د نثر لیکلو هنر او انځوریزه لیکنه: د سوله‌مل له کیسې څخه راوتلی سبق

May be an image of ‎1 person and ‎text that says "‎" كره وينا چپ كله خلك په خبره سره پوه نشي استاد اسدالله اسد الله غضنفر بدكوماني او تفرقه پکي ييدا كيري. " hananhabibzai.com @hhabibzail hananhabilbzai.com|@hhabibzai‎"‎‎

لیکوال: حنان حبیبزی
زه د خپل وطن د لیکوالو او څېړونکو لیکنې د زړه له تله لولم، ځکه دا لیکنې یوازې پر کاغذ لیکل شوې خبرې نه دي بلکې د ژوند له ژورو زخمو، له تجربو، د خلکو له دردونو، او د وخت له نه هېریدونکو شیبو سره تړلي بیانونه دي. داسې بیانونه چې تا د کلماتو له لارې د چاپیریال منځته بیايي، لکه ذهن چې دې ورسره یو ځای ګوښه کېږي.
د سوله‌مل شینواري کیسې داسې دي لکه له ده سره ته پخپله د کلی په یوه کونج کې، د ونو د سیوري لاندې ناست یې، ډډه دې لګولې، د چایو تاوو سترګو ته خېژي، او سوله‌مل درته ولاړ دی د ژوند او کار کړاونو وهلی تجربه لرونکی کلیوال لاسونه يې ترشا نیولی، د خلکو د حالاتو اود تیرو او روانو چارو کیسې درته انځوروي. په دې توګه هغه یوازې د خبرو راټولوونکی نه دی بلکې د خلکو د کړاونو، ژوند او ناخوالو او تجربو ژباړونکی دی. هغه د حالاتو انځور داسې کاږي چې ته فکر کوې، دا پېښه دې پخپله لیدلې ده، یا ښايي ستا پر ژوند هم تیره شوې وي.
ما څو ورځې مخکې دده یوه کیسه ولوسته. یوه صحنه یې ډيره ژوره انځور کړې وه. زوی له پلار سره د یوې لویې شرمناکې کړنې له امله مخامخ وو. د پلار چیغه، د سترګو سوروالی، د ژامو رېږد، د تندي پر څنډه د خولو رېز، او د زوی سپین سترګي، دا ټول داسې کره، روښانه او ژور انځور شوي وو، ته به وایې فلم دی، بلکې له هغه ورهاخوا ژوندی حقیقت دې لوستلی دی. دا یوازې یوه “صحنه” نه وه، داد انسان د ننګ او ویاړ ټکان ورکونکی انځور وه. همدا د انځوریز بیان قوت راښيي.
په رسنیز راپور کې ډېری وخت خبریال وايي:
“ما له فلاني چارواکي سره مرکه وکړه، وېویل…”
خو موږ پوهېږو چې دا “وېویل” یوه سړه، سوکه، بې‌روحه جمله ده.
چېرته ده فضا؟ چارواکی چېرته ناست وو؟ په کومو جامو کې وو؟ د خبرو پر وخت‌یې د لاسونو خوځیدل څنګه وو؟ سترګو‌یې تاته کتل که بل لور ته؟ غږ یې ورو و که لوړ؟ شاوخوا خلک وو؟ یا یوازې وو؟ د تندي چین یې، د مخ بڼه یې، د دسمال څنډه‌یې څومره رنګه وه؟
دا ټول هغه انځورونه دي چې له یو راپور څخه انځوریز اثر جوړوي.د سوله‌مل کیسې دا ټول لري. هلته که یو وزیر خبرې کوي، نو یوازې غږ یې نه راځي، بلکې تندی‌یې هم ښکاري، څوکۍ یې هم تر څنګ انځورېږي، د خبرو له ټون څخه یې د نیت رنګ څرګندېږي. همدا هغه قوت دی چې د سوله‌مل کیسې له یو “روایت” څخه یو “ژوندی انځور” جوړوي.
استاد اسدالله غضنفر بیا موږ ته دا را ښيي چې نثر یواځې فکر نه دی، بلکې د فکر د وړاندې کولو ښکلی هنر هم دی. هغه لیکوال ته وايي:
“که دې کلام زړه ونه نیسي، سترګې به نه پرې تمېږي.”
غضنفر وایي، نثر باید له پېله تر پایه، د موضوع جوړښت، ژبنی تسلسل، د بیان لوړوالی او د هنري ژبې خوږوالی ولري. د نثر یوه جمله باید د ذهن لاره نه یوازې پرانیزي، بلکې د زړه پر دروازه هم ورو ورننوځي.
کله چې د سوله‌مل ژور انځور، او د غضنفر فکري انضباط سره یو شي، نو لیکوال به څوک وي؟ هغه چې د زړه انځور، د مغز پر کاغذ ولیکي.
نو لیکوالۍ ته د ژبې ترڅنګ انځور پکار دی، که لیکنه یوازې مالومات وي، نو شاید ولوستل شي، خو یاد به پاتې نشي، نه به اغېز ولري.
خو که لیکنه یو انځور وي، ته به وینې چې نه یوازې لوستل کېږي، بلکې ژوند به ورسره کېږي.
زما لیک که ته داسې ولولې چې ته پکې شته یې، ته یې اورې، وینې، احساسوې، نو دا لیک به د ذهن یو زوږ نه، بلکې د زړه یوه تجربه شي، د بیلګې په توګه:
زه دا لیک نه یوازې درته لیکم،
بلکې زه دې وینم، ستا څېره، ستا شونډې، ستا سترګې، لکه هغه ورځ چې یو ځای ناست وو، خو اوس نه پوهېږم ته څنګه یې، ځکه ډېر وخت شو، ستا احوال ته سترګې پر لاره یم.
دا هغه ژبه ده چې یوازې دا نه وايي:
“زه ښه یم، ته څنګه یې؟”
بلکې وایي:
“ستا د سترګو انعکاس لا هم زما د یاد پر کړکۍ سیوری اچولی دی.”
موږ که خبریالان یو، که لیکوالان، که څېړونکي، باید دا ومنو چې د پیغام رسونه یوازې په خبرو نه بلکې له زړه، له فکر، او له انځوریز بیان سره کېږي. سوله‌مل شینواری موږ ته انځور راښيي، غضنفر موږ ته جوړښت راښيي،

او زموږ رسنیز او ادبي مسؤلیت دادی چې دواړه سره وتړو، او داسې لیکنه وکړو چې نه یوازې ووایي بلکې وښيي، حس شي او اغېز پرېږدي. همداسې لیکنه، یو ژوند بدلولی شي. 

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟