Skip to main content

په افغانستان د دوه اټومي ګاونډیانو د احتمالي جګړې اغیز

د بدل نومو یا مستعارو فیسبوکیانو په ځواب کې
حنان حبیبزی

ځینې فیسبوک چلونکي ماته بدلو نومونو ګواښونه کوي چې زه ولې د پاکستان او هند د جګړې خبرونه خپروم. په دې لیکنه کې غواړم دغو کسانو ته ووایم چې زما اود یو عادي فیسبوک چلونکي ترمنځ فرق دی. زه یو مسلکي خبریال یم نو څه چې د خپلې پاڼې په ټایم لاین کې خپروم هغه د ورځې د خبر یا د مسالې د اهمیت له مخې خپروم، زه هغه مسالې ډيری وخت شریکوم چې نړیوال ارزښت ولري، سیمه ییزې مسالې ډيرې لږې خپروم.  زه حالات له هغه لوري څخه ګورم چې نړیوال ارزښت ولري. نو کله چې زه یو څه خپاره کړم ځینې کسان چې بدل نومونه لري ماته یا مسیج کوي یا هم کومنټ کې بدرنګې خبرې لیکي چې زما نه خوښیږي. کولای شې انتقاد وکړې خو دلیل سره نه دا چې ما وګواښې. دا چلند د منلو وړ نه دی، هیڅوک حق نلري چاته ووايي چې ته پخپله پاڼه داشی ولیکه او هغه شی مه لیکه.
نو زما په اند دغسې خلک یا ټوپک مار دي، یا د جنګسالار زامن دي یا نه پوهیږي د بل چا ډوول ته ګډیږي. لومړی خو خپل نومونه بدل لیکي بل استدلال نلري یوازې ګواښونه يې زده دي. ددې مطلب دادی چې ستا کومه اکاډیمک شالید نشته دی او ته علمي سړی نه يې خلک چې څه وايي همغې پسې روان يې، د ښه او بد توپیر نشې  کولای. مغزونه دې پروګرام شوي دي، خپله په ژوند کې کوم هدف نه پیژنې بلکې د بل چا د سیاسي او اقتصادي ګټو او موخو لپاره چغې وهې، ګرایوان شکوې او شیان ماتوې، چې دا څلویښت کاله افغانان ترې ځوریږي. یوه لسیزه يې د یوې ډلې لپاره چغې کړې، بله لسیزه يې د بلې ډلې لپاره چغې کړې، بلې لسیزه کې يې د بلې ډلې لپاره چغې وهلې په داسې حال کې چې دوی لیدل چې هیوادوال مو په ډله ییزه او انفرادي توګه وژل کېږي او هیواد د ناورین خواته روان دی. د کرزي د حکومت پرمهال چې هغوی د کرزي لپاره چغې وهلې اوس کرزی بد سړی ګڼی او د اشرف غني لپاره چغي وهي، کله چې طالبان یا بله ډله راغله بیابه د هغوی لپاره چغې وهی او ولسمشر اشرف غني به بد سړی ګڼی، داسې خلکو ته ابن الوقت ویل کېږي چې میکیاویلي یې د چاپلوسانو په ډله کې هم شاملوي.
د پاکستان او هند روان کړکیچ
دا دوه ورځې کېږي چې د پاکستان او هند ترمنځ تاوتریخوالی دی، تاسې دلته ورته نوکان جنګوی او خپل کالي شکوی او هندیان هڅوی چې په پاکستان نور بریدونه هم وکړي او خوشالي کوی، ستاسې دماغ دومره کار نکوي کوم خلک چې دې د اغزن تار له لارې له ځانه بیل کړل، پاکستان سره دې معامله وکړه او هغوی ته دې اجازه ورکړه په هغه کرښه اغزن تار وغځوي او تاسره يې د تګ راتګ اړیکي وشلیږي، کله چې دوه اټومي ځواکونو ترمنځ ستا په ګاونډ کې اټومي جګړه ونښلي ایا په دغو خلکو به څه رازي، ایا ته غواړې چې دا خلک ټول په اټومي لوګیو کې مسموم شي او له منځه لاړ شي. ایا تا سره دومره مغزونه شته چې فکر وکړې ان تر اټکه چې دا شپیته اویا میلیونه انسانان پراته دي دا خو زموږ خپل دي. که هند په اټومي سرګلوله سمبال څو کروز توغندي وروولی خامخا پاکستان يې هم په ځواب کې ورته عمل کوي نو ته څه پوهیږې چې په سیمه کې به څه پیښ شي یو لوی بشري ناورین، په پاکستان د اټومي وسلې برید ان ترپروان او پنجشیره پورې بشري زیانونه اړوي او دا سیمه له ژوند کولو څخه وځي، لکه هیروشیما یا نګاسکي ان تر جلال اباد او کونړ او لغمان او بدخشان او د تر پنجشیره پورې ددې اغیز خپریږي، ایا تا سره دومره پوهه شته، د متفکرلارویه؟ ته يې دا اتلس کاله نالوستی پریښودې او اوس خپلې چغې درباندې وهي. عادي پاکستانیانو او هندوانو دsay no to war  په نوم يې یو هشټګ جوړ کړی او په هغې کې دوی ددې لپاره خلک رابولي چې د پاکستان او هند ترمنځ جنګ ودریږي او خبرو له لارې مساله حل شي خو ته له دې ځایه هندیان هڅوې چې وله پاکستان، وله پنجاب. هغه پنجاب نه ولي چې ولې تابه ولي خیبر پښتونخوا به ولي.
شپه ورځ لګیا یې په فیسبوک کې کله هغه ته کنځلې کوه او کله دېته کنځلې کوه خپل ځان ښکاره کوې چې ستا د اخلاقو لیول څه دی او ته فکر کوې چې کنځلې  زړورتیا ده بلکې دا لویه بیغرتي ده او په دې توګه خپلو هندي دوستانو ته يې ثابتوې چې ته رښتیاهم ډاکو يې ځکه د هغوی لپاره جګړه غواړې. هوښیاران خلک د جګړې پایته رسول غواړي په ځانګړي ډول افغانان.
سترتیژیک لرلید
باید ته ستراتیژیک لرلید ولرې، مسایل ژوره توګه باندې وڅارې او وګورې. که له یوې خوا د پاکستان وهل ګټه لري له بلې خوايي زیانونه ډیردي، بل زیان يې دادی چې وارله مخه جګړه ځپلی افغانستان په یوه بده ویرونکې افت وهلې سیمه بدلیږي چې څوک به ورته زړه نه ښه کوي، او نوره نو نړۍ زیاتي دومره وس نلري چې اولس کاله دې نور هم د ډالرو بارانونه درباندې وکړي، د نړۍ پام اوس بلېخوا اوښتی دی. د پاکستان او هند له جګړې سره ولږه پراخیږي، مهاجرتونه بیا پیلیږي، هم له هند او هم له پاکستان او هم له افغانستان څخه، یولوی انساني ناورین رامنځته کېږي.

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...