Posts

Showing posts from June, 2025

د یو باچا د زړه خبره: ستاسې مینه زما قوت دی

Image
لیکنه: حنان حبیبزی د کندهار د هسک څنډې شفافې دي ، د پسرلي وږمې له شنو باغونو څخه تېرېږي. د یوه نومیالی، ښکلي، او نظم لرونکي باچا څېره راښکاره کېږي چې له برم ډکه ده، پر یو سور اس چې تندی یې سپین دی سپور دی. پر سر یې د باچايي تاج ځلېږي، توره یې د مټ لاندې ځوړنده ده، خو سترګې یې له زړورتیا، لید او مهربانۍ ډکې دي او د سترګو ژبه یې د سولې، رحم، او زغم ترنم پیغام لبږدوي.  ښکاري چې باچا ډیر ډاډه دی،  مټ یې افغان جنګیالیو لاپسې غښتلی کړی دی، دده ترشا د زرګونو کسانو وفاداره ډله ولاړه ده، بیرغونه یې پورته کړي، او سترګې یې په باچا باندې ښخې دي ګویا د هغه امر ته انتظار دي، په فضا کې د وطن د مینې، زړورتیا، او یووالي وږم احساسیږي. باچا پوځ ته مخامخ ودریده، او د حمد او درود په ویلو یې پیل وکړ. باچا د ولاړو خلکو سترګې له نظره تیرې کړې داسې چې لکه ټولو ته د مبنې پیغام لري، د هرې سترګې شاته یې یو تاریخ ولید، یو درد، یوه هیله، او یو ټینګ قسم خوړلی پولادي ځواک. دی لږ موسکی شو، دا موسکا له هرې وینا ژوره وه، داد خلکو  د دردونو په ټپونو د مرهم پټۍ وه، بیایې وویل:  “زه ستاسې خدمتګار یم،” دا...

د نثر لیکلو هنر او انځوریزه لیکنه: د سوله‌مل له کیسې څخه راوتلی سبق

Image
لیکوال: حنان حبیبزی زه د خپل وطن د لیکوالو او څېړونکو لیکنې د زړه له تله لولم، ځکه دا لیکنې یوازې پر کاغذ لیکل شوې خبرې نه دي بلکې د ژوند له ژورو زخمو، له تجربو، د خلکو له دردونو، او د وخت له نه هېریدونکو شیبو سره تړلي بیانونه دي. داسې بیانونه چې تا د کلماتو له لارې د چاپیریال منځته بیايي، لکه ذهن چې دې ورسره یو ځای ګوښه کېږي. د سوله‌مل شینواري کیسې داسې دي لکه له ده سره ته پخپله د کلی په یوه کونج کې، د ونو د سیوري لاندې ناست یې، ډډه دې لګولې، د چایو تاوو سترګو ته خېژي، او سوله‌مل درته ولاړ دی د ژوند او کار کړاونو وهلی تجربه لرونکی کلیوال لاسونه يې ترشا نیولی، د خلکو د حالاتو اود تیرو او روانو چارو کیسې درته انځوروي. په دې توګه هغه یوازې د خبرو راټولوونکی نه دی بلکې د خلکو د کړاونو، ژوند او ناخوالو او تجربو ژباړونکی دی. هغه د حالاتو انځور داسې کاږي چې ته فکر کوې، دا پېښه دې پخپله لیدلې ده، یا ښايي ستا پر ژوند هم تیره شوې وي. ما څو ورځې مخکې دده یوه کیسه ولوسته. یوه صحنه یې ډيره ژوره انځور کړې وه. زوی له پلار سره د یوې لویې شرمناکې کړنې له امله مخامخ وو. د پلار چیغه، د سترګو سوروالی، د ...