Skip to main content

د وړ کسانو د ګومارلو په اړه په قران کې د الله تعالی فرمانونه:


لیکنه: حنان حبیبزی
یو باچا یا ټولواک ته يې یو مسلکي یا په کار پوه کس هیڅکله مخامخ نشي ویلی چې ماسره ددې ځانګړې څانګې په اړه پوهه شته، او تاسره نشته دی. که دا ورته ووايي نو یابه يې ځای زندان وي، یا به سخترینه سزا ورکوي، خو په قران کې داسې مثال شته دی، او دا ددې دلیل دی چې د اسلام سینه ډیره پراخه ده. یو لاس لاندې ژوي په ځمکه باندې د وخت ټولواک او پیغمبر سلیمان علیه السلام ته ویلي دي، الله تعالی وايي:
"نو ملاچرګک له لږ ځنډ روسته راغی او وېویل ما هغه څه پخپله پوهه کې ګیر کړي دي چې هغه تا نه دي ګیر کړي او زه تاته له سبا څخه په یقیني خبر سره راغلی یم"،( نمل، 22 ایت).
له دې ایت مالومیږي چې پیغمبرانو د غیب علم نه درلوده، دوی ته به یا وحیه راتله، یايې لکه نور انسانان یوڅه پخپلو سترګو لیدلي وای. او سلیمان علیه السلام داسې باچا وو چې ژوي او پیریان يې هم په رعیت کې راتلل، او د هغوی په ژبه پوهیده. نمل، میږي، ته وايي، یانې په دغه سورة کې د میږي هغه خبرې رازي چې خپل قوم ته يې وویل پخپلو سمڅو کې ننوځی چې د سلیمان پوځ مو ترپښو لاندې نکړي، په داسې حال کې چې دوی به نه پوهیږي، سلیمان علیه السلام دغه خبرې واوریدې او مسکی شو.
خو یو کس چې په یوه څانګه کې پوهه لري، که نن پورته شي او په افغانستان کې یو مشر ته ووايي په دغه ځانګړې څانګه کې زه پوهیږم او تاسره دغه علم نشته دی، نو ددغسې کس په وړاندې به ددې چارواکي غبرګون څه وي؟
ددې ډول ایتونو څخه موخه داده چې خلک باید خپله پوهه او مسلکي زده کړې د چارواکو په وړاندې کیږدي، او هغوی يې په ورین تندي ومني، او اړونده څانګه کې ترې ګټه واخلي.
ددې بل دلیل د یوسف په سورة کې دی، الله تعالی فرمايي:
"هغه (یوسف) وویل، ته ما ددې خاورې په خزانو باندې وګوماره، یقینا زه یو پوه ساتونکی یم"،( یوسف، 55 ایت).
دلته بیاهم قران کریم تاسو ته وايي چې په دندو باندې په کارپوهه خلک ولګوی. همدا راز الله تعالی فرمايي:
"یقینا تاسې ته د الله فرمان دادی چې امانتونه يې اهل ته وسپاری، او داچې کله تاسې د خلکو ترمنځ پریکړې کوی نو په انصاف سره پریکړې کوی، بیشکه الله تاسې ته بهترینه نصیحت کوي، یقینا الله ښه اوریدونکی او ښه لیدونکی دی"، (نساء، 58 ایت).

په دې ایت کې هم د کسانو د ګومارلو او هم د خلکو ترمنځ پرعدالت باندې حکم شوی دی. د طبري په تفسیر کې ددې ایت د لومړۍ برخې یانې اهل ته يې د امانت د سپارلو په اړه د صحابه وو او تابعینو بیلابیل روایتونه راغلي دي. زید بن اسلم رحمه الله وايي چې دا ایت د چارواکو د ګومارلو په اړه نازل شوی دی. یانې وړ او مسلکي کسان په چارو وګوماری. 

Comments

Popular posts from this blog

انس شریف: د غزې وروستی خبر

  لیکنه: حنان حبیبزی  ۱۱ اګست ۲۰۲۵  د ماښام وروستۍ رڼا ورو ورو د غزې له کوڅو ووتله، لکه ښار چې د یوې ستړې او ژړا ډکې مور په ټکري کې پټېږي. د باروتو بوی د سوځېدلو ودانیو له لوګي سره ګډ ده، او هره ساه د ژوند او مرګ تر منځ د نرۍ کرښې په اوږدو کې اخیستل کېږي. انس شریف د یوې نیمه ورانې ودانۍ مخې ته ودرېد. د خاورو له منځه یو سپین، نازک کوچنی لاس ورو ورو راښکاره شو، له خاورو او وینو ډک دی، د ژوند وروستۍ هڅې په کې ښکاري. د مایک له لارې یې غږ خپور شو: "دلته، د ودانۍ لاندې، یوه کورنۍ له منځه تللې ده… خو ددې تنکي ماشوم لاسونه ښورېږي، زه یې وینم، لا ژوندی دی." د کمرې له شا یې په شونډو کې هغه نرمه خو زړوره مسکا وځلېده – ددې لپاره نه چې زړه یې خوشاله دی، بلکې  ددې لپاره چې پوهېده، هره زړورتیا او هره مهرباني باید ددې جګړې د تیارو په وړاندې ودرېږي. د هغه ملګرو ورته ویل: – انسه، ته خو په دې لمبو کې هم خندا کولی شې! انس ورو ځواب ورکړ: – که موږ خندل بند کړو، دروغ به د رښتیا ځای ونیسي. له همدې سره یې په ژوندۍ خپرونه کې یې ددې ماشوم د ژغورنې هڅه پیل کړه. مخکې ولاړ، په یوې نرۍ کوڅه کې درې...

کرکتنه: هواجس، د طه درویش ادبي خاطرې

لیکنه حنان حبیبزی  ادب هغه هنداره ده چې د انسان د زړه پټې خبرې او د ذهن ناڅاپي اغیز په کې انځورېږي. کله چې لیکوال د خپلې ددننۍ نړۍ خبرې د کلیمو په لالهانده روان کې واچوي، لوستونکی د یوه بل انسان د زړه له کیسو او فکر د سیند د څپو شاهد ګرځي. د طه درویش کتاب  هواجس  همداسې یو اثر دی: ډاکتر درویش د اردون د عمان دې او هلته د ژورنالیزم په پوهنځي کې  د استادۍ ترڅنګ ښه ادیب هم دی. نوموړی  په دې وروستیو کې راغلی وو، د خپل کتاب یوه کاپي يې هم راکړه چې کله مې ولوسته نو ډيره مې په زړه پورې ومونده. نوموړی پخپل کتاب کې د ژوند هسکو او ټیټو، د فکر د غلي فریاد او د ناڅاپي علمي سفرونو یو ادبي انځور رادمخه کوي چې په هغې کې نورو انسانانو ته د زده کړو یوه لار پرانیزي. د کتاب نوم هواجس دی او په عربي ژبه دی، د کتاب نوم د اثر د منځپانګې دروازې پرانیزي. هواجس د زړه هغه ناڅاپي خيالات، وسوسې او اندېښنې دي چې انسان یې کله هم په ښکاره ژبه نه وایي خو د فکر په ژورو کې یې احساسوي. په ادبي بڼه، دا نوم د یو دننني ډیالوګ نښه ده چې لیکوال  پکې له خپل رب، له خپل ضمیر، او له خپل ځان سره خ...

د نښپوهنې د نظريو تاريخي بهير

لیکنه: حنان حبیبزی د نښپوهنې تاريخ ښيي چې د مانا، نښې او تعبیر د پوهېدو مفاهيم د وخت په تېرېدو سره پراخ شوي او ژور شوي دي. فرديناند دي ساسور (1857–1913) د دې علم بنسټ د «نښه» پر جوړښت کېښود. د ده په وینا نښه د «اشاري بڼه» او «اشاره شوي مفهوم» تر تړاو جوړه ده، او "دا تړاو د ژبې د ټولنیزو اصولو له مخې ثابت کېږي. په دې اساس مانا د ژبني نظام د ګډو توافقاتو له لارې رامنځته کېږي او نسبتاً ثابته پاتې کېږي" (Saussure, 1916). چارلس پېرس (1839–1914) بيا د مانا مفهوم نور هم خوځنده او فکري کړ. د هغه د درې‌ګونې نښې ماډل (Object, Sign, Interpretant) له مخې مانا په یوه روان ذهني بهیر کې رامنځته کېږي. دلته نښه یواځې لغوي ارزښت نه لري، بلکې ذهن یې د تفسیر، پرتله، اشارې او استدلال له لارې تل تعبیر ته بیايي. نو "مانا د فکري حرکت او سیاقي بدلون پایله ده، نه د یوه ثابت جوړښت پایله" (Peirce, 1955). رولان بارت (1915–1980) بیا نښپوهنه د ژبې له پولو څخه کلتور ته وغځوله. هغه وښوده چې نښې یوازې لغوي توکي نه دي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو، باورونو، قدرتي ایدیالوژیو او فرهنګي احساساتو د تولید وسیل...