Posts

په افغانستان د دوه اټومي ګاونډیانو د احتمالي جګړې اغیز

د بدل نومو یا مستعارو فیسبوکیانو په ځواب کې حنان حبیبزی ځینې فیسبوک چلونکي ماته بدلو نومونو ګواښونه کوي چې زه ولې د پاکستان او هند د جګړې خبرونه خپروم. په دې لیکنه کې غواړم دغو کسانو ته ووایم چې زما اود یو عادي فیسبوک چلونکي ترمنځ فرق دی. زه یو مسلکي خبریال یم نو څه چې د خپلې پاڼې په ټایم لاین کې خپروم هغه د ورځې د خبر یا د مسالې د اهمیت له مخې خپروم، زه هغه مسالې ډيری وخت شریکوم چې نړیوال ارزښت ولري، سیمه ییزې مسالې ډيرې لږې خپروم.   زه حالات له هغه لوري څخه ګورم چې نړیوال ارزښت ولري. نو کله چې زه یو څه خپاره کړم ځینې کسان چې بدل نومونه لري ماته یا مسیج کوي یا هم کومنټ کې بدرنګې خبرې لیکي چې زما نه خوښیږي. کولای شې انتقاد وکړې خو دلیل سره نه دا چې ما وګواښې. دا چلند د منلو وړ نه دی، هیڅوک حق نلري چاته ووايي چې ته پخپله پاڼه داشی ولیکه او هغه شی مه لیکه. نو زما په اند دغسې خلک یا ټوپک مار دي، یا د جنګسالار زامن دي یا نه پوهیږي د بل چا ډوول ته ګډیږي. لومړی خو خپل نومونه بدل لیکي بل استدلال نلري یوازې ګواښونه يې زده دي. ددې مطلب دادی چې ستا کومه اکاډیمک شالید نشته دی او ته ع...

امریکا ولې له افغانستان وځي؟

که څه هم امریکا په افغانستان کې ددې لپاره په جګړه بوخته ده چې ترهګري وځپي او له افغان پوځ او پولیسو سره مرسته وکړي چې پخپلو پښو ودریږي خو دا جګړه ځینې نور دلایل هم لري چې په دې لیکنه کې پرې غږیږم. لیکوال: حنان حبیبزی له امریکايي تلویزون سره د ولسمشر اشرف غني د مرکې رواني اغیز   د روان کال په جنورئ کې ولسمشر اشرف غني له یو امریکايي تلویزون سره شپیته دقې تفصیلي مرکه وکړه. په رښتینې بڼه دامنیتي ستونزو په بیانولو سره د ولسمشر موخه دا وه چې د امریکا   او د لویدیځې نړۍ زړه سوی راجلب کړي خو ددې بل اړخ ته يې پام نه وو کړی چې طالبانو او د امریکا سیالو هیوادونو ته چې د افغانستان ګرد چاپیره جغفرافیايي موقعیت لري دغه مرکه څه مانا ولري. دداسې ټکو لکه د ‘‘ محاصره یو ’’ ، یا که امریکا لاړه شي په شپږ میاشتو کې راپرځیږو او دېته ورته اصطلاحات چې ناڅاپه او په احساساتي حالت کې د ولسمشر له خولې راووتل ډیر زیان رسونکي وو: 1.       په لویدیځ کې هغه خلک چې د افغانستان حالات له نژدې څاري یا هغه خلک چې د افغانستان د جګړې له کبله په حکومتونو نیوکې لري ددې مرکې...