افغانستان او د رهبرۍ د کړکیچ زیانونه
لیکوال: حنان حبیبزی په ولله چې زموږ په هیواد کې هیڅ رهبر نشته دی، که رهبر یې درلودای زموږ په برخلیک به هغه څوک نه غږیدل چې دا اتلس کاله یې په افغانستان کې د افغان په وینو لوی تجارت وکړ. کابل او د ارګ دوړه مارانو فکر کاوو چې هرڅه پرته له چورته ووايي خو له پایلو یې خبر نه وو، داسې فکر نکوي چې ددې پایلې موږ ته څه دي؟ ماچې به لیکنې کولې چې داسې مه وايي شعار بدل کړی، ماته به یې کنځلې کولې. ددوی دخپل نظر برعکس د پاکستان په تبلیغاتي سرچینه بدل شوي وو خو فکر یې کاوو چې دا نارې او سورې یې د هیواد په ګټه دي، کله چې پاکستان له طالبانو سره مرسته کوله، ایا د پاکستان موخه باندې تاسې نه پوهیدی پنځه ستوریزو بیسوادانو چې پاکستان دغه غواړي چې تاسې د هیواد په هره برخه کې د ترهګرو بریدونو پړه پرې واچوی، خو غښتلي خلک د پړې پر ځای داسې ځواب ورکوي چې د دښمن ادعا ته تبلیغات ونشي او هغه پرې پوهه هم نشي چې له کومې خوا ووهل شو. نبیل ځانته د اسخباراتي چارو سر لښکر وايي خو په دې نه پوهیده چې د محرمو اسنادو د خپرولو پایله څه ده؟ په دې سره خو دې د افغانستان امنیت له خطر سره مخ کړ. کل...