Posts

Showing posts from 2020

د اذربایجان له ولسمشر سره د بي بي سي مرکه: خبریالان باید څه ترې زده کړي

Image
لیکوال: حنان حبیبزی که کله د خبریال په توګه ستاسې مرکه له یو سیاستوال سره دا رقم شي چې ستاسې پوښتنه په پوښتنې ځواب کړي، تاسې باید څه وکړی؟ او څه باید شوي وای چې ستاسې مرکه په شخړه بدله نشي؟  دغه جنجالي برخه د ترکې تلویزون خپره کړې لومړی: تاسې باید هغه څه وکړی چې دلته دې خبریالې کړي دي. خو پام کوی کله چې ستاسې میلمه یا هغه کس چې تاسې ورسره مرکه کوی ستاسې د پوښتنې په مقابل کې سخت غبرګون وښيي، لکه دا بیلګه، په دغه وخت کې تاسې هغه ته اجازه ورکړی چې خپله پیل کړې خبره تریوځایه وکړي، بیا په همدې مساله مه ورسره کلکیږی بلکې موضوع بدله کړی چې ستاسې مایک د هغه د پروپاګند لپاره ونه کارول شي. د بیلګې په توګه دا خبریاله د اذربایجان له ولسمشر سره کلکه شوې ده همدا لامل وو چې په غالب ګومان د بي بي سي ایډیټرانو د مرکې دغه برخه ایسته کړې وه. په دې مرکه کې یوه بله ستونزه داده چې کیدای شي د بي بي سي سیمه ییز خبریالان په خطر کې واچوي کله چې ته د یو راپور په اړه خپل سیمه ییز خبریالانو باندې استناد کوې. دې په ځای چې خپل سیمه ییز خبریالان وښيي دې کولای شول ووايي د باوري رسنیو موندنې او له قربانیانو سره ي...

په ډله ییزه توګه د وژل شویو بندیانو یادونه

Image
لیکوال: حنان حبیبزی رسنۍ: ویټرانز ټودې 17/04/2011   په افغانستان کې جګړه خپل لسم کال ته داخلیږي ، د جګړې د دوام (ګډوډۍ) او د کړاو کال، هرڅوک پخپل چاپیریال کې د امن او سولې تنده لري خو دلته ان د سولې نظر درلودل لوی خطر لري.  درویشت کلن جیلاني وايي: "که جنګي جنایتکاران د بې ګناه کورنیو د له مینځه وړلو هڅه  وکړي چې له طالبانو سره یې کار کاوه، نو  سولې ته راستنیدل به ناشوني وي. " د هغه پلار د هغو طالب بندیانو په ډله کې وو چې د 2001 په اکتوبر کې یې په کندز ولایت کې ونیول خو بیا هیڅکله ونه لیدل شو. جيلاني 13 کلن و کله چې د هغه پلار شاغاسي هغه د خپلې مور او بوډۍ نيا سره  یوازې پرېښود. 'هغه د ولایت د پولیسو په مرکزي دفتر کې کار کاؤ کله چې طالبانو پریکړه وکړه چې کندوز د متحده ایالاتو په ملاتړ د شمالي ټلوالې ځواکونو ته وسپاري . د امریکا هوایی ځواک د دې سیمې کنټرول د طالبانو لپاره په سور اور بدل کړی وو. هغه وویل: "وروسته موږ ته وویل شول چې پلار مې شبرغان ته وړل شوی دی، خو هغه هیڅکله بیرته  راستون نه شو." هغه وايي: "زما پلار د طالبانو له رژیم سره کار کاوه چې موږ ته ...

اسحاق ننګیال په شاعرۍ کې د چاپیریال ساتنې مساله

په افغانستان کې شاعري ډيرځلې دودیزه بڼه لري، شاعران غزلې وايي او ډیری تش په نامه مینه باندې راڅرخي کومه چې هیڅ وجود نلري، (مخکې ما ورباندې په یوه لیکنه کې بحث کړی چې سرلیک دی 'مینه تاوتریخوالی دی' دلته بیا ورباندې بحث نکوو)، خو دې شاعرۍ دومره خلک بوخت ساتلي چې په هیڅ قیمت يې بدلولو ته چمتو نه دي. ننګیال د نوښتګر انسان پالي په توګه د شعر بڼې ته بدلون ورکړ او په ماډرن شعر یې د خپل چاپیریال په انځورولو کې خپل رښتیني احساسات راڅرګند کړل. ډیرځلې په قافیه وال شعر کې حقایق نشي چوکاټ کیدای نو تر ډيره پورې خیالي شي، ننګیال ددې لپاره سپین شعر ته وده ورکړه چې ازاد لاس ولري او کوم شاعرانه قالب ترې د حقایقو د بیانولو مخه ونه نیسي، لكه دا بیلګه: لښتي وچ شول ويالې ورانې سين د تورو كاڼو غر شو اوس حيران يم چې د كلي دا هيلۍ به چيرته لامبي که دايي په غزل کې راوستي وای نو ښايي ډير وخت پرې له لاسه تلی وای او دغه حقایق هغسې نه وای راغلي لکه څنګه چې ده غوښتل. د ننګیال په شعر کې د چاپیریال ساتنې مساله   ته وګوره چې لسګونو کلونومخکې چې هلته نه چاسره د چاپیریال غم وو او نه همclimate change یوه نړیواله ...

د رسمي خبرو اترو ټاکټیکونه: امریکايي بڼه

د رسمي خبرو اترو ټاکټیکونه: امریکايي بڼه لیکنه: حنان حبیبزی خبرې اترې درې برخې لري. ۱. متن یا محتوا ده، ۲. یو د وینا ټون غږیزه بڼه ۳. باډي لنګویج یا اشاروي ژبه ده چې هغه ویاند يې د وینا ترڅنګ په مخ او لاسونو سره هغه څه وايي چې په غږ کې يې نښتې دي. خپله خبرې اترې بیا دوه بڼې لري ۱. یوه هغه ده چې د همکارانو ترمنځ پر یو سلاشوي پلان کېږي چې څه ډول يې پراخ کړي. ۲. بل هغه ده چې د مخالفو ګروپونو ترمنځ د سولې یاد پخلاینې لپاره مخامخ کېږي. دلته په دویمه بڼه خبرې کوو. هر هیواد د خبرو اترو د کنټرول لپاره مختلف اصول لري چې هغه محرم وي او یوازې پالیسي جوړونکي او خبرلوڅ یا نیګوشیټر ورته لاسرسی لري. دغه اصول بیا دوه برخې لري. ۱. یوه هغه برخه ده چې دولت پکې سل په سلو کې د جوړجاړی کوډونه جوړوي ۲. بله برخه يې هغه بڼه ده چې دولت غواړي ځانګړو خبرو اترو ته په ټاکټیکي توګه ورشي او موخه يې دا نه وي چې دغه خبرې اترې دې بریالۍ شي یا داسې چې غواړي خبرې اترې ددوی په خوښه پایته ورسیږي. مهم کوډونه Essential Codes خبرې اترې یو لړ کوډونه لري چې هر هیواد يې د خپل سیاست او جغرافي سره سم جوړوي. په دې کوډونو کې داسې مس...