افغانستان له بوږنونکي پړاوه تیریږي



د ختیځ او لویدیز سیالۍ افغانستان دې حالت ته رسولی دی
افغانان (سیاستوال) تر اوسه دېته چمتو نه دي چې خپل هیواد اداره کړي
حنان حبیبزی 

د افغانستان غمیزه هغه وخت پیل شوه چې سردار محمد داود خان د لویدیځ او ختیځ د پروپاګند په جال کې ګیر شو او د پلار اونیکه د سلطنت لړۍ یې ختمه کړه او د ثور اومه او اتمه یې بوږنونکې لړۍ وه.
د باچا محمد ظاهرشا د سلطنت ختمول د افغانستان په تاریخ کې ستره تیروتنه وه ځکه افغانان هغه مهال هم دېته چمتو نه وو چې خپل هیواد اداره کړي.
داود خان ددې مسولیت د وچتولو وړتیا نلرله او له هغې روسته ګورو چې افغان رژیمونه په یوازې سر ددې وړتیا نلرله چې د خلکو زړونه وګټي بلکې د بهرنیو ځواکونو د فزیکي شتون او د زور د کارولو په حالت کې بیاهم نه دي بریالي شوي چې افغانستان اداره کړي.
 روستۍ بیلګه یې د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب اشرف غني ده چې څو ستونزې لري لکه په پنځه کلونو کې دده کابینه له پارلمان څخه منظوره نشوه. ناامني، تښتونې او نور جرایم ډیر شول او داسې نور چې یو څو به یې درته ووایم خو ددې مطلب دا نه دی چې زه د ‌‌‌‌‌‌ډاکټر صاحب مخالفت کوم، زه د یو څیړونکي په توګه په بې طرفانه ‌‌‌‌‌‌ډول هغه ټکي په نښه کوم چې ټولنیز او سیاسي حساسیت راپاروي، که دا زما ورور هم وي دغه ټکي ولري ورته وایم، دا افغاني حساسیتونه دي:

1.     دده ښځه بهرنۍ ده چې کولتوري توګه د افغانانو ژوند نشي درک کولای او په ځانګړي توګه د ښځو، ټولې ښځې همدا څوتنه نه دي چې په ارګ کې یانورو وزارتونو کې کار کوي بلکې د افغانستان له نیمایی زیاته ټولنه له ښځو جوړه ده او ‌‌‌‌‌‌ډیری ښځې بهرنۍ ښځه د لومړۍ میرمنې په توګه نه خوښوي.
2.     دده ښځه یوه کاتولیکه مذهبي مسیحي‌ ده چې د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې یوه کاتولیکه مسیحي ښځه د افغانستان د لومړۍ میرمنې په توګه په دولتي چارو کې برخه اخلي او ویل کېږي چې په ارګ کې یې کورنۍ کلیسا هم جوړه کړې ده.
3.     دده په ښځه تور دی چې بېوزلې ښځې د پیسو په بدل کې مسیحیت ته بولي چې هیڅ سپناوی یې نه دی شوی.
4.     ‌‌‌‌‌‌ډاکتر صاحب اشرف غني خپله حوصله نلري او نه د چا خبر او مشوره مني، له ښځې پرته یې د بل چا خبره د یو خليي هومره ورته ارزښت نلري هغه څه کوي چې دده خوښیږي.
5.     ده د خپل حکومت کمزورتیا هغه وخت په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کړه چې د زورواکو د نیولوګواښ یې وکړخو هیڅوک یې محکمې ته وړاندې نشو کړی بلکې هغوی یې لکه لن‌‌‌‌‌‌ډی مار نورهم غښتلي کړل او هغوی لافې ووهلې چې ددولت سره د ‌‌‌‌‌‌ډغرو وړتیا لري.
6.     ځواکونه یې هره شپه ملکي خلک ښځې ماشومان وژني ، ان تر دې چې څوڅو ځایه یې بشپړې کورنۍ له منځه وړي دي. په هیڅ افغان رحم نلري او بیګنا خلک بیایی  او شکنجه کوي یې او بیا یو نوم ورباندې ږدي او تور ورباندې لګوي او نا امني ورځ تر بلې ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډیریږي.
      اوداسې نور.

د کرزي پرمهال دغه زورواکي ‌‌‌‌‌‌ډیر فعال وو خو کرزی پوهیده چې خپله زور نلري او بهرنی عسکر يې په دغسې یو جنجال کې ملاتړ نکوي نو په چل او ول باندې یې پرې حکومت وکړ او اوس هم کرزی ددوی مشر دی او هغوی پرې راټول دي. ان مشرف په دې بریالی نشو چې اغزن تار د ډیورند پر کرښه تیر کړي. افغانستان یو ځانګړی دودیز مذهبي هیواد دی چې په چارو کې مذهب، رواجونو او دودونو [ په پام کې نیولو ] ته خلک ډير ارزښت ورکوي. 

په دې روستیو کې ما د څو بهرنیانو خاطرې ولوستې چې له کابله بهر وتلي وو او کلیوالو خلکو سره يې وخت تیر کړی وو. دوی افغاني ژوند د منځنیو پیړیو هغه بللی وو او د هیواد حالت يې بوږنونکی یا وحشتناک ښوولی وو. دا خبره يې هم کړې وه چې د هیواد مشران په جدي توګه د پیسو ګټلو په هڅو کې بوخت دي او د واک په سر په ناندریو او سیالیو لګیا دي خو له ښاره ور هاخوا ښځې او ماشومان د ژوند له اصلي حقونو څخه بې برخې دي او هیواد يې ویجاړیږي.



ویډیو ) کلیوال: موږ مه وژنی) 




Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟