Skip to main content

فزیک د ژوند د حرکت او پرمختګ بنسټ



لیکنه: حنان حبیبزی 

فزیک د پنځ یا طبیعت د رښتیاوو حقیقت ژبه ده؛ دا علم موږ ته ښيي چې نړۍ څنګه کار کوي، څرنګه انرژي بدلېږي، او ولې هر څه په یوه نظم او توازن روان دي. له هغه وخته چې انسان د لمریزې رڼا، باد، او جاذبې په ښکارندو یا پدیدو پوه شو، د فزیک وموندل شو، خو فزیک له هغه وخته شته وو چې له کوم وخت الله تعالی دا کاینات جوړ کړل. فزیک نه یوازې د طبیعي قوانینو د درک وسیله ده بلکې د بشري ژوند د پرمختګ تر ټولو مهم بنسټيز توکی ګڼل کېږي.

په ورځني ژوند کې فزیک له موږ سره هره شېبه ملګری دی. کله چې موږ تګ کوو، خبرې کوو، یا یو شی پورته کوو، د فزیک د حرکت، ځواک، او انرژۍ ارونه یا اصول په کار اچول کېږي په بله وینا په عمل کې راځي. د برېښنا څراغ، ګرځنده ټلیفون، ګاډی، الوتکه، راډیو او ټلویزیون، دا ټول د فزیک د اصولو پایلې دي، ان د روغتیا په برخه کې د ایکسرې، MRI، او لېزر درملنې ټکنالوژي د فزیک له علم څخه سرچینه اخلي. فزیک د ژوند عملي بڼه ده ځکه چې پرته له فزیکي پوهې، انساني ژوند د تیارو په څېر لنډ ګنډ یا محدود پاتې شي.

فزیک د بشري تمدن د هر نوي پړاو خوځاند یا محرک ځواک دی. د صنعتي انقلاب له بخاري ماشینونو نیولې، د برېښنا، الکترون، اتوم، او تر فضایي سفرونو پورې، هره لاسته‌راوړنه د فزیک له علم سره تړاو لري. نن ورځ د فزیک په مټ موږ کولای شو په ثانیو کې له یوې وچې څخه بلې خپل غږ ورسو، او له یوچاسره خبرې وکړو، د باد انرژي په برښنا بدله کړو، د لمر انرژي په برېښنا بدله کړو، او د کایناتو ژورتیا وڅېړو. فزیک موږ ته دا وړتیا راکړې چې پنځ یا طبیعت نه یوازې وپېژنو بلکې له هغه سره د هوښیار چلند یا تعامل لارې هم زده کړو.

 فزیک د ژوند د دوام، پرمختګ او پوهې ریښه ده. دا علم موږ ته دا درک راکوي چې نړۍ په تصادفي توګه نه ده رامنځته شوې بلکې په دقیق نظم او توازن ولاړه ده. د فزیکپوهنې له لارې انسان کولای شي د الله جل جلاله د مخلوقاتو عجیبې بیلګې او پیچلتیاوې او پراخوالی درک کړي ځکه د فزیک هر قانون د الهی حکمت یو نښه ده. فزیک موږ ته زده کوي چې علم یوازې د پوهې لپاره نه بلکې د انساني ژوند د ښه والي لپاره یو الهي امانت دی. 

فزیک د الله تعالی یو لوی نعمت دی، له موږ سره د ژوند په پرمخ بیولو کې مرسته کوي. فزیک هغه مهال الله تعالی له خوا جوړ او په کایناتو کې کېښوول شو چې کله الله تعالی دغه کاینات جوړ کړل. خپله د اسمانونو او ځمکې او څه چې پکې دي فزیکي عناصر دي. د وریځو خوزښت، د لمر تاوو یا ګرمي، باد، د انسان حرکت، خبرې، د ګاډو یا موټرو، الوتکو، څارویو، انټرنیت او ټیکنالوژۍ، دا ټولې د فزیکي ځانګړنو څخه برخمنې او د فزیکي ځانګړنو له کبله کړنې ترسره کوي. او فزبک د نړۍ په پرمختیایي چارو کې ډیره ونډه لري. 

موږ په افغانستان کې فزیک ته اړتیا لرو چې پرمختګونو وهڅوو. که موږ په عصري زده کړو باندې بندیزونه ولګوو، هیڅکله به افغانستان مخته ګام اخیستلی ونشي، او له پرمختګ څخه به بې برخې پاتې شي، او له بیوزلۍ څخه به ونه وځي. 


Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...