، هر ځل نوې بڼه او نوې مانا خپلوي.

بېلګه:

که یو تصویر یا نښه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شي، د یو کس لپاره ښایي یو مثبت پیغام ولري، د بل لپاره منفي تعبیر شي، او بل یې بې مانا وګڼي. دا هماغه د نامستقیمې غبرګوني کړۍ ښکارنده ده. په دوی کې هر کس ددې نښې مانا ددوی کولتوري، سیاسي، جغرافیايي او پوهنیز لیدلوري له مخې کوي.

دا کتاب په دې لینک باندې موندل کېږي. 

Comments