رسنۍ د افغانستان د فاسدې ادارې په خدمت کې

مخکښې نړیوالې رسنۍ د افغانستان حقایق رسنۍ د افغانستان د فاسدې ادارې په خدمت کې
پټوي او فاسد او د کلابند حکومت د مسلکي انتقادونو لاندې نه راولي چې کومې نیمګړتیاوې وې او په دې توګه فساد ملاتړ کوي، 

د کلیوالو افغانانو استازولي په رسنیو کې ډيره کمه ده یا په نشت حساب ده، هغه کلیوال چې په جګړې کې قرباني ورکوي. د بیلګې په توګه کله چې په هوای بریدونو کې ملکي خلک په نښه شي نو حکومت او نړیوال د کره مالوماتو د نه ورکولو له کبله رسنۍ په دې مجبوروي چې نیمګړي مالومات خپاره کړي او حقایق پټ پاتې شي. 
هغه افغاني خبریالان یا ژباړونکي چې هر یو یې له یو سیاسي اقتصادي کولتوري ډلې سره تړلی او رسنیو ته مطالب ناسم ژباړي او ځینې له قصده ناسم مالومات ورکوي چې د دولتي فساد باندې پردې اچوي.
یو شمیر نورې رسنۍ ښه ګوري چې هره ورځ ملکي خلک په چاودنو، بمباریو او شپینیو عملیاتو کې وژل کېږي، ماشومان او ښځې خو دوی یوازې د یو طرف زیانونه رپورټوي او د بل طرف زیانونه یا نه راپورټوي او یايی د ترهګرو په نامه تیروي. په تیرو اتلس کلونو کې د خبرونو یوه اړخیزو (د یوطرف په ویناوو استناد کول) رسنیزو راپورونو د ناسمو مالوماتو د ورکړې له کبله د افغانستان په اړه ډیری حقایق ناڅرګند پرېښوول، د بیلګې په توګه په امریکايي او دولتي بریدونو کې د زیانمنو شویو خلکو اواز نه دی پورته شوی او پوره توګه يې د عدالت لپاره چیغه نه ده بدرګه شوې. خو که ښارونو کې د طالبانو له خوا کوم برید شوی دی نو هغې ته ډير پراخ پوښښ وکرل شوی دی. 

د غني او قیصاري ورته والی

د ۲۰۱۹ کال د نومبر په میاشت کې، د طلوع په مرکه کې اشرف غني د سوالونو له دوه  ډوله بڼو سره مخامخ شو.
  که موږ د مرکې همدا برخه یوازې تحلیل کړو او د اشاروي ژبې له تیوري کار واخلو چې دا راته اسانه کړي چې ورباندې رڼا واچوو نو تاسو ته به مالومه شي چې خپله ولسمشر تر اوسه د خپل هیواد وضعیت د خرابیدو پړه په کلیوالو پښتنو اچوي. د بیلګې په توګه کله چې دی د کابل پر هوټل په برید رڼا اچوي نو هغه زیانمن شوي هیوادوال ته په پوره عاطفې سره ځواب ورکوي، خو کله چې د زرمت د پیښې په اړه پوښتنه کېږي او یو سړی د خلکو له منځه ددې پیښې له عاملینو څخه د پلټنو غوښتنه کوي نو ښاغلی ولسمشرپه ښارونو کې د بریدونو ټوله پړه د زرمت په اړه د پوښتونکي سړي په وږو وراچوي او قهرجنه لهجه ترې پوښتنه کوي چې په هوټل باندې برید چا کړی دی، له کوم ځایه دا بریدونه کېږي؟ په ځای ددې چې هغه ته ځواب ورکړي داسې چلند ورسره کوي لکه زرمت او دغه پوښتنه کونکی چې د افغان برخه نه وي. بیاچې کله د طلوع ویاند ترې پوښتنه کوي چې په زرمت کې دغه کسان چې د یوې کورنۍ خلک وو ملي امنیت کسان ورځي، هغوی لومړی راباسي، لاسونه یې تړي بیايی په مغزي باندې ماشیندار سره ضربه کوي وژني یې. ایا تاسې ددې مسولیت اخلی؟ نو اشرف غني وايی چې عسکر د ملي امنیت کسان وو او دی ددې پیښې مسولیت مني په څومره سپین سترګتوب داخبره کوي، له یوې خوایی د زرمت په اړه پوښتونکی تهدید کړ او له بلې خوایی ددې قتل عام مسولیت واخیست، نو ستا او د قیصاري ترمنځ توپیر څه دی؟


په زړه پورې او خبري ټکو له پامه غورځول

وحشت دومره پراخ دی چې دا تش په نامه امریکايی اکادیمک ته د یوې کورنۍ قتل عام چې ډیری يې د پوهنتون زده کونکي وو او په وړاندې یې بیعدالتي یوه عادي خبره بریښي او په ویاړ سره اعلان کوي چې دی یې مسولیت اخلي ، نو کله چې پوهه شوې دا ملکي خلک وو او مسولیت هم تا ومانه نو نور څه کوې چې په ارګ کې پاتې کېدل غواړې ، که ته نارینه افغان وايی تابه استعفا ورکړې وه او ځان به دې ملامت بللی وو او له ولس څخه به دې بښنه غوښتې وه، ایاتاته اساسي قانون وايی چې بې ګنا هیوادوال ووژنه ، که ته خپله وژنې؟ له یوې خوا قانون یادوې له بلې خوا خپله خلک وژنې . کله چې ته د هوټل خبره په  زرمتیانو اچوې ایا څو ورځې تا د هو ټل د برید ځای په په امنیتي کمربندونو په نښه کړی چې جنايی څانګه ورباندې تحقیق وکړي، ایا تا دا په ثبوت ورسوله چې رښتیا دا ځانمرګی وو؟
ولې دومره ژر پړه اچوې او پیښې په  ځای کې مسلکي پلټنه له پامه غورځوی؟ نړیوالې رسنۍ دغه پوښتنې نه راپورته کوي بلکې داسې راپورونو جوړوي چې مخاطبان یې په دې حالت کې راضي وساتي.

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟