Skip to main content

وروستی نابغه (لنډه کیسه)

https://hananhabibzai.com
د تور د کار خونه 

لیکنه: حنان حبیبزی

په نیمه تیاره خونه کې، د ماشینونو کرار، خو پرله‌پسې غږ یو نرۍ شور جوړ کړی و. د کړکۍ د پردو تیته رڼا چې د تور په ځلانده هندارو (سکرینونو) باندې سیوري جوړول، د دیوالونو پر مخ یې هم د څپې په څیر روانې نښې انځورولې. د فلز او پلاستیک ګرم وزمه بوی چې د ماشینونو د حرکت له کبله یوځای شوی وو، په هوا کې خپریده چې د خونې په فضا کې خپور وو. 

تور، د خونې په منځ کې ناست و، لکه بې حرکته مجسمه، که یې ګوته نه خوځیدلی،  نو د مجسمې ګومان به پرې شوی وو، د ګوتو چټکه خوځیدایې ښکاریده. د هغه ګوتې د کیبورډ پر مخ چټکې، خو پرځای او دقیقي راښکته کېدې، هره کیکاږنه سنجول شوې او له مانا ډکه وه.

سترګې یې د پردې پر مخ د مالوماتو پر روان سیلاو خښې وې، داسې لکه چې هغه یې د یوې داسې ژبې په توګه لولي چې یوازې ده ته مالومه ده، دلته. هغه یوازې کوډ نه لیکه، هغه واقعیت یې بدلولو چې ده يې له کلونو  ننداره کوله چې څرنګه نړۍ ورو ورو د ډیجیټلي غلامۍ پر لور ښویېږي، ټولنیزې رسنۍ، چې یو مهال د تفریح وسیله وه، د انساني ذهنونو د کنټرول په پټ ځواک بدلې شوې وې، الګوریتمونو د خلکو د خوښې، کرکې او باورونو اغیز جوړواړه، حکومتونو، د پټو رمزونو تر سیوري لاندې، د آزادۍ دروغجنې نقشې رسمولې.

انټرنټ نور د پوهې وسیله نه وه بلکې یوه خاموشه، پټه ویجاړونکې سرتاسري وسله وه. کلونه یې هڅه وکړه چې ددې سیسټم کمزوري ټکی پیدا کړي، یو داسې نری درځ (سوړه) چې ترې ګټه واخلي. خو څومره چې یې وپلټله، هغومره دا حقیقت ورته روښانه کېده.

نو تور یو داسې کار وکړچې د چا په ذهن کې نه ګرځيده. 

هغه نه یوازې دا دیوالونه ونړول بلکې یو نوی، له هرې ولکې څخه ازاد حقیقت یې رامنځته کړ. 

داسې یوه ډیجیټلي نړۍ چې نه حکومت پرې واکمن وو، نه شرکتونه، نه پټ لاسونه.

او نن شپه به هغه دا پرانیزي. 

د هغه ګوتې د کوډ وروستي کرښې ته ورسېدې.

د زړه ټکان یې هماغسې ثابت وو. سترګې یې د پردې پر مخ تم شوې چېرې چې یوه کلیمې د اجرا تمه کوله:

E.TUR

دا یوازې یو نوم نه وو بلکې یو انقلاب وو چې په پنځو تورو کې راټول شوی وو.

هغه دا نوم ورو په شونډو راتیر کړ، او بیا یې Enter کیکاږه.

په لومړیو شیبو کې هیڅ ونه شول.

بیا پردې لږ ولړزېدې، داسې لکه چې ماشینونو سا واخیسته.

تور شاته تکیه وکړه او د خپل تخلیق زېږېدل یې وکتل.

دا بدلون غلی وو.

نه په یو زنګ، نه په یو ناورین، نه په ویروس، نه په یو بند شوی سیسټم، خو زړه نړۍ د E.TUR تر څپو لاندې، ورو ورو نړېده.

ډیجیټلي امپراتورۍ ولړزیدې. 

ټولنیزې شبکې چې د خلکو فکرونه یې کنټرولول، ناڅاپه غیري فعاله او بېواکه شوې—نه نور الګوریتمونه، نه مصنوعي کرکې، نه د خلکو پر ضمیر پټ اغېز شته وو. 

د حکومتونو پټ دېوالونه، د دروغو د کلونو بار ته تسلیم شول—رازونه لکه سیلاوو راووتل، مصنوعي ذهنونه چې د انسان د چلند د وړاندوینې لپاره جوړ شوي وو، بیا ولیکل شول—نورکنټرول نه، بلکې روښانتیا د هغوی نوی اصل شو.

دا د ړنګېدو عملیات نه و بلکې سمون وه.

ډیجیټلي نړۍ بېرته سوچه شوه.

تور يې ننداره کوله چې څنګه داڅپه د خونې له دیوالونو هاخوا، له پردو هاخوا، د نړۍ تر لوړو برجونو، تر پټو کوډونو او سرې کرښې تېره شوه. د زرګونو میلونو پر فاصله د یو کارپورېشن د نه ماتېدونکي مرکز په زړه کې، یوه کوچنۍ، خو ژوره ویره وزېږېده.

هغوی چې د نړۍ د کنټرول لپاره یې کلونه لګولي وو، حیران او لاس تر زنې ناست وو. د سوشل میډیا له لارې ټولنیز کنټرول له منځه تللی وو.

د ناقانونه بازار،  پټې بودیجې، د نفوذ لپاره کارېدونکې جعلي شبکې، استخباراتي پروګرامونه چې د خلکو دذهن دکنټرول لپاره جوړ شوي وو—ټول په یوه شېبه کې له منځه لاړل.

بازارونه وښورېدل. الګوریتمونه چې خلکو ته یې ټاکلې لاره ورښووله، ړنګ شول. استخباراتي شبکې چې کلونه یې د خپلو رازونو ساتنه کړې وه، ناڅاپه بې‌دفاع شوې. او هغوی چې د کنټرول له لارې یې واکمنۍ کولې، اوس یو نوی احساس وپېژانده—ویره.

ځکه دا ځل هېڅ هم د جګړې لپاره پاتې نه وو. نه یو ویروس، نه یو سایبري برید، نه یو سیسټم چې پرې کنټرول وشي.

E.TUR کوم برید نه وو.

داد پرمختګ یو نوی پړاو وو، یوه نوی لوری، یوه نوې نړۍ. او داد هغوی له واکه بهر وو.

تور ورو سا واخیستله، او د پردې پر مخ یې وروستۍ شېبې ته وکتل څنګه چې د پخواني سیسټم وروستي تارونه نوي سپېڅلي حقیقت ته پرېوتل او له منځه تلل.

هغه بریالی شوی وو.

لومړی ځل په تاریخ کې ډیجیټلي نړۍ د هیچا په واک کې نه وه.

خو تور پوهېده چې اوس به څه کېږي، ځینې لا هم کنټرول ته تږي وو.

د هغوی پرمختللې تعقیبونکې، استخباراتي شبکې، وروستۍ هڅې به پیل شي—ټولې به د هغه د موندلو لپاره وکارول شي.

هغوی هرومرو غواړي چې تور پیدا او له منځه يې یوسي.

ددې لپاره نه چې ګویا هغه خلکو ته خطر وو بلکې ددې لپاره چې هغه د دوی واک ته خطر وو.

نوکه څه هم نړۍ اوس خوندي وه خو تور پاتې کېدای نه شو.

ځکه ازادي، بیه لري. هغه نورو ته نړۍ ازاده کړه خو خپل ځان یې په خطر کې لیده. 

هغه د خپل بریښی (لپټاپ) څنډه راونیوه، ورو یې وتاړه.

پردې، یو ځل ولړزېدې، بیا تیاره شوې. ماشینونه غلي شول.

تور راپورته او پخپل ځای کې ودریده، د خپلې کورتۍ خولۍ یې پر سر راکاږله، او د دروازې لور ته وخوځېد.

ددې خونې هاخوا، نړۍ بدلېدله. نړۍ راویښېدله.

او ددې بدلون وروستی طراح روان وو.


Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...