د لیلې دښتې ستره ډله ییزه وژنه له عدالت نه پټیږي

په دوحه کې د طالبانو او مخالفو ډلو د غړیو بنډار

حنان حبیبزی                        

د ملي جنبش د مشرجنرال دوستم زوی په دوحه کې د طالبانو ددفتر له یوغړي ملا نورالله نوري سره په یوه میز ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډي خوري. ملا نوري هغه سړی دی چې د مزار له ماتې وروسته جنرال دوستم ته د یوې هوکړې له مخې له زرګونو جنګیالیو سره تسلیم شوی وو. نوموړی بیا جنرال دوستم امریکايي ځواکونو ته  وسپاره او په زرګونو تسلیم شوي جنګیالي یې په ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه توګه ووژل شول. ددوی ‌‌‌‌‌‌ډله ییز کبرونه د مزارشریف په څن‌‌‌‌‌‌ډو او لیلې په دښته کې د ملګرو ملتونو له خوا کتل شوي او د بشري حقونو لپاره د ډاکټرانو د نړیوالې ټولنې له خوا ثبت شوي دي
څیړونکو وویل چې د شاوخوا اوه زره طالب اسیرانومړي په دغو ‌‌‌‌‌‌ډله ییزو کبرونو کې شته دي چې په کانتنرونو کې وژل شوي وود لویدیځ رسنیو دغه جنایت د چلي هیواد د پخواني پوځی ډیکټاتوراګستوپېنوشې له جنایتونو سره پرتله کړ
په ۲۰۰۲ کال کې ما په مزارشریف کې د خبریالۍ دنده درلوده چې نړیوالو رسنیو ته مې د خبري پیښو راپورونه چمتو کول.عیني شاهدانو ماته وویل د طالبانو جنګیالي چې له دوستم سره د اسیرانو په توګه وو شمیريې له لس زرو څخه ډیر وو او دوی ډله ډله له منځه ویوړل. یوازې سلګونو تنه يې پریښول چې د شبرغان په زندان کې يې د بندي کولو امکان وو
داهغه وخت وو چې جنرال دوستم د امریکا ملاتړ درلود اود پښتون میشتو سیمو قومي مشران يې وګواښل که دده خبره ونه مني نو هرتاوتریخوالی ورسره کېدای شي، له وژل کېدو نیولې، تر بې پتۍ یا بې سترۍ او چور پورې تاوتریخوالی  به يې سرتیري ددوی په وړاندې ترسره کړي.
د طالبانو په تور د خلکو په وړاندې د جنګسالارانو ظلمونه
 په ۲۰۰۴ کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې ټاکنې وشوې او حامد کرزی د انتخابي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. دوستم هم ځان کاندید کړی وو خو بریالی نشو او له هغې روسته يې انتخابي دولت سره ستونزې پیدا شوې.
سرچینه پژواک خبري اژانس
دا ستونزې له هغې روسته پیدا شوې چې د جنرال دوستم  د ملیشو یومخکښ قومندان چې له سر پل څخه وو په قومندان عطا محمد نور د مزار د کنټرول پر سر وسله وال برید وکړ او ځواکونه يې تر دغه ښاره د کوډ او برق سیمې ته راورسیدل چې د مزار دروازه هم ورته وايي. عطا محمد نور خپلې موزې په پښو کړې او چورلکه يې راوغوښته چې له مزاره وتښتي.
قسیم فهیم چې هغه ددفاع وزیر وو راوړاندې شو او له دواړو خواوويې د خبرو غوښتنه وکړه. یو پلاوی په چټکۍ سره مزار ته راغی چې په هغه کې د کورنیو چارو وزیرعلي احمد جلالي هم وو. ددوستم او عطامحمد نور ترمنځ يې اوربند وکړ او ددوستم ځواکونه بیرته په شا لاړل. دا ترینګلتیا له هغې روسته پیدا شوه چې ښاغلي نور د مزارشریف له ولایتي ادارو څخه زیاتره ازبک توکمي او د جنبش د ډلې اړوند   کارمندان ګوښه کړل. په دې لړکې د دواړو ترمنځ دا روستۍ نښته نه وه بلکې د نښتو لړۍ تر فاریابه او سمنګانه ورسیده، او په دې وسله والو نښتو کې په لسګونو ملکي خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
له دې کړکیچ روسته عطامحمد نورد پښتنو په ملاتړ ودرید، په ځانګړي ډول د سمنګان اود بلخ ولایت خلک د ملیشو له تیریوڅخه یوڅه خوندي شول.
د ۲۰۰۴ کال ټاکنې او د انتخابي ولسمشر واکمني
حامد کرزی چې نوی انتخابي ولسمشر وو، د هغو رایو په بدل کې راغلی وو چې په سویل، ختیځ او لویدیځو ولایتونو کې نوي سلنه خلکو په ټاکنو کې ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړ او دودپاله کلیوالو خپلې ښځې پرېښودې چې رایه ورکړي خو ده د دوستم او محقیق د ملیشو له ظلمونو څخه د شمال د عامو خلکو د ژغورولو کومه تګلاره نه درلوده، ځکه خو حالات رو رو په بدلیدو شول چې افغان دولت او نړیوال ځواکونه یې بیا په قابو کولو کې پاتې راغلل. همدغه وخت موږ ولیدل چې په سویلي ولایتونو کې طالبانو بیا ځان راښکاره کړ.
دوی  بهرنیو او  افغان ځواکونو ته ګواښونه وکړل چې ارامه به یې پرېنږدي، بلې خوا د ایساف نړیوالو ځواکونو په ښارونو کې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکاوو چې په څو کلونو کې به په افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ شي او هیواد به عادي حالت ته وګرزي. خو ددوی دغه ژمنه تر ننه رښتیا نشوه.
په دغه وخت کې زموږ پام په ختیځو او لویدیځو برخو کې د بهرنیو عسکروعملیاتو او هوايي بمباریو ته واوښت چې کله به یې واده په نښه کړ او کله هم کلي او ګڼ میشتې سیمې، کله هم جومات او کله هم حجره، د ملکي خلکو وژل او زیانمنیدل پیل شول
د طالبانو او ناټو ترمنځ تبلیغاتي جګړه
طالبانو له دې حالت څخه پوره ګټه واخیسته او په کلیوالو سیمو کې یې د دولت او بهرنیو ځواکونو په ضد تبلیغاتي جګړه پیل کړه. بل پلو ته،  بهرنیو ځواکونو هم د طالبانو د تبلیغاتي جګړې په وړاندې په نوې ټیکنالوجې سمباله تبلیغاتي جګړه پیل کړه اوددې بهیر د پرمخ بیولو لپاره میلیونو ‌‌‌‌‌‌ډالر ولګیدل
خو طالبانو په لږو تخنیکي امکاناتو خپل پیغام هرې خوا رساووتردې چې غلچکیو بریدونو ته لاره هواره شي.
دولت او بهرنیو ځواکونو دا پوره نولس کاله د طالبانو خلاف له هیڅ ‌‌‌‌‌‌ډول پوځي عملیاتو څخه دریغ ونکړاو ۹۹ په سلو کې يې تمرکز پر جګړیز کمپاین ورټول وو خو کومه نتیجه یې ورنکړه.
پرته له دې چې سلګونو زره افغانان ووژل شي، او همدومره نور ټپیان او بې کوره شي بله لاسته راوړنه نلري تردې چې دوستم خپل زوی دوحې ته هغه چاته ننواتې ورلیږي چې اتلس کاله وړاندې ورسره اسیر وو او بیا یې امریکا ته وسپاره.
د لیلې دښتي  کم ساری جنایت 
ملانورالله نوري چې د زابل ولایت اوسیدونکی دی او د طالبانو د غورځنګ یو مخکښ او جیګپوړی غړی دی، د بلخ د والي په توګه يې دنده ترسره کوله چې په امریکا کې د سپټمبر د یولسمې پیښه وشوه.  د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې امریکا په افغانستان باندې پوځي یرغل وکړ چې په شمال کې یې جنرال دوستم، شورای نظار، محقیق او عطامحمد نور ملاتړ کاوو او په سویل کې يې د حامد کرزي ملاتړ درلوده. ملا نورالله نوري او ملا فضل د یوې هوکړې له مخې له لس زرو څخه ډیرو طالبانو په ملتیا له هغې روسته دوستم ته تسلیم شول چې په کندوز کې يې ځواکونه کلابند شول او پرته له تسلیمۍ يې بله لار نه درلوده. خودوستم پخپل قول وفا ونکړه او د ملا نوري په ګډون يې طالب مشران امریکا ته وسپارل او زیاتره جنګیالي یې په ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه توګه له منځه یوړل شول او مړي يې د لیلې په دښته کې په ډله ییزه توګه خښ کړل. 
د لیلې دښتې ډله ییز وژنه  په یو ویشتمه پیړۍ تر ګردو ستر بشري جنګي جنایت بلل کېږي چې په نړیواله کچه پرې کتابونه او رسالې لیکل شوي دي.  
اوس چې په دوحه کې د خبرو اترو انځور او بڼې ته ګورو، داسې ښکاري چې امریکا وار له مخه له طالبانو سره یوه هوکړه کړې ده خو مالومه نه ده چې ددې جزیات به څه وي. له هغو نښو نښانو چې هغه د طالبانو د غوښتنو عملي کیدل دي، سړی ویلی شي چې د کابل پلاوی هغسې ولیږل شو لکه څنګه چې طالبانو يې شرط ایښی وو. هغوی ویلي وو چې د اشرف غني له دولت سره خبرې نکوي، خو که ددولت غړي او سیاسي ډلې په شخصي توګه ورځي نو دوی به ورسره وګوري. اوس پوښتنه دلته ده چې دهغو زرګونو وژل شویو اسیرانو ملګرو په اړه به يې طالبان د سولې په خبرو کې څه وايي ؟  


Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟