Skip to main content

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی 

ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب هواجس همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي.

د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خبرې کوي، او لوستونکی ددغو خبرو اورېدونکی ګرځي.

طه درویش په دې اثر کې د قرآن په آیتونو باندې خبرې کړي او د رحمت، د زړه سوي، د زړونو د کلکوالي، او د انسان د روح د پاکولو په اړه يې فکري انځورونه وړاندې کړي. د «كَتَبَ رَبُّكُمْ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ» په څېر آیت د لیکوال د الهام سرچینه ګرځېدلې ده. د هغه په لاس کې آیت یوازې د تلاوت خبره نه ده بلکې د فکر د پراختیا لامل ګرځي. د کتاب په بېلابېلو برخو کې د لیکوال ادبي تخیل ژوند داسې  انځوروي لکه د ژور سمندر پر څپو  روانه بیړۍ،   کله د رحمت له  نرمو څپو سره مخ کېږي، او کله له سختو ننګونکو د ګړنګونو په څير لویو څپو سره. د کتاب سبک څو برخې لري: 

  1. ادبي ـ خطابي ژبه: لیکوال مخاطب ته نېغ غږیږي "ای انسانه! غم مه کوه…"  دا بڼه د لوستونکي پر روان مخامخ اغېز شیندي.

  2. تشبیه او انځور: د مور د مینې بیلګه، د ډبرې د سختۍ تشبیه، او د رحمت د لمر وړانګه، ټول هغه انځورونه دي چې ژبه رنګینوي.

  3. قرآني ایتونه: د قرآن آیتونه د کتاب د فکري ښکلا ته پراختیا او وده ورکړې. لیکوال  په ځينو برخو کې د قران ایتونه راوړي او بیايي د مساله د پرمختیا لپاره ترې الهام اخیستی دی.

هواجس یوازې د احساساتو انځور نه دی بلکې د مهمو پوښتنو انعکاس هم دی:

  • ولې زړونه سختېږي؟

  • ولې رحمت د ژوند مشال بلل کېږي؟

  • او د انساني کرامت بنسټ څه دی؟

دا پوښتنې د فلسفې له زاویې هم لوستونکي ته بلنه ورکوي چې د خپل ځان او خپلې ټولنې په اړه فکر وکړي او له همدې سره د  لوستونکي پام  د کتاب ارزښت ته اوړي. 

  • ادبي ارزښت: هواجس د عربي ادبي سرچینو یو ښه انعکاس دی.

  • روحاني ارزښت: دا اثر د قرآن ایتونه را اخلي او د روح د بیدارۍ هڅه کوي.

  • ټولنیز ارزښت: د زړه د کلکوالي پر ضد د رحمت پیغام دی او د ننني انسان  د دردونو لپاره ځينې درمل وړاندیزوي. 

طه درویش په هواجس کې د خپل زړه پټې خبرې د قرآن د الهام په رڼا کې افشا کړې دي. دا کتاب نه یوازې د یو لیکوال د شخصي ژوند او اند انعکاس دی بلکې د انسان  ځینې ازلي پوښتنو ځواب ته هم اشاره کوي. د ژبې رواني، د آیتونو روحاني ژورتیا او د تشبیهاتو انځوریز رنګ دا اثر یو داسې ادبي متن ګرځوي چې  فکر او احساس دواړه خړوبوي. 

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...