د وړ کسانو د ګومارلو په اړه په قران کې د الله تعالی فرمانونه:
لیکنه: حنان حبیبزی یو باچا یا ټولواک ته يې یو مسلکي یا په کار پوه کس هیڅکله مخامخ نشي ویلی چې ماسره ددې ځانګړې څانګې په اړه پوهه شته، او تاسره نشته دی. که دا ورته ووايي نو یابه يې ځای زندان وي، یا به سخترینه سزا ورکوي، خو په قران کې داسې مثال شته دی، او دا ددې دلیل دی چې د اسلام سینه ډیره پراخه ده. یو لاس لاندې ژوي په ځمکه باندې د وخت ټولواک او پیغمبر سلیمان علیه السلام ته ویلي دي، الله تعالی وايي: "نو ملاچرګک له لږ ځنډ روسته راغی او وېویل ما هغه څه پخپله پوهه کې ګیر کړي دي چې هغه تا نه دي ګیر کړي او زه تاته له سبا څخه په یقیني خبر سره راغلی یم"،( نمل، 22 ایت). له دې ایت مالومیږي چې پیغمبرانو د غیب علم نه درلوده، دوی ته به یا وحیه راتله، یايې لکه نور انسانان یوڅه پخپلو سترګو لیدلي وای. او سلیمان علیه السلام داسې باچا وو چې ژوي او پیریان يې هم په رعیت کې راتلل، او د هغوی په ژبه پوهیده. نمل، میږي، ته وايي، یانې په دغه سورة کې د میږي هغه خبرې رازي چې خپل قوم ته يې وویل پخپلو سمڅو کې ننوځی چې د سلیمان پوځ مو ترپښو لاندې نکړي، په داسې حال کې چې دوی به نه پوهیږي، سلیمان علیه الس...