Skip to main content

افغانستان او د رهبرۍ د کړکیچ زیانونه

لیکوال:  حنان حبیبزی

په ولله چې زموږ په هیواد کې هیڅ رهبر نشته دی، که رهبر یې درلودای زموږ په برخلیک به هغه څوک نه غږیدل چې دا اتلس کاله یې په افغانستان کې د افغان په وینو لوی تجارت وکړ.
کابل او د ارګ دوړه مارانو فکر کاوو چې هرڅه پرته له چورته ووايي خو له پایلو یې خبر نه وو، داسې فکر نکوي چې ددې پایلې موږ ته څه دي؟ ماچې به لیکنې کولې چې داسې مه وايي شعار بدل کړی، ماته به یې کنځلې کولې. 
ددوی دخپل نظر برعکس د پاکستان په تبلیغاتي سرچینه بدل شوي وو خو فکر یې کاوو چې دا نارې او سورې یې د هیواد په ګټه دي، کله چې پاکستان له طالبانو سره مرسته کوله، ایا د پاکستان موخه باندې تاسې نه پوهیدی پنځه ستوریزو بیسوادانو چې پاکستان دغه غواړي چې تاسې د هیواد په هره برخه کې د ترهګرو بریدونو پړه پرې واچوی، خو غښتلي خلک د پړې پر ځای داسې ځواب ورکوي چې د دښمن ادعا ته تبلیغات ونشي او هغه پرې پوهه هم نشي چې له کومې خوا ووهل شو.
نبیل ځانته د اسخباراتي چارو سر لښکر وايي خو په دې نه پوهیده چې د محرمو اسنادو د خپرولو پایله څه ده؟ په دې سره خو دې د افغانستان امنیت له خطر سره مخ کړ. 
کله چې تاسې په هره رسنۍ، په هر وینا او هره ټولنیزه پاڼه کې همدا نغاره ‌‌‌‌‌‌ډنګوله،  پاکستاني جنرالانو به له دې خوند اخیسته، هغه بهرنی پوځ چې د افغانستان دولت یو بې صلاحیته تش په نامه ګڼي. ددوی په اند ددې لپاره کارول کېږي چې خپل خلک ووژني. اوس چې پاکستان له امریکا څخه امتیازات او پیسې اخلي ددې ثبوت هغه متن دی چې په افغانستان کې د پاکستان د مخالفینو له خوا تولید شوی دی.
که داسې نه وو نو د 2004 کال له انتخاباتو وروسته هغه کسان ولې د طالب او ترهګرو په نامه یا ووژل شول او یا په زندانو کې شکنجه شول یا ترۍ تم شول چې رايي یې ورکړې وې؟ دې دولت ته او طالبانو ته دا افغان ولس دومره کم عقل او احمق ښکاري چې په رڼا ورځ یې په ‌‌‌‌‌‌ډله ییزه توګه وژني، کورنۍ یې له ماشومانو سره له منځه وړي او ژوند ته یې د توت هومره ارزښت نه ورکوي خو خلک هیڅ هم نشې کولای.
 له دې حالت څخه د افغانانو سیالان ګټه اخلي. تاسې وګوری چې څومره زموږ سیاستوال دبهرنیانو لاسپوڅي دي او د خپلو خلکو دښمنان دي، په وژنو یې چرت هم نه خرابوي خودخپل خدمت لپاره یې په یادیږي، او قصدا یې وژني چې خلک تابع کړي او په دې خلک وږي ساتي چې ددوی خدمت ته چمتو شي.
 هغه چې پیاله به یې هم چپه شوه وايي داد پاکستان کار دی او خپله ددنیا له عسکرو سره یوځای د کابل د ښار د امنیت د ټينګې نه دي او یوازې دودیز بیچاره کلیوالو ته ګواښونه جوړوي. 
داسې ریشخند حکومت چې يوازې دشپې له خوا په خواږه خوب کې ویدې ښځې او ماشومان وژني او په دې ‌‌‌‌‌‌ډول خلکو ته سزا ورکوي خو د هیواد د برخلیک پریکړې یې نور خلک کوي او بیا ځانته دولت وايي، اوس یې د خپل سیاست پایله ولیده چې هغه دی د افغانستان برخلیک عمران خان او ترمپ د یوې مالي معاملې له لارې ټاکي.
 شاشجاع ‌‌‌‌‌‌ډیر شرف درلوده خلکو ته به یې ویل چې مه يې پریږدی. ترمپ افغانانو ته ګواښ کوي چې افغانستان به په اوه ورځو کې له ځمکې پاک کړي او داسې څوک نشته دی چې هغه ته ځواب ووايي.له دې سره مې د اشرف غني هغه خبره راپه یاد شوه چې په 2009 کال کې یې ماته ویلې وه چې د ولسمشرۍکاندید وو. هغه په بمباردکې دفراه د خلکو د قتل عام په اړه ماته وویل “که زه د بمبار د قربانیانوطرفداري وکړم امریکا خپه کېږي. “

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...