Skip to main content

داد امریکایانو مسولیت دی چې ډيپلوماټیک اداب مراعت کړي

داد امریکایانو مسولیت جوړیږي چې ډیپلوماټیک اداب مراعت کړي خو په داسې حال کې چې له باګرامه راوتلی نشي نو په افغانستان کې يې نولس کلنه لاسته راوړنه څه ده؟ په بګرام کې د ولسمشر اشرف غني او ترمپ ترمنځ د لیدنې په پلمه، تاسې ټول يې لوستلو ته رابولم. 
 
حنان حبیبزی 

زه که څه هم د ولسمشر اشرف غني په کارونو او تګلارو باندې نیوکې لرم خو زه فکر کوم چې دلته ترمپ د افغانستان تر ولسمشرۍ ماڼۍ نشي راتلی، داد افغانانو غلطي نه ده، دغه حالت خپله بهرنیو سرتیرو جوړ کړی دی، دا امریکايان او خارجیان دي چې د امریکا په مشرۍ يې افغانستان اشغال کړی دی. په دې کې پاتې راغلي دي چې خپل ولسمشر تر ارګه پورې بوځي او وښيي چې افغانستان ته درناوی لري، دی د افغانستان له حکومت سره له همغږۍ پرته راغلی دی او ډيپلوماټیک اداب يې په نظر کې نه دي نیولي چې دا کار د امریکایانو اخلاق ښيي.
اشغالي اعمال
امریکایان په دې عمل سره ښيي چې رښتیا افغانستان ازاد نه دی او ددوی له خوا اشغال شوی دی چې دا په یو ډول د افغان دولت دریځ ته زیان رسوي. ددې سره سره چې هیواد يې یرغمل کړی دی، نه يې امنیت نیولی شي او نه کوم مسولیت اخلي، خو ورځ تربلې امنیت خرابیږي ان تردې پورې چې امریکايي عسکر په دې کې پاتې راغلل چې ډیپلوماټیک بهیر بشپړ کړي.
 اونه افغانان پریږدي چې د خپل هیواد واګې په سمه توګه پرمخ بوځي اونه دوی کولی شي چې امنیت ټینګ کړي دا په داسې حال کې ده چې په لومړیو کلونو کې به دوی لافې وهلې چې د امریکا په مشرۍ بهرنی عسکر ددې لپاره راغلي چې افغانستان جوړ کړي او امن پکې راولي.
په ارګ کې کرزي او بش کتنه
د کرزي او بش یو ویډیو ددې دلیل دی چې په لومړیو کلونو کې افغانستان ښه وو، وضعیت ارام وو چې بش ان ارګ ته ورغی او کرزي يې هرکلی وکړ، خو دادی له اتلس نولس کلونو روسته افغانستان دې حال ته رسیدلی دی چې امریکايي عسکر له بګرام څخه بهر وتلی نشي، که ځي هم، یابه په الوتکو کې ځي، یابه افغان ځواکونو ددوی امنیت نیولی وي په داسې حال کې چې له نولس کلونو روسته باید هیواد د هانګ کانګ په څير په نړیوال سوداګریز مرکز بدل شوی وای.
افغانانو لاسته په دې اتلس کلونو کې ولې پوره واګې ورنغلې؟
امنیتي وضعه خرابه شوه او طالبانو وکولای شول وضعیت دومره خراب کړي چې امریکا مجبوره شوه چې ورسره خبرې وکړي. هغه څه وو چې ارګ يې ګوښه کړ، یا یو څو ګاونډیو هیوادونو اوس د افغانستان په برخلیک کې له امریکا سره غږیږي او افغان دولت په هیڅ کوم مجلس کې نړیوال ډيپلوماټیک شتون نلري. په دې څو کلونو کې دولت څه تګلاره غوره کړې وای چې کنټرول يې له لاسه نه وای وتلی. په امنیتي تړون کې خارجیانو ته د کنټرول ورکړه یوه ستره دفاعی تیروتنه وه چې ولسمشر اشرف غني وکړه، ده باید ددوی فعالیت په هغه تړون کې محدود کړی وای او د وتلو نیټه يې ورسره مالومه کړې وای.
دافغان دولت څو تیروتنې
دافغان دولت د فیسبوکي او تلویروني، رادیوي او د اخباري پروپاګند متن او وینا او لهجه د افغانستان، دولت او خلکو په ضد وه او لاهم روان دی. تراوسه پورې دغه مبلیغین نه پوهیږي چې د افغانستان ګټې په څه کې دي؟ ایا د افغانستان ګټې په تش لاس او تش جیب له ګاونډیو هیوادونو سره د سرپه بندولو کې دی که په سیاسي پوهنه اودملي ګټو پربنسټ ولاړ یو پلان باندې دي چې څه وایم او څه کوم، ددې عواقب به خپله تاته او هیواد ته څه وي؟
دریمه مساله د افغان دولت پوځي او تبلیغاتي تګلاره ده، او دا خبره پکې بالکل سمه ده چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه کوي خو دغه لاسوهنه باید څه ډول وویل شي، په دې باندې باید فکر وشي چې له کومو الفاظو څخه کار واخیستل شي چې مقابل لوری ترې ګټه وانخلي. د امریکا له یرغل روسته ترننه پورې د ارګ دا شاهدي چې په افغانستان کې پاکستان پراخه مداخله کوي ان د هیواد په شمال کې يې نا امني د پاکستان کار باله. دغه ویناوې یا متنونه نړیوالې ټولنې ته داپوښتنه مخې ته کېښوده چې دافغانستان د کشالي پرسرله ارګ سره وغږیږي، که اسلام اباد سره؟ هغه وخت چې خپله افغان حکومت هرهغه افغان د پاکستان جاسوس بولي چې په دولت کې په فساد او ناقانونه کړنو نیوکه کوي.اوس هم، همداسې کېږي. خوددې له عواقبو څخه بې خبره دي چې پاکستان له دې ډول ویناوو څخه څه ګټه اخلي.
د ارګ تبلیغاتي کمپاین لکه پخپل ځان عریضه
نن چې ارګ شکایت کوي چې امریکا ولې له پاکستان سره د افغان مسالې په حل کې د افغان دولت له شتون پرته خبرې کوي لامل يې دادی چې خپله ارګ په دې میلیونونو افغانۍ لګوي چې د پاکستان لاسوهنه په افغانستان کې پراخه وښوول شي چې د طالبانو په ضد کرکه پراخه کړي اوپه دې توګه شاهدي ورکوي چې په افغانستان کې د پاکستان پراخ کنټرولد کابل دولت څومره کمزوری کړی دی. ما خپله په رسنیو کې د پروپاګند په شننه کې ماستري کړې چې په هغې کې ما لوستلي دي چې هیڅ هیواد د ګاونډي هیواد پټو او برالا لاسوهنو ته پخپلو ویناوو کې ځای ورنکړي بلکې د استخباراتي تګلارو برخه يې وګرځوي بلکې د دولت د تبلیغاتو تمرکز باید دنننه په هماغه هیواد کې نا ارامیو ته وي او د خپلو ویناوو مضمون يې وګرځوي. ښه بیلګه يې زموږ هر ګاونډی هیواد دی چې زموږ د هیواد په ضد څه ډول استخباراتي او رسنیزې تګلارې جوړوي. د بیلګې په توګه ټوله نړۍ وايي چې په پاکستان کې ترهګر روزل کېږي خو پاکستان وايي چې په هیواد کې يې هیڅ ترهګر نشته دی، ددې ګټه پاکستان ته څه ده؟ هغه داده چې د پاکستان حکومت دداسې یو قوت په توګه پخپله ټولنه کې انځوریږي چې بشپړ کنټرول لري اود هیواد ولکه يې په لاس کې ده. خوزموږ په لاس کې چې ټول هیواد وو او د پنځه څلویښت هیوادونو سیاسي، مطبوعاتي، پوځي اقتصادي مرستې هم راسره وې خو بیا موهم خپله شاهدي ورکوله چې زموږ په هیواد کې ترهګر دي او دا ترهګر ټولې نړۍ ته خطر دي، خو دېته نه ګورو چې ددې خبرې پایله به زموږ هیواد ته څه وي؟ همدا نن هم دولت ادعا لري چې په افغانستان کې ترهګر شتون لري اوددې لپاره نه یوازې خپل عام هیوادوال له منځه وړي، بلکې نړیوالې ټولنې ته دلایل په لاس ورکوي چې د ارګ کنټرول محدود کړي، ځکه، ترنولس کلونو روسته حالات ورځ تربلې بدیږي او د جنایتونو لاس هرې خوا اوږد دی.
د تبلغاتي کمپاین د تګلارط په جوړونه کې د تاریخ ونډه
کله چې تاسې یوه تګلاره جوړوی، لومړی شی چې باید په پام کې ونیسی تاریخ ته مراجعه ده، هغه تاریخ ته چې مخکښو ښکیلو هیوادونو د جګړو اواشغالونو پرمهال پریښی دی. لکه د امریکا د ویتنام جګړه. دغلته د ویتنام په تاریخ کې دا ولولی چې هغه وخت د واشنګټن استخباراتي تګلارې څه وې؟ او په ویتنام کې دننه حالت څنګه وو؟ یا په اویایمو کلونو کې دکیوبا په ضد د امریکا پوځي او استخباراتي تګلارې وګوری، او بیا د افغانستان او مسکو، د افغانستان او چین ترمنځ واټن ته وګوری، هغه څه چې شوروي اتحاد په کیوبا کې په بریالیتوب سره جوړ کړي وو، امریکا لګیا ده افغانستان کاروي، د منځنۍ اسیا هیوادونه، چین او روسیه په پام کې دي، نو تاسو ته به څرګنده شي چې په سیمه کې څه روان دي. دومه خبره دمالوماتو د لیږدرالیږد په بله وینا د پروپاګند مطلب باید د خلکو تیرویستل او د بهرنیانو د جنایتونو توجه کول نه وي بلکې د رښتیاوو ویل وي، په دغسې حالت کې چې زموږ هیواد تیکه او پارچه دی د مالوماتو ناسمه ورکړه د حالاتو له خرابولو سره مرسته کوي،او حکومت له حل لارې سره په مخالفت کې غورځوي. ښه مثال يې ارګ دی چې نه یوازې د افغانستان د راتلونکي په اړه په ناستو او غونډو کې نه پوښتل کېږي بلکې ورځ تربلې يې ونډه کمزورې کېږي. داشی ددې لامل ګرځي چې ارګ په جګړې ټینګار وکړي چې د خارجیانو پام ور واوړي. لکه اوس چې افغان دولت پکې ښکیل دی چې نه انتخابات انتخابات شول او نه سوله سوله شوه، اودادی مخکښ نړیوال ملګري چې ارګ پرې ډډه وهي د افغان دولت په وړاندې له ډيپلوماټیکو ادابو څخه ډډه کوي.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...