مشروعیت څه ته وايي؟
لیکوال: حنان حبیبزی
مقدمه
مشروعیت د هرې حکومتي پرېکړې او اقدام لپاره هغه قانوني او اخلاقي بنسټ دی چې حکومت ته کورنی او نړیوال اعتبار ورکوي. مشروعیت دا نه دی چې په حکومت کې ځانګړي افراد یا ګوندونه شامل شي بلکې دېته وايي چې ټولې چارې او پرېکړې د یو قانوني چوکاټ له مخې ترسره شي. مشروعیت د ملي شورا په شتون، د هغې د پرېکړو تصویب، او د امیرالمؤمنین له توشیح سره رامنځته کېږي. په دې څپرکي کې به د مشروعیت اساسي مفهوم، اړتیا، او څرنګوالی روښانه کړو.
مشروعیت څه ته نه وايي؟
- د ځانګړو کسانو یا ګوندونو شمولیت:مشروعیت دېته نه وايي چې په حکومت کې دې ځانګړي افراد، ګوندونه، یا د پخوانیو سیاسي نظامونو خلک شامل شي.توضیح:که د جمهوریت سیاستوال یا د بهرنیو هېوادونو په غوښتنه ځانګړي افراد په ملي شورا یا حکومت کې شامل شي، دا د مشروعیت لپاره کافي نه دي او نه د مشروعیت مانا لري.
- د بهرني فشار منل:مشروعیت دېته نه وايي چې د بهرنیو هېوادونو د خوښۍ لپاره دې حکومتي تغیرات راوستل شي.
- د شفاهي یا غیر رسمي اقداماتو اعتبار:مشروعیت د یو واضح قانوني او رسمي چوکاټ له لارې ترلاسه کېږي، نه د شفاهي یا شخصي امرونو له لارې.
نو مشروعیت څه ته وايي؟
- د قانوني چوکاټ شتون:مشروعیت هغه وخت ترلاسه کېږي چې د هر حکومتي اقدام لپاره یو قانوني چوکاټ شتون ولري. دې چوکاټ ته د ملي شورا له خوا لایحه جوړېږي، تصویب کېږي، او بیا د امیرالمؤمنین له خوا توشیح کېږي.بېلګه:که حکومت له روسیې سره د اړیکو تړون لاسلیک کول غواړي، لومړی باید ددې تړون لپاره یوه لایحه د ملي شورا له خوا تصویب شي او بیا د امیر له خوا توشیح شي. دا ځکه چې د هیواد ملي ګټې ډاډمنې شي او د خلکو نظر او رایه په دې بهیر کې ونډه واخلي او رول ولوبوي. دا کار ددې لپاره مهم دی چې د شوروي اتحاد چې ځای ناستې روسیه ده، په افغانستان یرغل کړی وو، او له هغې روسته جګړو افغانستان پرېنښود چې مخته لاړ شي. نو له روسيې سره اړیکي باید ملي مشروعیت ولري، دا مشروعیت څنګه ترلاسه کېږي؟ بهرنیو چارو وزارت او د ملي شورا د بهرنیو چارو د جرګه ګۍ د ګډ کار په پای کې یوه لایحه ملي شورا ته وړاندې کېږي چې په هغې کې د افغانستان ملي ګټې خوندي دي او ددې اړیکو لپاره شرایط او لارښود روښانه کوي. نو کله چې ملي شورا دغه لایحه تصویب کړي، د هیواد د امیر چې اوس امیر المومنین یادیږي هغه ته د توشیح لپاره استول کېږي، د هغه له توشیح روسته يې له مخې ددغو اړیکو بهیر مخته وړل کېږي.
- د ملي شورا ونډه:ملي شورا د مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره اساسي بنسټ دی. دا شورا د خلکو استازیتوب کوي او د حکومتي پرېکړو لپاره قانوني او اخلاقي بنسټ برابروي.توضیح:ملي شورا دېته اړتیا نه لري چې د بهرنیو هېوادونو د فشار یا خوښې له مخې د احزابو غړي پکې شامل شي، بلکې حکومت خپل اعتماد لرونکي کسان ټاکلی شي.
- د امیرالمؤمنین توشیح:د ملي شورا له خوا تصویب شوې هره لایحه او پرېکړه هغه وخت مشروعیت ترلاسه کوي چې د امیرالمؤمنین له خوا توشیح شي. له دې مالومه شوه چې د یوې ملي شورا په لرلو سره نه یوازې د امیر صلاحیتونه پراخیږي او ډاډمن کېږي، بلکې هغه کنډو چې د نړیوالو اړیکو په وړاندې خنډ دی بندیږي، او د حکومت بنسټونه نور هم غښتلي کېږي.
مشروعیت او قانوني اقدام
- که حکومت غواړي له روسیې سره اړیکې جوړې کړي، باید لومړی د ملي شورا له خوا د دې اړیکو لپاره ځانګړې لایحه جوړه او تصویب شي.
- دغه لایحه به هغه شرایط واضح کړي چې افغان لوری یې د ملي ګټو په رڼا کې باید په پام کې ونیسي.
- د لایحې له تصویب وروسته به امیرالمؤمنین دا سند توشیح کړي، او یوازې ددې بهیر بشپړولو وروسته به د روسیې سره تړون مشروعیت ولري.
مشروعیت د ملي شورا پرته امکان نلري
- د قانون جوړونې اړتیا:د هر اقدام لپاره د قانون جوړول اړین دي، او دا کار یوازې د ملي شورا له لارې ممکن دی.بېلګه:که حکومت غواړي د بهرنیو اړیکو لپاره نوی قانون جوړ کړي، ملي شورا ددې قانون د جوړولو او تصویب بنسټ دی، د عدلې وزارت ددې صلاحیت نلري چې قوانین جوړ کړي، بلکې د قوانینو د چاپولو او د عدلي اقداماتو مسولیت لري، ددې لپاره د عدلې وزارت له خوا جوړې شوې لایحې ستاسې حکومتي چارو ته مشروعیت نشي ورکولی.
- د ملي شورا په شتون کې د شفافیت تضمین:ملي شورا ډاډ ورکوي چې ټولې چارې د خلکو د غوښتنو، ملي ګټو، او قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي.
- د کورني او نړیوال اعتبار ترلاسه کول:د ملي شورا په شتون کې د حکومتي چارو ترسره کول حکومت ته کورنی او نړیوال مشروعیت ورکوي. د کورني او نړیوال مشروعیت ترلاسه کول دا مانا نلري چې تاسې باید ټول ټاکنې وکړی، بیل بیل ګوندونه کاندیدان ولري او یو ګوند وړونکی شي او بیا حکومت جوړ کړي، بلکې موږ په نړۍ کې ګورو چې شاهي حکومت شته چې ځینې نیمه شاهي دي، او ځینې مشروطه شاهي دي او ځینې ټول شاهي دي، لکه سعودي او نور خلیجي هیوادونه چې هلته واک له شاه سره دی، خو بیاهم دوی ملي شورا لري چې وزارتونه ملي شورا ته مسول دي، او ملي شورا مقننه قوا ده چې قوانین او لایحې جوړوي. همداسې اسلامي امارت هم کولای شي چې ملي شورا ولري، خپل کسان دې ورته معرفي کړي خو باید وي، او ددې له لارې خپل حکومت او حکومتي چارو ته لایحې او قوانین جوړ کړي چې مشروعیت ترلاسه کړي. حکومت د یو سیاسي تنظیم په څير نه چلیږي، بلکې د حکومت لپاره لیکلي اسناد او سیستم پکار دی چې د شفاهي سیستم خلاف دی.
د بېلګې په توګه: د سوداګریز شرکت مشروعیت د حکومت په وړاندې
که یو سړی غواړي یو شرکت جوړ کړي، نو لومړی باید ددې شرکت لپاره یو رسمي سند یا لایحه جوړه کړي. دا لایحه به د شرکت موخې، د هغې د فعالیتونو چوکاټ، او قانوني بنسټونو ته ددې شرکت اړتیاوې روښانه کړي.
- د دې سند د تصویب لپاره اړونده حکومتي اداره باید لایحه وڅېړي او د هغې جواز ورکړي.
- یوازې ددې قانوني بهیر د بشپړولو وروسته به دغه شرکت د قانوني فعالیت اجازه ولري.
په همدې ډول، حکومتي اقدامات هم باید د ملي شورا د تصویب او د امیرالمؤمنین د توشیح له لارې ترسره شي، ترڅو هغه قانوني بڼه ترلاسه کړي او مشروعیت پیدا کړي، په دې توګه له یوې خوا ولس ډاډمن شوی وي او له بلې خوا د امیر واکمني او د کار بڼه عملي او ملي وي، او له شفاهي بڼې څخه ووځي.
مشروعیت د هرې پرېکړې د قانوني او اخلاقي بنسټ تضمین دی. دا یوازې د ملي شورا په شتون، د هغې د پرېکړو په تصویب، او د امیرالمؤمنین د توشیح له لارې ترلاسه کېدای شي. د ملي شورا نشتون حکومتي چارې غیر رسمي او د مشروعیت له ستونزې سره مخ کوي. مشروعیت یوازې د یو قانوني چوکاټ په شتون کې ترلاسه کېږي، چې د خلکو ملاتړ او د حکومت ثبات تضمینوي. کله چې نړیواله ټولنه یا کوم کورنی کارپوه په تاسې د مشروعیت نیوکه کوي یانې دا چې ستاسې کارونه په رسمي حکومتي بڼه مخته نه ځي ځکه چې ملي شورا نلری چې د ستاسې اقداماتو ته قانوني لارې او لارښووونه جوړه کړي.
Comments
Post a Comment