Posts

Showing posts from March, 2019

د رسنیو مخاطبان په زیان کې

Image
حنان حبیبزی  په پرمختللو هیوادونو کې د وسلو مخ په ‌‌‌‌‌‌ډیریدونکي تولیدات او مخکښ شتمن چې ددولتونو په جوړولو کې لاس لري له خوا د رسنیو کنټرول ددې لامل ګرځیدلی دی چې جګړې دوام وکړي. د جګړې په دوام کې د وسلو تولیداتو ته ژوندی بازار پرانیستل کېږي، او رسنیو ته لاره اواریږي چې ډیر رسنیز اعلانات خپاره کړي.  یانې د وسلو د کاروبار د جاري ساتلو لپاره باید د نړۍ یو برخه نا ارامه وي چې د وسلو کمپنۍ وکولای شي خپلې وسلې وپلوري.  د خلکو ترمنځ باید ویره او تراه وي چې خلک وسلې ته پنا وروړي.  د دریمې نړۍ په هیوادونو کې مطرح سیاستوال له دې کمپنیو څخه پیسې اخلي او نا ارامۍ ته اجازه ورکوي چې د هیواد په ګو‌‌‌‌‌‌ډ ګو‌‌‌‌‌‌ډ کې روانه پاتې شي.  له دې بهیر څخه نوی متن تولیدیږي، ټکان ورکونکي او هیجاني خبرونه او بحثونه راپورته کېږي.  ځانګړې سوداګریزې رسنۍ ګومارل کېږي چې جګړه توده وساتي، ډراماټیک او هیجاني راپورونه خپاره کړي چې مخاطبانو ته ټکان ورکوي یایې احساساتي کوي او له رسنۍ سره يې نښتی ساتي.  په دې وخت کې هغو سوداګریزو  اعلاناتو خپرولو ته لاره اواریږي چې چې...

د بلک واټر مشر د څه شي خبرداری ورکړ....؟

Image
حنان حبیبزی  د سولې او جګړې متن او بیان یا د Paece and War Narrative غوراوای په بیوزلو او مخ په ودې هیوادونو کې د امریکا په لاس کې دی‌، دې پورې اړه لري چې څه د امریکا په ګټه دي، همغې خوا لومړی د امریکا د دولت له خوا بیانیږي بیا ددغو هیوادونو د مشرانو له خوا چې ددولتي فساد له کبله د امریکا مرستو ته ناست دي.  په افغانستان کې هغه سیاستوال چې ترپرونه یې ویل لوی لوی بمونه پرې واچوی نن د سولې خبره کوي، ځکه چې امریکا سوله غواړي، که امریکا د جنګ خبره وکړي نو دوی به هم د سولې په ضد وغږیږي. دغسې سیاستوال نشي کولی چې د هیواد حالات له جګړې څخه سولې خواته بوځي، همدا لامل دی چې امریکا متحد ایالات مخامخ له طالبانو سره خبرې کوي.  یو بل دلیل یې دادی چې په تیرو اتلس کلونو کې د نړیوالو مرستو سره سره چې په هره برخه کې د رغاونې په نیت شوي د افغانانو په ژوند کې بدلون نه دی راغلی بلکې حالات نور هم خراب شوي دي.   د هیواد ډیری خلک چې په کلیوالو سیمو کې اوسیږي، نه یوازې له بیوزلۍ ښکته پوړ ته تللي بلکې له نا امنۍ او ناروغیو او لوږې له کبله یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، پاکو اوب...