Skip to main content

د رسنیو مخاطبان په زیان کې

حنان حبیبزی 

په پرمختللو هیوادونو کې د وسلو مخ په ‌‌‌‌‌‌ډیریدونکي تولیدات او مخکښ شتمن چې ددولتونو په جوړولو کې لاس لري له خوا د رسنیو کنټرول ددې لامل ګرځیدلی دی چې جګړې دوام وکړي. د جګړې په دوام کې د وسلو تولیداتو ته ژوندی بازار پرانیستل کېږي، او رسنیو ته لاره اواریږي چې ډیر رسنیز اعلانات خپاره کړي.
 یانې د وسلو د کاروبار د جاري ساتلو لپاره باید د نړۍ یو برخه نا ارامه وي چې د وسلو کمپنۍ وکولای شي خپلې وسلې وپلوري. 
د خلکو ترمنځ باید ویره او تراه وي چې خلک وسلې ته پنا وروړي.  د دریمې نړۍ په هیوادونو کې مطرح سیاستوال له دې کمپنیو څخه پیسې اخلي او نا ارامۍ ته اجازه ورکوي چې د هیواد په ګو‌‌‌‌‌‌ډ ګو‌‌‌‌‌‌ډ کې روانه پاتې شي. 
له دې بهیر څخه نوی متن تولیدیږي، ټکان ورکونکي او هیجاني خبرونه او بحثونه راپورته کېږي.  ځانګړې سوداګریزې رسنۍ ګومارل کېږي چې جګړه توده وساتي، ډراماټیک او هیجاني راپورونه خپاره کړي چې مخاطبانو ته ټکان ورکوي یایې احساساتي کوي او له رسنۍ سره يې نښتی ساتي.
 په دې وخت کې هغو سوداګریزو  اعلاناتو خپرولو ته لاره اواریږي چې چې رسنۍ خپلو مخاطبانو ته پرې نوې لاره وښي یانې مجبور يې کړي چې لګښت وکړي او یو ځانګړی توکی راونیسي. په دې توګه دغه رسنۍ خپل مخاطبان په سوداګریزو شرکتونو پلوري. 
له دې سره مخاطب نه یوازې د بل چا خوښه ناخوښه راخپلوي او خپله خوښه ناخوښه قرباني کوي بلکې لګښت هم باید وکړي چې دا یو لوی زیان دی چې تجارتي رسنۍ یې خپلو مخاطبانو ته رسوي. له بلې خوا همدا مخاطبان له هغو  جګړیزو بریدونو څخه ژوندي وتلي چې پرې روا بلل شوي دي.
 دغه عکس مې جوړ کړ چې تاسې ته يې وښیم چې په پروختللو هیوادونوکې د رسنیو مخاطبان په ذهني توګه انډول نلري او هغې خواته ځي چې رسنۍ ورته وايي. 

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...