Skip to main content

په ډله ییزه توګه د وژل شویو بندیانو یادونه


لیکوال: حنان حبیبزی

رسنۍ: ویټرانز ټودې

17/04/2011

 

په افغانستان کې جګړه خپل لسم کال ته داخلیږي ، د جګړې د دوام (ګډوډۍ) او د کړاو کال، هرڅوک پخپل چاپیریال کې د امن او سولې تنده لري خو دلته ان د سولې نظر درلودل لوی خطر لري.

 درویشت کلن جیلاني وايي: "که جنګي جنایتکاران د بې ګناه کورنیو د له مینځه وړلو هڅه  وکړي چې له طالبانو سره یې کار کاوه، نو  سولې ته راستنیدل به ناشوني وي. "

د هغه پلار د هغو طالب بندیانو په ډله کې وو چې د 2001 په اکتوبر کې یې په کندز ولایت کې ونیول خو بیا هیڅکله ونه لیدل شو. جيلاني 13 کلن و کله چې د هغه پلار شاغاسي هغه د خپلې مور او بوډۍ نيا سره  یوازې پرېښود.

'هغه د ولایت د پولیسو په مرکزي دفتر کې کار کاؤ کله چې طالبانو پریکړه وکړه چې کندوز د متحده ایالاتو په ملاتړ د شمالي ټلوالې ځواکونو ته وسپاري . د امریکا هوایی ځواک د دې سیمې کنټرول د طالبانو لپاره په سور اور بدل کړی وو.

هغه وویل: "وروسته موږ ته وویل شول چې پلار مې شبرغان ته وړل شوی دی، خو هغه هیڅکله بیرته  راستون نه شو." هغه وايي: "زما پلار د طالبانو له رژیم سره کار کاوه چې موږ ته خواړه راوړي".

جیلاني د تلیفون له لارې خبرې کولې ، "هغه خلک چې زما پلار یې وژلی په واک کې دي ، زه فکر نه کوم چې تر هغه به سوله راشي چې دغه جنګسالاران  خپل رسمي دولتي ځواک  د خپلو سیالانو په ځپلو کې کاروي."

 هره ورځ پیښې د خلکو نظر بدلوي. ان پدې وروستیو کې ولسمشر کرزي اعتراف وکړ چې طالبان د "هیواد پالنې لپاره مبارزه کوي". هغه د اپریل په دولسم دوه زره یولسم کال  په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې په څرګنده توګه وویل چې " له کوچنیو وسلو سره طالبان دیخوا اخوا ګرځي ، دوی په ټانکونو ، ګاډو یا الوتکو کې نه راځي نو داد هیواد پالنې جګړه ده."

دا ځل ولسمشر کرزي هڅه وکړه دا پوښتنه وکړي چې اوس نړیوال جنګ څنګه بل ډول بدل شوی دی. په دې وروستیو کې کرزي دکونړ په ولایت کې د نهو ماشومانو وژنې او په ' رولینګ سټون ' کې د ملکي وګړو د مړو د بوږنونکو عکسونو خپرولو شاهد و چې د هغه نظر یې اغیزمن کړ.

کرزی د ناتو یو ډیر په زړه پوری متحد بدلیږي

ناټو د حامد کرزي د رژیم د دفاع پرته بل هیڅ دنده نلري او اوس دا په ډیرېدونکي توګه ناشوني کېږي، دوی په ټول هیواد کې د کرزي د حکومت د واکمنۍ د پراخولو لپاره د طالبانو پروړاندې جنګېږي.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د دوی د ټولې جنګي ټیکنالوژۍ سره سره، د ناټو هڅې له ناکامۍ سره مخ شوې او دوی ونشو کړی چې  طالبان له هیواد څخه بهر وشړي. په افغانستان کې د یوې لسیزې د شتون مانا د وینو تویول وو خو کومه لاسته راوړنه نلري.

په زرګونه افغانان چې په هیواديې د امریکا له یرغل وروسته ووژل شول د طالبانو د رژیم پرمهال ژوندي وو، او لږترلږه دوی د خپلو ماشومانو لپاره خواړه راوړل. نن ورځ، د ماشومانو په ګډون د دوی زرګونه پاتې شوني د مرګ او ژوند تر منځ پاتې دي. بېوزلۍ ،  بې عدالتۍ ، دولتي فساد او تاوتریخوالي دوی ژوند بدتره کوي او ځوروي يې.

اوس ، له یوې لسیزې جګړې او وینو تویدلو وروسته هرڅوک له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه خبرې کوي چې لس کاله وړاندې د امریکا په مشرۍ د نظامي یرغل له امله يې رژیم له واکه لرې شوی وو. په زرګونو طالب بندیان په شمال کې په وحشیانه ډول په ډله ییزه توګه قتل عام شول، او ډیری نور د دوی د هغه بحث له کبله شکنجه شوي چې باور لري هیواد يې د بهرني یرغل لاندې دی.

په هره توګه، د سولې خبرې اترې ښه کار دی خو د ظلم، قتل عام او وینو تویدلو په اړه څه؟ څوک به یې بیه ادا کړي؟ ایا حساب به ولري؟ ایا عدالت به وي؟

پدې حالت کې ، که زه جیلاني ته بیرته راشم؛ ښايي زه له زرګونو نورو جیلانیانو سره مخ شم چې دخپلو خپلوانو د وژونکو  د بې عدالتیو هیرول ورته ناشونی کار ښکاري "هغوی چې زما د پلار په ګډون په زرهاوو خلک وژلي یوه کوچنۍ ډله ده چې په افغانستان کې واک لري. هغوی لږ خلک دي چې رسمي پوستونه یې په خپل منځ کې ویشلي او د ولس پخلاف له واک څخه په ناوړه توګه کار اخلي. "

هغه زیاته کړه: "زه هغه کسان زموږ وینه وریادوم چې د سولې په خبرو کې ګډون لري، که دوی یې هیر کړي، نو تاسو به هیڅکله د سولې تړون او په هیواد کې دایمي هوساینې ته ستنیدنه ونه ګوری."

د افغانستان خلک سوله غواړي ، خو د لس کلنې جګړې وروسته، دوی چمتو نه دي چې له خبرو اترو په داسې حال کې لاړ شيېچې کومه پایله ونلري، دوی نتیجه غواړي. که تاسو له یو عام افغان وپوښتی، نو تاسو به واورئ چې سوله يې ارمان دی، د سولې راتګ تر هرڅه پورته ارمان دی خو سوله به له عدالت پرته رانشي.

افغانان باید نور اجازه ورنکړي چې په دوی باندې فاسد او جنګي جنایتکاران واکمن شي، افغانان باید د بیوزلۍ او نهیلۍ ژوند کول رد کړي هغه ژوند چې دوی پکې بیوزلی کېږي او د ګوتو شمار پکې شتمن کيږي.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...