د اذربایجان له ولسمشر سره د بي بي سي مرکه: خبریالان باید څه ترې زده کړي

لیکوال: حنان حبیبزی


که کله د خبریال په توګه ستاسې مرکه له یو سیاستوال سره دا رقم شي چې ستاسې پوښتنه په پوښتنې ځواب کړي، تاسې باید څه وکړی؟ او څه باید شوي وای چې ستاسې مرکه په شخړه بدله نشي؟


 دغه جنجالي برخه د ترکې تلویزون خپره کړې


لومړی:
تاسې باید هغه څه وکړی چې دلته دې خبریالې کړي دي. خو پام کوی کله چې ستاسې میلمه یا هغه کس چې تاسې ورسره مرکه کوی ستاسې د پوښتنې په مقابل کې سخت غبرګون وښيي، لکه دا بیلګه، په دغه وخت کې تاسې هغه ته اجازه ورکړی چې خپله پیل کړې خبره تریوځایه وکړي، بیا په همدې مساله مه ورسره کلکیږی بلکې موضوع بدله کړی چې ستاسې مایک د هغه د پروپاګند لپاره ونه کارول شي. د بیلګې په توګه دا خبریاله د اذربایجان له ولسمشر سره کلکه شوې ده همدا لامل وو چې په غالب ګومان د بي بي سي ایډیټرانو د مرکې دغه برخه ایسته کړې وه.

په دې مرکه کې یوه بله ستونزه داده چې کیدای شي د بي بي سي سیمه ییز خبریالان په خطر کې واچوي کله چې ته د یو راپور په اړه خپل سیمه ییز خبریالانو باندې استناد کوې. دې په ځای چې خپل سیمه ییز خبریالان وښيي دې کولای شول ووايي د باوري رسنیو موندنې او له قربانیانو سره يې مرکې ښيي. دغه پوښتنه چې د بي بي سي سیمه ییز خبریالان يې پکې یاد کړي دي د بي بي سي تلویزون له خوا هم خپره شوې ده چې په دې لاندې ویډیو کې يې کتلی شو.

 دغه برخه د بي بي سي له خوا خپره شوې ده



دوم:
ددې لپاره چې په مرکه کې دداسې احتمالي شخړې مخه ونیسی، مخکې له دې چې مرکه پیل کړی په دوستانه فضا کې د مرکې څرنګوالی او څومره والی او د مخاطبانو انتظار مرکه کیدونکي کس ته تشریح کړی، هغه سره د ملګرتیا یو تار پیدا کړی او تاسې ورته ښکاره کړی چې د اوریدونکو او حالاتو ترمنځ د یو رښتیني انځورګر دنده په غاړه لری چې مخاطبانو ته يې وړاندې کړی. نو ډیر امکان شته دی چې په مرکه کې داسې پیښه ونشي.
ددې تجربه زه لرم، هغه داسې چې کله په ۲۰۰۳ کال کې د لیلې دښتې د قتل عام په اړه د جیمي ډورن مستند فیلم خپور شو، بي بي سي پښتو ماته وویلې چې له دوستم سره په دې اړه مرکه وکړم. دوستم د مرکې ژمنه وکړه ، د مرکې په ورځ زه او خالد میرزاده ( د رویترز خبري اژانس کیمره مین وو) ورغلو دوستم سره مو ولیدل په محلي ژبه يې خپلې کیسې راته وکړې خو خپله مرکې ته حاضر نشو، ویاند يې فیض ذکي وو هغه ته يې وویلې چې له ما سره مرکه وکړي.
کله چې د مرکې وخت راورسید، ما لومړی د مرکې څومره والی او د مخاطبانو اړتیا او غوښتنه ورته تشریح کړه چې صاحبه بي بي سي پښتو په نړۍ کې میلیونونو اوریدونکي لري او دوی سره د امریکایانو له اشغال روسته د جګړو په اړه او د طالب اسیرانو سره د چلند په اړه ډیرې پوښتنې دي. که تاسې زما پوښتنې په سړه سینه واوری او ځواب يې کړی نو تاسې به خپل دریځ بیان کړی وي.
ذکي ویلې ولې نه، هره پوښتنه چې لرې، د اسیرانو په اړه نو زه حاضر یم چې ځواب يې کړم. خو ددې سره سره ما مخامخ د بشري حقونو د جنایتونو د راپور او د مستند فیلم په اړه پوښتنې ونکړې، ځکه ما نه غوښتل چې زه ځان به خطر کې واچوم یا تش لاس بیرته لاړ شم نو لومړی مې د۲۰۰۴ کال په انتخاباتو کې د دوستم د کاندیدو په اړه پوښتنه وکړه؟ په همدې منځ کې مې ترې د بشري حقونو د څار ادارې د راپور یادونه وکړه، یانې سرچینه مې وروښوده، چې ویلي يې دي دوستم په ۲۰۰۲ کال کې زرګونو کسان وژلي او په بشري جنایتونو ککړ دی. ددې پوښتنې په ځواب کې ذکي خپله لهجه تیزه کړه او پړه يې په برتانوي خبریال جیمي ډورن واچوله چې د لیلې دښتې په اړه يې مستند فیلم جوړ کړی وو، او وېویل داد جیمي ډورن پروپاګند دی.
دا یولس دقې مرکه وه د شپې په نړۍ دا وخت کې خپره شوه. سهارنۍ خپرونه کې هم خپره شوه. څو ورځې روسته ماته ظاهر طنین چې هغه وخت د بي بي سي افغانستان ایډیټر وو وویل چې باید احتیاط وکړم ځکه دوستم ورته زنګ وهلی او له مايي شکایت کړی وو. کله چې د ۲۰۰۴ کال انتخابات رانژدې شول نو د بي بي سي یو ډله چې ایمل پسرلی هم پکې وو مزار ته راغلل او د انتخاباتو په اړه يې ژوندي بحثونه او مرکې کولې. نو یوه ورځ د ځانګړې مرکې لپاره ایمل وویلې چې راځه داد دوستم استازی راوغواړو. ما ویلې سمه ده، خو دوه درې ورځې مو هڅه وکړه اخر مو پیدا کړ، ما خبرې ورسره وکړې او د مرکې لپاره مې وخت ترې واخیست.
ایمل ویلې ورته ووایم چې راشي د بي بي سي مزار دفتر ته نو په سټوډیو کې به ورسره مرکه وکړي. دفتر ته د راتګ بلنه مې ورکړه، وې منله او په هماغه ټاکلي وخت باندې راغی. نژدې ماښام وو. نو کله چې د مرکې وار راورسید. ایمل او ذکي سټوډیو ته ننوتل مرکه پیل شوه. زه نو په دهلیز کې له سټوډیو بهر دیخوا اخوا ګرځم انتظار یم چې ددوی مرکه پایته ورسیږي او ذکي ژر رخصت کړم.
دوه درې دقې نه وې وتلې چې د سټوډیو دروازه ناڅاپه بیرته شوه او د ذکي غصه د هغه په مخ نه پټیډله او ویل يې دا ټول تورونه دي، مخ يې سور اوښتی وو او سترګې يې برګې راوتلې وې، ایمل ته مې وکتل هغه ورو وویل پریږده يې چې ځيي. ذکي له ځان سره غږیده او ګړندی روان وو، کله چې دروازې ته نژدې شو، زه ترې مخکې شوم ور مې ورته خلاص کړ، بیرون يې موټر ولاړ وو او لاړ.
پاس راغلم چې ایمل وخندل وايي ده خو دواړه مایکونه په لاس ووهل ایسته يې وار کړل او له سټوډیو راووت. سټوډیو ته دواړه ورننوتلو چې یو مایک دیخوا پروت وو او بل هاخوا، ما وپوښته خبر څه وه، وايي ما ترې د بشري جنایتونو پوښتنه وکړه په غصه شو. دې لپاره چې وخت لږ وو او ایمل نشو کولای هرڅه ورته تشریح کړي، ځګه سیاستوال هیڅکله انتقاد نشي زغملی، د بي بي سي عادت دادی چې مخکې له دې چې یوڅوک سټوډیو ته د مرکې لپاره وبولي لومړی يې او نمک کوي، یوه پیاله چای ورته ږدي، د مرکې په اړه ورسره غږیږي چې په ذهني ډول دغه سړی دېته چمتو کړي چې په سړه سینه مرکه وکړي، خو دغه ورځ وخت لږ وو او ایمل ددې لپاره دفتر ته راغوښتی وو چې یوه پیاله چای ورکړي چې سینه يې سړه شي چې له شخړې بچ شو، ایمل د خپلې اوږدې تجربې له مخې مخکې له مخکې ددې اټکل کړی وو.

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟