Skip to main content

مېرمن مېړه ته: زه غواړم خپل انځور فیسبوک ته پورته کړم

https://hananhabibzai.com

له عربي څخه پښتو ته ژباړل شوی متن

 لیکوال يې ناڅرګند دی

مېرمن: ګرانه، زه غواړم خپل انځور په فیسبوک کې پورته کړم. او حجاب مې هم وي. خو ستا له اجازې وروسته.
ستا نظر څه دی؟

مېړه: هیڅ امکان نلري! زه به هېڅکله دا ونه منم.

مېرمن: نه!!! ولې نه؟
ته ډېر سخت دریځه یې! او بښنه غواړم، خو ته ډېر محدود فکر لرې!
په واټونو کې خلک ما د حجاب سره ویني، او زما انځور چې پورته کوم، هغه هم د حجاب سره دی. خلک به ما په سړک کې یا فیسبوک کې ویني. توپیر یې څه دی؟

مېړه: زه به درته توپیر واضح کړم، ګرانې. خو لومړی باید زما پوښتنو ته ځواب ورکړې.

مېرمن: سمه ده، حاضره یم، ګرانه.

مېړه: که ته سوپرمارکېټ ته لاړه شې، او د هټۍ څښتن دې هر حرکت وڅاري. ستا احساس به څه وي؟

مېرمن: بېشکه، ډېره به خوابدې شم، او وایم به چې هغه بې ادبه او بې تربيه دی.

مېړه: ښه. که فرض کړو زه هم درسره یم، او دا هر څه مې ولیدل، خو هېڅ غبرګون مې ونه ښود، هېڅ پروا مې پرې ونکړه؟ 

مېرمن: خامخا به حیرانه شم او ډېره به خوابدې شم.

مېړه: که فرض کړو د سوپرمارکېټ څښتن يې سترګې ښکته کړې، او ددې وېرې له امله يې ونه کتل چې خلک به یې بداخلاقه وبولي، خو ته بیا خپل انځور په ساده ډول پورته کړې، او دا اجازه ورته ورکړې چې په ټولنیزو رسنیو کې دې انځور ته هر وخت وګوري، په داسې حال کې چې په دغه وخت کې خلک هغه نه ویني. ته دا چلند څه ډول توجیه کوې؟

مېرمن: پوه شوم، ګرانه. ستا خبره سمه ده. رښتیا او حق خو تا وویل.

مېړه: اوس زه یوه بله پوښتنه کوم، او هیله لرم چې رښتیا ځواب راکړې.

مېرمن: خامخا، ګرانه.

مېړه: که زه وپوهېږم چې خلک ستا انځور ګوري، ورته ځير کېږي، او ښايي خوندي يې کړي یايې د بدو موخو لپاره وکاروي، نو زما په اړه به ستا نظر څه وي؟

مېرمن: په رښتیا وېرېږم چې زما ځواب به درته ښه ښکاره نه شي!

مېړه: مه وېرېږه، رښتیا ووایه.

مېرمن: زه به ووایم چې ته بې غیرته یې، نارینتوب نلرې، او د دیني اصولو پابند نه یې.

مېړه: شکر چې پوه شوې.

دا خبره په فیسبوک، وټساپ، انسټاګرام، ټیک ټاک او نورو ټولنیزو رسنیو باندې هم د پلي کېدو یا تطبیق وړ ده. 
کاش چې دا مسئله درک کړو او په سمه توګه يې په زړه کې ځای کړو!

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...