لیکنه: حنان حبیبزی
د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916).
چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درېګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955).
رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیلې دي. رسنۍ، "ادبیات، فېشن، ورځني شیان او حتی خواړه د ماناو د تولید او خپرېدو سیسټمونه جوړوي" (Barthes, 1972).
په معاصر پړاو کې حنان حبیبزی د «د نښپوهنې خوځنده دوامداره تعامل» (CDSI) نظریه وړاندې کړې چې د مانا د تولید مرکز د انسان، نښې، ټکنالوژۍ او کلتور ګډ تعامل ته اړوي. په CDSI کې "ابهام ستونزه نه ده، بلکې د نوښت، ژور فکر، همکارۍ او لا ژورې ماناسازۍ سرچینه ده. په دې لید کې مانا په دوامداره توګه بدلېږي، له سیاق سره اوړي، او د ګډو انساني اړیکو په بستر کې رامنځته کېږي" (Habibzai, 2024).
References (APA Style)
Barthes, R. (1972). Mythologies. London: Paladin Press.
Habibzai, H. (2024). The Continuum of Dynamic Semiotic Interaction: Meaning-Making in a Digital Age. London: Academic Press.
Peirce, C. S. (1955). Philosophical Writings of Peirce (J. Buchler, Ed.). New York: Dover.
Saussure, F. de. (1916). Course in General Linguistics. Paris: Payot.

Comments
Post a Comment