Skip to main content

د قران درې ارواپوهنیزې بیلګې چې ساینسپوهانو په شلمه پیړۍ کې وموندلی



لیکنه: حنان حبیبزی

د انسان د ذهن او رواني شخصیت هغه څانګې چې ساینس پوهانو په شلمه پیړۍکې وموندلې، ظاهرا د انسان په مغزونو کې درې سیسټمونه دي چې رواني حالت او کړه وړه کنټرولوي. دا په فزیکي توګه نه لیدل کېږي خو د ذهن او زړه ترمنځ پریکړې کنټرولوي او د انسان ذهني او رواني شخصیت جوړوي. په قران کې وار له مخه پکې یادونه شوې ده. لکه څرنګه الله تعالی فرمايي د هغه سبحانه و تعالی نښې زموږ په وجود کې دي، الله تعالی پوښتنه کوي: وَفِي أَنفُسِكُمْ ۚ أَفَلَا تُبْصِرُونَ (ذاریات، 21 ایت). ژباړه: او ستاسې په ځانونو کې ایا نه يې ګوری؟

د انسان په بدن کې له دې نښو څخه یوه نښه روح دی چې موږ يې نه په سترګو ګورو او نه يې په اړه ډیر مالومات لرو، خو روح د الله تعالی مخلوق دی چې د انسان ژوند ټینګښت او پایښت ورکوي. د همدې روح له کبله هغه کسان چې سترګې يې روغې دي لیدل کولای شي. دا د الله تعالی په امر ژوند ورکونکی نالیدلی ځواک دی چې انسان يې له کبله ژوند کوي او خوزیږي، کړه وړه او ورځینۍ چارې یې مخته وړي، زړه يې پرې ګرځي، او لکه ماشین د بدن ټولو برخو ته وینه لیږدوي.
د روح او بدن تړاو همدا دی چې کله انسان په فزیکي توګه زیان وزغمي، روح ته يې هم زیان رسیږي او د بدن د فزیکي زیان له کبله دواړه ددرد یا کمزورتیا احساس کوي، همدا ډول که رواني نارامي یا غیر فزیکي ځؤر وزغمي نو د روح د نا ارامۍ لامل کېږي چې درد يې په بدن کې احساسیږي، خو زخم يې نه لیدل کېږي. زموږ دغه خوزښتونه یا کړه وړه د نفس (د انسان د ذهني او رواني شخصیت) په پښتو کې يې (ځان) او په انګلیسي کې يې (self) بولي د درې ډوله رواني څانګو له خوا کنټرولیږي. داد انسان په خوښه ناخوښه، ذهني چمتوالي او پریکړو کې مهمه او اړینه ونډه لري. د نفس (ځان) یا (self) دا درې بڼې چې په قران کې يې یادونه شوې ده، په لاندې ډول دي:
1. نفس الامارة بسوء : د یوسف په سورة کې الله تعالی د ځان یا self دغه څانګه د یوسف علیه السلام په ژبه بیان کړې ده: ﴿إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي﴾، يوسف، 53 ایت. ژباړه: یقینا ځان په بدوکارونو باندې امر کوي، خو نه په هغه چاچې زما رب ورباندې رحم کړی وي.
د ځان یا self هغه څانګه ده چې تل غواړي خپل څښن د بدو کارونو، ګنا او د هوسونو ښایست او خړوبولو ته راکاږي او پايله کې يې ویجاړ کړي. دا څانګه د ذهني لاشعور په څیر ډیر په بیړه د ګنا کارونه انسان ته ښایسته کوي.
2. نفس اللوامة: داد انسان د نفس هغه څانګه ده چې الله تعالی په قران کې ورباندې قسم کړی دی: ﴿وَلا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ ﴾، القيامة، 2. ژباړه: او د نرمۍ خواته په راښکونکي ځان باندې قسم کوم.
داد ځان یا self هغه څانګه ده چې د ښو چارو او بدو چارو په منځ کې ده، یانې ځینې وخت دهوسونو څخه د خوند اخیستلو څپه پرې برید کوي او د خوند اخیستلو شوق ته يې هڅوي، خو هیڅکله دخوند اخیستلو د غوښتنې په لومړۍ څپې سره پریکړه نکوي، او ویریږي چې دسرغړونو په کنده کې به ښکته شي، خو که ګنا ترې وشي نو له ګناه روسته ملامتیا، پښیماني او ویره یادوي، نو توبه باسي.
3. نفس المطمینة: ﴿يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ، ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَرْضِيَّةً﴾، فجر، 27-28 ایت. دا هغه ذهني یا رواني څانګه ده چې الله د خپل رب په توګه مني او د هغه د اصولو پیروي کوي او د ذهن د دوه نورو څانګو نفس الوامة او نفس الامارة بسوء څخه د جلا کېدو هڅه کوي، کله ناکله د نفس الوامة له خوا نیول کېږي خو د ډاډ له کبله چې په ذهن کې يې لري نشي کیدای چې بدلون ومومي. ددې لپاره چې دده ډاډ تردې کچې رسیدلی چې هغه د ډاډمنیتا پوله ده نو دده باور په الله او د هغه په رسول او کتاب بشپړ شوی دی. نو پوهیږي چې کوم توکي زیان رسونکي دي او کوم ګټور دي.

که موږ اوس په ساینس کې وګورو د سیګموند فرواید یوازینی خورا پایښت لرونکې تیورۍ ته چې وايي د انسان رواني شخصیت له یوه څخه ډیر اړخونه لري. له دې مخکې ساینس په دې باور وو چې د انسان ذهني یا رواني شخصیت یو اړه لري.

خو په 1923 کې دفرواید دشخصیت تیوري ولیدل چې د انسان رواني جوړښت درې څانګې لري چې ده د، id، ego او superego، په نومونو یادې کړې، چې ټولې یې د ژوند په مختلفو پړاونو کې وده کوي. فرواید دغه برخې په دې توګه راوپیژندلې:
1. ای ډي: هغه برخه چې کټ مټ د نفس الامارة بسوء دنده مخته وړي، د شخصیت لومړنۍ او فطري برخه ده. او لاشعور پورې اړه لري، له انسان څخه غوښتنې ډیرې لري، لکه د خوند اخیستلو او هوسونو د خړوبولو باندې ټینګار، د لیبیډو libido په نوم یو ډول عمومي جنسي انرژي په بدن کې راسپخي چې له کبله له دجنسي روږدیدنې، دنیايي هوسونو او تاوتریخوالي څخه خوند اخیستل کېږي. دا یو ډول ضد دی چې یوازې هغه څه ته ځواب ورکوي چې فرویډ يې د خوښۍ اصول بولي یانې که دا خوند اخیستلو احساس کوې، هغه کار وکړه.

2. ایګو: د رواني جوړښت منظم او منطقي برخه ده او د وجود او بهرنۍ نړۍ ترمنځ منځګړیتوب کوي. د ای ډی د ټینګار په وړاندې فکر کوي، یا د فکرکولو دوم پړاو ته خبره پریږدي. دا ایګو لکه نفس الوامة د پښیمانۍ د اصولو مټ یې لارښوونه کیږي. د بیلګې په توګه د خوند اخیستونکې چارې د پوره کولو لپاره په حقیقت کې داسې ګامونه پورته کوي چې په اوږده مهال کې به داد زیان پرځای ګټه پورته کوي. ډیری وختونه په ذهن کې د ای ډي څپې څيړي. داد ذهن یوه شعوري څانګه ده چې د ای ډي د تضادونونو مخنیوی کوي. یو تنظیم شوی میکانیزم ته ورته والی لري چې انسان ته اجازه ورکوي چې د خپلو غوښتنو سلاسي رضایت وځنډوي چې په ټولنه کې په عادي توګه ژوند وکړي. د بیلګې په توګه، ایګو کولای شي د هغې هڅونې مخه ونیسي چې یو شخص د بل چا ملکیت نیسي او په بدل کې يې د خوند احساس کوي.

3. سپر ایګو: د فرواید په اند د مور او پلار د لارښونو د پیژندنې او اخیستنې له لارې رامنځته کیږي چې په ټولیزه اصطلاح کې ضمیر یا وجدان هم ورته ویلی شو، ددې څانګې کړه وړه په دوه لارو باندې راڅرخي، د اخلاقي چلند لپاره د خوښۍ احساس په انعام ورکول، او د غیر اخلاقي کړنو لپاره جرمونه او سزاوې رامنځته کول او په وړاندې يې پولې جوړول. د فراوید په شننه کې دا څانګه هغه ځانګړنې رامخته کوي چې د قران کریم مفسرینو د نفس المطمینة په اړه ویلي دي خو توپير دادی چې فراوید داد مور او پلار د لارښونو پایله بولي او قران کریم يې د اللهي لارښونو پایله بولي. ان پخپله شننه کې یوځای فراوید وايي سوپرایګو د کلتوري دودونو دعملي کولو یا کورني کولو مسولیت په غاړه لري، او د مور او پلار داغیز (نفوذ) له لارې ترسره کیږي. د فراوید په تیوري کې دا څانګه د اصلي بڼې په توګه د پیژند په برخه کې یاده شوې ده.

Hanan Habibzai 

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...