لیکنه: حنان حبیبزی د نېښپوهنې دوامداره خوځنده چارچلند The Continuum of Dynamic Semiotic Interaction کتاب لیکوال د نړیوال سیاست، جګړو او رسنیز تعامل په نوې زمانه کې، جګړه یوازې په فزیکي ډګر کې نه کېږي. بلکې تر ټولو پیاوړې جګړه د ذهنونو، نښو او ماناوو پر وړاندې روانه ده. دا داسې یوه جګړه ده چې هدف یې د خلکو د ادراک، رواني غبرګون او تمرکز اړول دي، څو اصلي پېښه تر سیورې لاندې شي، او یوه بله پیښه د توجه مرکز شي. دا پټه، خو اغېزناکه جګړه، هماغه ده چې "انفارمیتکي جګړه" یا "انفووارفېر" بلل کېږي. 🧠 د اذهانو اړولو نغوتي د انفووارفېر اصل دادی چې له یوې پېښې څخه د خلکو پام بله لوري ته واړول شي. دا لړۍ د حیرانوونکو، بوختوونکو او حسي شدت لرونکو پېښو په تولید سره پيلېږي. استعمار، واکمن نظامونه، او پوځپاله سترواکي غوښتونکي ځواکونه، پرلهپسې داسې پیښې طراحي کوي چې د رسنیو تمرکز له اصلي موضوع څخه وګرځوي. دا پېښې په دودیزه توګه ۹۰٪ د رسنیو توجو او د بحثونو تمرکز بلې خوا اړوي، او یو نوی ذهنیت، اند، او غبرګون رامنځته کوي. 📱 خواله رسنۍ؛ د مانا جوړونې نوې قوه اوسمهال اصلي سنګر...
په دې بلاګ کې زه خپلې ځینې لیکنې خپروم.