لیکنه: حنان حبیبزی
۱۱ اګست ۲۰۲۵
د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي.
انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو:
"دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی."
د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل:
– انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې!
انس ورو ځواب ورکړ:
– که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي.
له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه.
مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې ماشومان ولاړدي – شونډې یې وچې، سترګې یې د لوږې له کبله ژورې او شاوخوا یې تورې حلقې وهلي دي. یو کوچني ماشوم چې د دوړو له کبله یې ویښتان خړ شوي وو، د کمرې په لور وکتل. انس خپل بکس وپلټه، نیمه ډوډۍ یې راویستله، او هریوه ته یې یوه ټوټه ورکړه. ماشومانو چې د ډوډۍ لومړۍ ګوله وکړه، انس د اوبو بوتل هم له بکس راوویست او درې واړو ته یې اوبه ورکړې چې تنده یې ماته شوه نو د خندا وړوکې رڼا د هغوی په شونډو وځلېده. انس د هغوی په مخونو کې هغه هیله ولیده چې د بمونو په سیوري کې ورکه شوې وه.
"دا یوازې جګړه نه ده… داد انسانیت ماتې ده."
په سترګو کې یې هغه توده انساني لمبه ژوندۍ ده.
د څو کوڅو هاخوا، یوه مور د یوې خیمې مخې ته ناسته ده، د شپږکلنې ټپي لور نیمه ساه یې په غېږ کې نیولې ده. د تندې له کبله د ماشوم شونډې شنې شوې دي، هډوکي یې د پوستکي لاندې راوتلي ، لکه ژوندی اسکلیټ، له خبرو او حرکت پاتې دی. مور خپله لوږه او تنده نه احساسوي– یوازې د لور وروستۍ سا تعقیبوي. انس غلی ودرېد او له ځان سره وغږیده، دواړه سترګې یې د راسته لاس په ګوتو یوه شیبه ونیولې، په چورت کې لاړه، بیا یوه ساه واخیسته او زیاته یې کړه کاشکې وکولای شم ددې کوچنۍ لپاره د ژوند لږه برخه پور کړم.
په همدې تګ کې، د یوه ویجاړ شوي جومات مخې ته ودرېد. هغه جومات چې دده د ماشومتوب خاطرې ورسره تړلې دي، هغه جومات چې د اذان غږ به یې د ښار په زړه کې سکون خپراوه. اوس یې د ګلانو ګیډۍ نیمه سوځېدلې پر ځمکه پرتې دي، د محراب شګې د وینو له څاڅکو سره ګډې دي، د کتابونو سوځېدلې ورقې د ګلانو له سوځېدلو پاڼو سره یو ځای پر ماتو دیوالونو پرتې دي. په فضا کې د اذان په ځای د بمونو غږ خپور دی، او د باروتو بوی ټوله هوا ککړه کړې ده.
ناڅاپه، د یوې ماشومې نرۍ چیغې د سکوت پرده وشکوله. انس کمره ور واړوله – یوه لس کلنه ماشومه د اور په منځ کې منډې وهي. د هغې سپینه لمن لمبو نیولې ده، د اور څپې یې شاوخوا تاویږي. ماشومه بې وسه لاسونه ښوروي، او د مرستې فریاد یې د ښار د کنډواله دیوالونه لړزوي. انس منډه ورواخیسته، خو لمبې تیزې دي. ماشومې څو ګامونه نور واخیستل، نوره د لمبو خوراک شوه. وروستۍ چیغه یې د انس په زړه کې د اوسپنې د میخ په څېر ټینګه پاتې شوه.
شپه رانژدې کېده. د الشفا روغتون مخې ته په سپینه خیمه کې انس او څلور ملګري یې د راتلونکو خبرونو پلان جوړوي. د آسمان له څنډو د جټ یوه وړه نښه راښکاره شوه، او د بم د غورځېدو شور د فضا هر رګ ته ورسېد. لمبې او لوګي خیمه راونغاړله. خلک راورسېدل، په خپلو سترګو یې ولیدل چې انس د وینو په رنګ لړلی دی، د باروتو لمبو یې ګریوان څیرلی، داسې چې د زړه او حنجرې د راایستلو هڅه یې شوې.
د تلویزون لیدونکو ته د انس پخواني راپورونه رایاد شول: د ماشوم لوږه، د کورنیو له منځه تلل، د میندو تنده، د جوماتونو، ښوونځیو او روغتونونو ویجاړېدل، د وحشیانه بمباریو انځورونه… او هغه جمله چې به یې ویل:
“که تاسو دا ګورئ او چوپ یاست، نو تاسو هم د همدې اور برخه یاست چې ددې ماشوم بدن یې په هډوکو بدل کړی.”
خو د خلکو په ذهن کې انس ژوندی و. داسې ښکارېده چې لا روان دی – د غزې د کنډوالو او د میندو د چیغو تر منځ، د ماشومانو د کوکارو او د جومات د وبجاړې ودانۍ تر څنګ، ناڅاپه ودریږي، شاته راوګوري، مسکی شي، لکه د نور یوه څپه چې د تیارو تر منځ خپرېږي. کمره یې ټینګه نیولې ده، او په شونډو یې هغه نرمه خو زړوره مسکا نښتې ده:
او دا خبره کوي تر هغه به ولاړ یم چې رښتیا ژوندي وي. فریاد یې د ښار د کنډواله دیوالونه لړزوي. انس منډه ورواخیسته، خو لمبې تیزې دي. ماشومې څو ګامونه نور واخیستل، نوره د لمبو خوراک شوه. وروستۍ چیغه یې د انس په زړه کې د اوسپنې د میخ په څېر ټینګه پاتې شوه.
شپه رانژدې کېده. د الشفا روغتون مخې ته په سپینه خیمه کې انس او څلور ملګري یې د راتلونکو خبرونو پلان جوړوي. د آسمان له څنډو د جټ یوه وړه نښه راښکاره شوه، او د بم د غورځېدو شور د فضا هر رګ ته ورسېد. لمبې او لوګي خیمه راونغاړله. خلک راورسېدل، په خپلو سترګو یې ولیدل چې انس د وینو په رنګ لړلی دی، د باروتو لمبو یې ګریوان څیرلی، داسې چې د زړه او حنجرې د راایستلو هڅه یې شوې.
د تلویزون لیدونکو ته د انس پخواني راپورونه رایاد شول: د ماشوم لوږه، د کورنیو له منځه تلل، د میندو تنده، د جوماتونو، ښوونځیو او روغتونونو ویجاړېدل، د وحشیانه بمباریو انځورونه… او هغه جمله چې به یې ویل:
“که تاسو دا ګورئ او چوپ یاست، نو تاسو هم د همدې اور برخه یاست چې ددې ماشوم بدن یې په هډوکو بدل کړی.”
خو د خلکو په ذهن کې انس ژوندی و. داسې ښکارېده چې لا روان دی – د غزې د کنډوالو او د میندو د چیغو تر منځ، د ماشومانو د کوکارو او د جومات د وبجاړې ودانۍ تر څنګ، ناڅاپه ودریږي، شاته راوګوري، مسکی شي، لکه د نور یوه څپه چې د تیارو تر منځ خپرېږي. کمره یې ټینګه نیولې ده، او په شونډو یې هغه نرمه خو زړوره مسکا نښتې ده:
او دا خبره کوي تر هغه به ولاړ یم چې رښتیا ژوندي وي.

Comments
Post a Comment