داد امریکایانو مسولیت دی چې ډيپلوماټیک اداب مراعت کړي
داد امریکایانو مسولیت جوړیږي چې ډیپلوماټیک اداب مراعت کړي خو په داسې حال کې چې له باګرامه راوتلی نشي نو په افغانستان کې يې نولس کلنه لاسته راوړنه څه ده؟ په بګرام کې د ولسمشر اشرف غني او ترمپ ترمنځ د لیدنې په پلمه، تاسې ټول يې لوستلو ته رابولم. حنان حبیبزی زه که څه هم د ولسمشر اشرف غني په کارونو او تګلارو باندې نیوکې لرم خو زه فکر کوم چې دلته ترمپ د افغانستان تر ولسمشرۍ ماڼۍ نشي راتلی، داد افغانانو غلطي نه ده، دغه حالت خپله بهرنیو سرتیرو جوړ کړی دی، دا امریکايان او خارجیان دي چې د امریکا په مشرۍ يې افغانستان اشغال کړی دی. په دې کې پاتې راغلي دي چې خپل ولسمشر تر ارګه پورې بوځي او وښيي چې افغانستان ته درناوی لري، دی د افغانستان له حکومت سره له همغږۍ پرته راغلی دی او ډيپلوماټیک اداب يې په نظر کې نه دي نیولي چې دا کار د امریکایانو اخلاق ښيي. اشغالي اعمال امریکایان په دې عمل سره ښيي چې رښتیا افغانستان ازاد نه دی او ددوی له خوا اشغال شوی دی چې دا په یو ډول د افغان دولت دریځ ته زیان رسوي. ددې سره سره چې هیواد يې یرغمل کړی دی، نه يې امنیت نیولی شي او نه کوم م...