د رسمي خبرو اترو ټاکټیکونه: امریکايي بڼه
لیکنه: حنان حبیبزی
خبرې اترې درې برخې لري.
۱. متن یا محتوا ده،
۲. یو د وینا ټون غږیزه بڼه
۳. باډي لنګویج یا اشاروي ژبه ده چې هغه ویاند يې د وینا ترڅنګ په مخ او لاسونو سره هغه څه وايي چې په غږ کې يې نښتې دي.
خپله خبرې اترې بیا دوه بڼې لري
۱. یوه هغه ده چې د همکارانو ترمنځ پر یو سلاشوي پلان کېږي چې څه ډول يې پراخ کړي.
۲. بل هغه ده چې د مخالفو ګروپونو ترمنځ د سولې یاد پخلاینې لپاره مخامخ کېږي. دلته په دویمه بڼه خبرې کوو.
هر هیواد د خبرو اترو د کنټرول لپاره مختلف اصول لري چې هغه محرم وي او یوازې پالیسي جوړونکي او خبرلوڅ یا نیګوشیټر ورته لاسرسی لري. دغه اصول بیا دوه برخې لري.
۱. یوه هغه برخه ده چې دولت پکې سل په سلو کې د جوړجاړی کوډونه جوړوي
۲. بله برخه يې هغه بڼه ده چې دولت غواړي ځانګړو خبرو اترو ته په ټاکټیکي توګه ورشي او موخه يې دا نه وي چې دغه خبرې اترې دې بریالۍ شي یا داسې چې غواړي خبرې اترې ددوی په خوښه پایته ورسیږي.
مهم کوډونه Essential Codes
خبرې اترې یو لړ کوډونه لري چې هر هیواد يې د خپل سیاست او جغرافي سره سم جوړوي. په دې کوډونو کې داسې مسالې راپورته کېږي چې د خبرو اترو د اوږدیدو یا ځنډو یاهم د ژر پایته رسیدو لامل ګرځي. یا داسې کېږي چې مخالف لوری دېته چمتو کېږي چې شرایط ومني. یا مخالف لوري ته د ملګرتیا ذهنیت ورکوي چې تمه ورته پیدا شي، په دې توګه له دې سره سره په ډګر کې فزیکي مبارزه هم روانه ساتي، هغه مخالف جنګیالي چې له جګړې ستړي وی، د ارام بستر د دمې خیالونه يې په فکر کې پیدا کېږي او له جګړې څخه يې زړونه توریږي. په ډګر کې د مبارزې د دوام خبرې کېږي خو د میز په سر ددواړو غاړو د پلاوو ترمنځ خبرې اترې روانې وي تردې چې د وقفې پرمهال له یوبل سره ټوکو ټکالو ته خبره اوړي. خبرې اترې درې تاکتیکي پړاوه لري کله چې وغواړی خپلې موخې ته ورسیږی.
۱. خیال پلو یا Illusion
ایلوژن په عامه اصطلاح خیال پلو د خبرو اترو پر مهال مخالف لوري ته ورکول کېږي. کریس وس چې د ایف بي ای یو پخوانی غړی دی اود امریکا له مخالفو ډلو سره يې په بیلابیلو خبرو اترو کې برخه اخیستې ده وايي:
لومړی شی چې په خبرو اترو کې د بریالیتوب لامل کېږي هغه دادی چې مخالف لوري ته د کنټرول ذهنیت ورکړې چې دوی فکر وکړي په خبرو کې دوی بریالي دي. نو دلته به هروخت له مخالف لوري د 'څنګه' او 'څه ډول' پوښتنه مطرح کو، که موږ له دوی د 'ولې' پوښتنه وکړو نو مخالف لوری په خبرو اترو کې دفاعي حالت غوره کوي، له یوېخوا خبرې نه اوږدیږي، له بلېخوا موږ نه پوهیږو چې مخالف لوری څه لري او زموږ یوه موخه د خبرو وږدول وي، په دې وخت کې زموږ دنده داده چې دا کنټرول کړو چې دوی څه وايي نو د اوریدونکي بڼه غوره کوو ځکه کله چې مقابل لوري ته دا ذهنیت ورکړې چې حل د ستا په لاس کې دی په رواني توګه هغه ته فکر پیدا کېږي چې رازه نو دغه دې وخت دی هرڅه چې لرې وې وایه.
۲. همدردي یا Empathy
په دې وخت کې موږ مقابل لوري ته د همدردۍ یا ایمپتي احساس ورکوو چې دوی هیڅ پټ نکړي. یوبل څه به هم اضافه کړم د کریس له خبرو څخه چې ددې ډول ټاکټیک ګټه داده چې دوی پخپلو پلانونو له سره غور کوي او ګډوډي يې ترمنځ پیدا کېږي او هریو يې جرت پیدا کوي چې وغږیږي. ددې حالت دوام زموږ په ګټه وي ځکه چې له دوی اصلي هدف ورکیږي. دوی له یو نوي شي سره مخامخ کېږي او هغه څه پریږدي چې مخکې يې ورته چمتوالی نیولی وو.
۳. هنداریز غبرګون یا Mirroring
هنداریزغبرګون یا میرورینګ یو بل غښتلی ټاکټیک دی چې له هغې سره مقابل لوری داسې فکر کوي چې خبرې يې ښې اوریدل کېږي. د بیلګې په توګه د یوې کمپنۍ مشر ستاسې مقابل لوری وي او هغه ستاسې د درخواست په ځواب کې ووايي چې د بودیجې د کمښت له کبله نشي کولای ستاسې درخواست ته مثبت ځواب ورکړي، نو تاسې دده له خبرو څخه یو څو مهم ټکی ځان سره لیکلي دي، بیا همدغه ټکي وریاد کړی چې دوی ډاډه شي. د بیلګې په توګه داسې ورته ووايي: تاسې همدا اوس وویلې چې د بودیجې د کمښت له کبله زما درخواست ردوی؟ بیرته ترې پوښتنه وکړی چې ایا همدا یوازینی لامل دی که بل لامل هم شته دی. دېته هنداریز غبرګون یا میرورینګ وايي او درې څلور ځلې چې همدا تکرار کړی نو مقابل لوری پخپل دریځ بیا فکر کولو ته اړوځي.
Comments
Post a Comment