د یو باچا د زړه خبره: ستاسې مینه زما قوت دی
لیکنه: حنان حبیبزی
د کندهار د هسک څنډې شفافې دي ، د پسرلي وږمې له شنو باغونو څخه تېرېږي. د یوه نومیالی، ښکلي، او نظم لرونکي باچا څېره راښکاره کېږي چې له برم ډکه ده، پر یو سور اس چې تندی یې سپین دی سپور دی. پر سر یې د باچايي تاج ځلېږي، توره یې د مټ لاندې ځوړنده ده، خو سترګې یې له زړورتیا، لید او مهربانۍ ډکې دي او د سترګو ژبه یې د سولې، رحم، او زغم ترنم پیغام لبږدوي.
ښکاري چې باچا ډیر ډاډه دی، مټ یې افغان جنګیالیو لاپسې غښتلی کړی دی، دده ترشا د زرګونو کسانو وفاداره ډله ولاړه ده، بیرغونه یې پورته کړي، او سترګې یې په باچا باندې ښخې دي ګویا د هغه امر ته انتظار دي، په فضا کې د وطن د مینې، زړورتیا، او یووالي وږم احساسیږي. باچا پوځ ته مخامخ ودریده، او د حمد او درود په ویلو یې پیل وکړ.
باچا د ولاړو خلکو سترګې له نظره تیرې کړې داسې چې لکه ټولو ته د مبنې پیغام لري، د هرې سترګې شاته یې یو تاریخ ولید، یو درد، یوه هیله، او یو ټینګ قسم خوړلی پولادي ځواک. دی لږ موسکی شو، دا موسکا له هرې وینا ژوره وه، داد خلکو د دردونو په ټپونو د مرهم پټۍ وه، بیایې وویل:
“زه ستاسې خدمتګار یم،” دا خبره یې د زړه له تله وکړه. “زما تاج تاسې یاست، زما ځواک ستاسې مینه ده.”
هغوی چیغې ووهلې، “الله اکبر،
“ژوندی دې وي افغانستان!”
دده ملګري، د افغان جنګیالیو یوه غښتلې ډله ولاړه وه، چې مخونهیې روښانه، سترګېیې له ډاډ ډکې، او احساس یې له وطن سره تړلی وو. هر یو یې لکه غر چې د پردیو د یرغل پر وړاندې ولاړ وي. بېرغونهیې پورته نیولي وو، دا بېرغونه یوازې ټوکر نه وو، داد تاریخ پاڼې وې، د قربانیو سندرې وې، د درنښت او آزادۍ لاسلیکونه وو.
باچا ډیر په عاجزۍ او ورو د خلکو تر منځ تېرېده، نه لکه یو پاچا چې له رعیت څخه د تعظیم تمه لري بلکې لکه یو پلار چې خپل اولادونه تر نظر تېروي. خلک چوپه خوله وو، خو د زړونو درزا یې داسې وه، لکه یو ترنم چې له احساساتو څخه ډک وي. د هوا وږم او ښکلا لکه د وطن نغمه، او ددې نغمې سرچینه همدا په سوروږمه اس سپور باچا وو، دا احمد شاه بابا وو، د زړونو فاتح.
Comments
Post a Comment