Skip to main content

د بلک واټر مشر د څه شي خبرداری ورکړ....؟


حنان حبیبزی 

د سولې او جګړې متن او بیان یا د Paece and War Narrative غوراوای په بیوزلو او مخ په ودې هیوادونو کې د امریکا په لاس کې دی‌، دې پورې اړه لري چې څه د امریکا په ګټه دي، همغې خوا لومړی د امریکا د دولت له خوا بیانیږي بیا ددغو هیوادونو د مشرانو له خوا چې ددولتي فساد له کبله د امریکا مرستو ته ناست دي.
 په افغانستان کې هغه سیاستوال چې ترپرونه یې ویل لوی لوی بمونه پرې واچوی نن د سولې خبره کوي، ځکه چې امریکا سوله غواړي، که امریکا د جنګ خبره وکړي نو دوی به هم د سولې په ضد وغږیږي. دغسې سیاستوال نشي کولی چې د هیواد حالات له جګړې څخه سولې خواته بوځي، همدا لامل دی چې امریکا متحد ایالات مخامخ له طالبانو سره خبرې کوي.
 یو بل دلیل یې دادی چې په تیرو اتلس کلونو کې د نړیوالو مرستو سره سره چې په هره برخه کې د رغاونې په نیت شوي د افغانانو په ژوند کې بدلون نه دی راغلی بلکې حالات نور هم خراب شوي دي. 
 د هیواد ډیری خلک چې په کلیوالو سیمو کې اوسیږي، نه یوازې له بیوزلۍ ښکته پوړ ته تللي بلکې له نا امنۍ او ناروغیو او لوږې له کبله یې ژوند له خطر سره مخامخ دی، پاکو اوبو او پوهنې ته هم لاسرسی نلري چې دا یو ستر بشري ناورین دی. 
په تیرو کلونو کې افغان دولت ددې ستونزو د له منځه وړلو لپاره هیڅ کار نه دی کړی، ټول تمرکز يې په شپینیو علمیاتو وو چې ډیرځلې يې ملکي خلک د ماشومانو او ښځو په ګډون نښه کړي.
 نو کله چې تیر کال د امریکایی تلویزون یوې خبریالې د نژدې دوه لسیزو مالي او بشري لګښتونو جاج واخیست نو هر څه د هیلو خلاف او سرچپه وو.
 ولسمشر اشرف غني ورته وویل چې په ارګ کې محاصره دی او که د امریکا مرستې ورسره نه وي شپږ میاشتې به يې حکومت دوام ونکړي.

 کله چې ولسمشر ترمپ په افغانستان کې په تیرو اتلس کلونو کې د میلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالرو راپور وغوښت د جنرالانو د جګړیز دریځ سره سره یې پریکړه وکړه چې له طالبانو سره سوله وکړي او خپل عسکر له افغانستان څخه وباسي. 
په افغانستان کې د امریکا لپاره دا جګړه ډیره درنده او له سرګردانۍ ډکه ده، له یوېخوا کورني فشارونه، له بلېخوا په افغانستان کې د طالبانو مقاومت او د چین او روسیې ننګونې چې په افغانستان کې د امریکايي پوځ د پریشانۍ لامل ګرځي. 
له بلې خوا د امریکا ترڅنګ د وینیزویلا هیواد چې د تیلو او غازو او نورو قیمتي کاڼو د زیرمو په لرلو سره له سعودي مخکې دی لاهم د روس پلوي سیستم په ولکه کې دی. د خلکو ژوند يې په امریکايي رسنیو کې له بیوزلۍ سره مخامخ ښوول کېږي، امریکا غواړي چې هلته رژیم بدل کړي.
 ولسمشر ترمپ هوډ لري چې د وینیزویلا خواته لاړ شي چې له یوې خوا لږ لګښت پرې راځي د ټرانسپورټ او د پوځونو د شمیر له پلوه او له بلې خوا امریکا ته د تیلو او غازو د سترو سرچینو ولکه په لاس ورځي، که وغواړي له خلیجي هیوادونو څخه يې د تیلو له وارداتو څخه بیغمه کوي. بل برازیل دی چې د ولسمشر ترمپ پام يې ځانته اړولی دی. 


اوس چې د بلک واټر مشر دالجزیرې تلویزون ته وویلې چې دې کې شک لري چې راتلونکو ټاکنو کې به ولسمشر غني بریالی شي یوغیري مستقیم سیګنال دی چې امریکا نور ولسمشر غني نه غواړي. بلک واټر دامریکايي جنګیالیو یو شخصي امریکايي شرکت دی چې د وسلو له کمپنیو سره نژدې دی او مشر يې د ایف بي ای او سي ای اې د باور وړ دی.
 په دې کې ښايي د تجارتي جګړې مساله مطرح وي چې بلک واټر غواړي په افغانستان کې یوه ا‌‌‌‌‌‌‌ډه ورکړل شي، ښايي دا مساله له طالبانو سره د خبرو پرمهال هم رامنځته شوې وي خو طالبان ددې منلو ته چمتو نه دي. ولسمشر غني هم چمتو نه دی او افغان ولس خو بالکل بهرني ځواکونه د هر نامه لاندې نه مني، نو سولې ته هیله من اوسی د ټولو په ګټه ده. 

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...