Skip to main content

د انفووارفېر، مانا جوړونې او د اذهانو اړولو نوې جبهه



لیکنه: حنان حبیبزی 

د نېښپوهنې دوامداره خوځنده چارچلند
 The Continuum of Dynamic Semiotic Interaction 
کتاب لیکوال

د نړیوال سیاست، جګړو او رسنیز تعامل په نوې زمانه کې، جګړه یوازې په فزیکي ډګر کې نه کېږي. بلکې تر ټولو پیاوړې جګړه د ذهنونو، نښو او ماناوو پر وړاندې روانه ده. دا داسې یوه جګړه ده چې هدف یې د خلکو د ادراک، رواني غبرګون او تمرکز اړول دي، څو اصلي پېښه تر سیورې لاندې شي، او یوه بله پیښه د توجه مرکز شي. دا پټه، خو اغېزناکه جګړه، هماغه ده چې "انفارمیتکي جګړه" یا "انفووارفېر" بلل کېږي.

🧠 د اذهانو اړولو نغوتي

د انفووارفېر اصل دادی چې له یوې پېښې څخه د خلکو پام بله لوري ته واړول شي. دا لړۍ د حیرانوونکو، بوختوونکو او حسي شدت لرونکو پېښو په تولید سره پيلېږي. استعمار، واکمن نظامونه، او پوځپاله سترواکي غوښتونکي ځواکونه، پرله‌پسې داسې پیښې طراحي کوي چې د رسنیو تمرکز له اصلي موضوع څخه وګرځوي. دا پېښې په دودیزه توګه ۹۰٪ د رسنیو توجو او د بحثونو تمرکز بلې خوا اړوي، او یو نوی ذهنیت، اند، او غبرګون رامنځته کوي.


📱 خواله رسنۍ؛ د مانا جوړونې نوې قوه

اوسمهال اصلي سنګر نه مرکزي رسنۍ دي، نه رسمي میډیا شرکتونه؛ بلکې د ټولنیزو یا خواله رسنیو فضا ده چې مانا تولیدوي، ذهنونه رهبري کوي او ان د پریکړه کوونکو تصمیمونو ته اغېز رسولی شي. یو ساده پوسټ، یوه ټویټ، یا یوه ویډیو، کولی شي د ولسمشر، وزیر یا ان د جګړې د پلان جوړوونکو ذهن ته ورسېږي، او د دوی پر رواني حالت مستقیم اغېز ولري.

🕯️ د چارلي کرک ترور؛ د سیمیالوژۍ له نظره د پام اړولو لپاره سمبولیک برید

وروستۍ پېښه، یانې د چارلي کرک ترور، د انفووارفېر یو څرگند مثال دی. دا پیښه نه یوازې په رڼا ورځ شوې بلکې د پوهنتون په چاپېریال کې چې د فکر، ازادۍ او منطق نښې دي، ترسره شوې ده. دا خپل ځان ته یوه ژوره مانا لري – د پوهې پر ضد برید، د علمي فضا بې‌اعتباره کول، او د احساسي پارونې له لارې د ولسي تمرکز اړول.

څو ساعته پس له دغې پېښې، هغو کسانو چې د غزې د خلکو د وژنې خلاف وو، د فلسطینیانو د توکم وژنې مخالفت يې کاوه، خپلو پوستونو ته دمه ورکړه او ټول تمرکز یې د چارلي پر پېښه واړاوه. دا یو منظم، هدفي، او سمیوټیکي عملیات وو – نوي مالومات تولید شول چې روان مالومات يې تر سیوري لاندې راوستل.

🧭 د استعمار روان عملیات او د رسنیو جنګي ماشین

د متحدو ایالاتو رسنۍ چې خپله د دولتي پالیسۍ انعکاس دی، اوس د اسرایلو د مطلق ملاتړ د عواقبو سره مخامخ دي. د ولس غبرګون دومره پراخ شوی چې ان پخپله ډونالډ ترمپ هم اعتراف وکړ چې "د خلکو لیدلوری د اسرایل خلاف شوی دی". داد انفووارفېر له بریاوو سره مقابله ده، او دا ښيي چې خلک د میډیا له اغېزه خلاصېږي او د فلسطین جګړه شاته پریږدي او په هغه څه غږیږي چې په کور دننه شوي دي. 

📚 د نښو، نغوتو، او مانا جوړونې کتاب

زه، د سمیالوژۍ او په ډيجټلي پېر کې د مانا جوړونې یو کارپوه یم، ددغو پېچلو او رواني جګړو پر تحلیل تمرکز کوم. زما اثر، چې "The Continuum of Dynamic Semiotic Interaction" نومېږي، د نښو، ماناوو، او ټولنیزو تعاملاتو ترمنځ د اړیکو ژور تحلیل وړاندې کوي. که غواړئ پوه شئ چې څنګه یو "پوست"، یو "ویدیو"، یا یوه پېښه د جګړې بڼه بدلوي، زما اثر ولولئ.

په اوسني وخت کې، د رسنیو د اغېزو څخه ځان ژغورل یوازې د ژورې مطالعې، تحلیلي لیدلوري، او د سمیاتیکي اډانو له لارې ممکن دي. د انفووارفېر موخه داده چې حقایق تر سیوري لاندې راولي، او خلک د نوو، احساساتي، او تحریف شويو مالوماتو پر بنسټ بوخت وساتي یا یو داسې پیښه جوړه کړي چې هغه نوي هیښوونکي مالومات تولید کړي.

که موږ د نښو ژبه ونه پېژنو، نو دا نښې به زموږ پر ذهن، روان او پریکړو اغېز وکړي. باید پوه شو چې جګړه اوس یوازې د بم او بارودو نه ده، بلکې د مفکورو، تعبیرونو او نښو جګړه ده – او دا جګړه موږ باید په پوهه وګټو.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...