د ګاونډیو هیوادونو په اقتصادي ودې باندې دافغانستان د جګړې سیده ناسیده اغیزې

لیکنه: حنان حبیبزی

پیژند:
ډیرځلې جګړې له خپل ډګره اخوا په لرې واټن کې ویجاړی رامنځته کوي. په بله وینا که ته ګاونډی یې ترڅنګ دې په پراته هیواد کې جګړه کولای شي ستا اقتصاد په ټپه ودروي، یا مو لږ ترلږه په لګښتونو کې ډیروالی راولي او د ګټې وټې بهیر مووځنډوي.
د وسله والو شخړو راپورونه چې له دولتونو څخه ترلاسه شوي دي ښيي چې په بېوزلو هیوادونو کې د جګړو دوام د ګاونډیو هیوادونو اقتصادي پرمختګ سره بده معامله کوي. د جګړې ترسترګو کیدونکې یا زبات شوې اغیزې او ناڅاپي اغیزې ښيي چې سیمه ییزه شخړه نه یوازې په ګاونډیو هیوادونو کې پرمختګ ورو کوي بلکې د ودې په نورو برخو باندې هم بد اغیز لري. په دې روستیو کې داسې ښکاري چې د افغانستان ځینې ګاونډیان هڅه کوي چې د هیواد له روانو حالاتو څخه د ځان په ګټه کار واخلي او په افغانستان کې ددوی په ګومان د یوې بلې جګړې د پیلولو لپاره شرایط برابر کړي چې ددوی په فکر ګټو ته یې ګټې رسوي. په دې لیکنه دې پوښتنې ته د ځواب هڅه کوو چې په اصل کې، ګاونډیانو او دسیمې هیوادونه ته څه ډول افغانستان په ګټه دی؟ هغه چې په جګړه او تاوتریخوالي او وینه تویدنه کې ډوب دی، که هغه چې یو سوله ییز، په ځان بسیا او پرمختللی دی؟
دا لیکنه دې مسالې ته ګوري چې د افغانستان جګړه په ګاونډيو هیوادونو باندې څه اغیزې لري، او سوله یې څه ورته لري؟

په ګاونډ کې د جګړې د دوام زیانونه
څیړنه ښیي چې سیمه ییزه شخړه نه یوازې په ګاونډیو هیوادونو کې اقتصادي پرمختګ ورو کوي ، بلکې د ودې په نورو ځانګړتیاو باندې هم ناوړه اغیزه لري. څرنګه چې په یوهیواد کې اوږدمهالې جګړې د ګاونډیانو سیده ناسیده لاسوهنو ته لاره برابروي، لګښتونه یې ‌ډیریږي چې په چټکه توګه اقتصادي کړکیچ ته لاره برابروي، همداسې د سیمې په څوهیوادونو بده اغیزه کوي او دهیوادونو په سیاسي پوځي او اقتصادي تګلارو کې بدلون راولي.
دا لګښتونه باید د جګړې وروسته د بیارغونې په پلانونوکې د پام وړ فکټورونو په توګه په پام کې ونیول شي چې ډیر مالي ملاتړ ته اړتیا پیدا کوي، که له جګړې روسته د انساني او مالي ویجاړیو په بیارغاونه بنسټیز لګښتونه ونشي په سیمه کې د تاوتریخوالي د تکرار مخه نه ډب کېږي، ځکه خلک به لاهم کډوالۍ ته مجبوريږي، وزګارتیا به ډیره وي، روغتیايی خدمات به ټکني وي، په ماشومانو کې به خوارځواکي مخ په ډيریدو وي، له زیږون وړاندې به د ماشومانو د مرګ خطر ډیر شي، او ښوونځي به تړلي پاتې شي، ځکه د بیوزلۍ له کبله به څوک خپل ماشومان ښوونځیو ته نه لیږي، او د ښځو د تعلیم او کار په وړاندې به خنډونه ډیر شي.
د پوهنې د سیستم په وړاندې د خنډونو او وزګارتیا ستونزه له جګړې روسته هغه ننګونې دي چې باید ژر ترژره اوارې شي او د لومړیتوب په توګه کار ورباندې وشي.
په جګړه ځپلي هیواد کې ددې خدماتو د نه برابرولو له کبله د سیمې هیوادونه مجبوریږي چې ډیر کډوال وزغمي او پخپلو کلنیو بودیجو کې زیاتوالی راولي. دغه زیاتوالی ډير ځلې بې ګټې پریوزي ځکه یوازې د لګښت لپاره ترې کار اخیستل کېږي، کومه ګټه وټه بیرته نه راوړي او دا په نورو عایداتي سرچینو ناوړه سیوری غوړوي. مالیې جیګیږي او د توکو بییې پورته کېږي او له کبله یې د کوچنیو سوداګریو په وړاندې خنډونه راولاړیږي.
له بلېخوا دنننه په جګړه ځپلي هیواد کې رسیدلي زیانونه باید د لګښتونو په توګه له جګړې روسته د بیارغونې په پلانونو کې شامل شي چې رامنځته شوې اقتصادي تشه ډکه کړي او په سیمه کې د دولتونو ترمنځ د تاوتریخوالي مخه ونیسي.
په دې برخه کې ګاونډي هیوادونه ددې مسولیت لري چې په څنګ کې پروت هیواد د جګړې په ځای اقتصادي رغاونې له ودې سره مرسته وکړي او تر اغیز لاندې د جګړې لاملونه او دلایل شنډ کړي. ځکه د جګړې دوام به د ګاونډیو هیوادونو د اقتصاد ملا ورماته کړي. ځکه د اوږدمهالې کورنۍ جګړې د لاملونو او پایلو په اړه وروستیو څیړنو ښوولې ده چې ټیټ عاید او ورو اقتصادي وده د تاوتریخوالي د ډیریدو لامل ګرځي.
“د کورنۍ جګړې درک کول، یوه نوې اجنډا” په نوم د پاول کولیر او نیکولاس سمبانیس (2016) څیړنه د شخړو د حل په ژورنال کې یوه مهمه مساله راسپړلې ده. ددوی موندنې ښيي چې پراخه بیوزلي او ورو اقتصادي وده د پاڅونونو د شونتیا په ټاکلو کې دوه خورا مهم فکټورونه دي. له دې وړاندې فیرون او لاټین (2001) هوفلر (2000) هم همدا خبره کړې ده چې شخړې تل بهرنۍ ریښې لري او په تیرو وختونو کې د څیړونکو له خوا په پام کې نه دی نیول شوی، یوازې په دې باندې تمرکز شوی چې جګړې په ښکیلو هیوادونو څه اغیز کوي؟ که له جګړې روسته د بیارغونې هڅې بریالۍ وي ، دوی باید دا رښتیا په پام کې ونیسي چې د جګړې اغیزې د ښکیل هیواد له پولو هاخوا هم غځیدلی شي. په دې بهیر کې د ځایی خلکو، د ښځو، د بیلابیلو قومي پوړونو، کډوالو او د بیوزلۍ له کبله د بې ځایه شویو او زیانمنو کورنیو ګډون د بریالۍ بیا رغونې او پرمختیايي هڅو لپاره اړین دی چې د دوامدارې سولې شونتیا ډيروي.
او ان د محدودو اقتصادي سرچینو په شتون کې د سوداګرو ترمنځ سیالي کیدای شي د ټولنیز او اقتصادي بدلون د چټک پرمختګ له امله نوره هم زیاته شي. دلته د بنسټونو او پرمختیايی هڅو د عصري کولو بهیر ډير اړین دی چې د دندو له زیاتوالي سره مرسته کوي.
پایله:
ددې جګړې له کبله په ګاونډیو هیوادونو کې نړیواله پانګونه کمیږي، د سیلانیانو په شمیر کې ډير د پام وړ کمښت راځي، او په ځينې بیلګو کې د ګاونډیو هیوادونو کورني سوداګر ښايي اړ شي چې خپلې پانګې له سیمې لرې د نړۍ بلې وچې ته ولیږدوي. په جګړه کې د ښکیل هیواد سره د ګاونډیانو د اقتصادي اړیکو نشتون، د لویو لارو خرابوالی، د بیلابیلو امنیتي او سیاسي بې باورۍ، همداراز د وسله والو ډلو ترمنځ دښمنۍ او د نامسوله خلکو سره د وسله والو شته والی او په میشتو کډوالو باندې لګښتونه د سیمې د هیوادونو لپاره منفي اغیزې لري. د وسلو پراخ خرڅلاو ته ګاونډي هیوادونه اجازه ورکوي، دوی فکر کوي چې دا به د یو کاروبار په توګه ددوی اقتصادي پرمختیا کې ګټور وي. کولیر او هوفلر (2002) وايي دا کار د جګړې د اوږدیدو لامل ګرځي او پاڅونونه ته د خوزښتونو بڼه ورکوي چې په نورو جنجالونو بدلیږي. ددې مطلب دادی چې خپله ګاونډيان دې ته لار برابروي چې هیوادونه يې د باغي ډلو له خوا یو ډول تر نیواک یا اشغال لاندې راشي او هلته امنیت ته زیان ورسیږي. ددې کار په پایله کې ددې خطر شته چې همدا ډول جګړې څو ګاونډیو هیوادونو ته پراخې شي.
که هر ګاونډی هیواد د افغانستان د اوسني حاکم په وړاندې له مخالفو اشخاصو سره د وسلو او پوځي توکو مرسته وکړي چې په دې هیواد کې اور تازه وساتي. ښايي ډير ژر لاپسې له کورنۍ اورپکۍ او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ شي. سرخوږي ورته پیدا شي اوسیاسي او اقتصادي ټیکاو یې له منځه لاړ شي. که برعکس دوی په افغانستان کې د دایمي ټیکاو او اقتصادي ودې لپاره مرستې وکړي دا سیمه به ډیر ژر په یو مهم اقتصادي بلاک بدله کړي.

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟