د خطرناکه سیاست له کبله پاکستان ټوټه کیدای شي

حنان حبیبزی 

د هیوادونو بد مرغي داده چې مافیايي ډلې په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره نوي راڅرګند شوي ګوندونه چې سمون راولي، له منځه وړي، او نه يې پریږدي چې په واک کې پاتې شي، ځکه چې هغوی نه غواړي قدرت له لاسه ورکړي، ځکه قدرت کې پاتې کېدل ددوی کاروبار دی،  او د هیواد د اقتصاد او پوځ کنټرول د خپل شخصي اهدافو لپار ه کاروي چې یوازې ددوی شخصي فابریکې او پانګونې ډيریږي، خو د هیوادوالو په ژوند کې کوم بدلون نه راځي. دغو سیاستوالو د هیواد په اقتصادي، سیاسي او پوځي جرړو کې ریښې غځولي دي او هره نوې پدیده نه پریږدي چې ددوی په وړاندې خنډ شي. لکه د شریف کورنۍ، د زرداري کورنۍ، مولانا فضل الرحمن او داسې نور سیاستوال چې د قدرت د ترلاسه کولو لپاره هرې معاملې ته چمتو دي. 



د عمران خان چې د پاکستان د نوم په روښانه کولو کې يې ډيره لویه ونډه اخیستې ده،  د پاکستان لپاره يې هغه خدمتونه کړي دي چې بل هیڅ پاکستاني نه دي کړي،  د کرکټ له اتلولۍ نیولې،  بیا تر خیریه خدمتونو پورې، دده د خدمتونو له کبله نن پاکستان په سیمه کې د سرطاني ناروغیو او نورو وژونکو ناروغیو د درملنې لپاره بهترینه روغتونونه لري چې ان له منځنۍ اسیا څخه ناروغان ورته راځي،  د عمران خان یو تش سفر خارجي هیوادونو ته  یا له ډونر سره کتنه يې پاکستان ته میلیونونو سرمايي راجلبولی شي. دا یواځينی پاکستانی شخصیت دی چې په ټوله نړۍ کې د یو اتل او کریزماتیک او نامتو شخصیت په توګه پیژندل کېږي. 

دده شهرت له پیله د ځوانانو ترمنځ وو، دده د کرکټ د اتلولۍ او د نړیوال نوم او شخصیت د لرلو له امله وو چې لومړی يې د خیریه چارو په برخه کې وکاروه، بیايې په سیاست کې د سمون لپاره د تحریک انصاف په نوم ګوند جوړ کړ.  دده په اوه ویشت کلن سیاسي ژوند کې يې تل له فساد سره مبارزه کړې ده، او د مافیايي سیاستوالو په وړاندې يې ځوانان پوهولي دي. هغه پاکستانیان چې د پنځلسو او څلویښتو ترمنځ دي دده روزنه او لرلید باندې پوهیدلي دي چې پاکستان باید د یو خپلواک هیواد په توګه پخپلو اقتصادي سرچینو ډډه ولګوي. ددې پایله تاسې په وار له مخه د اوسني حکومت په اتحاد کې کتلی شی چې د پاکستان پخوانۍ لوې سیاسي ګوندونه پکې راټول دي. پخوا به قدرت یوازې نواز شریف مسلم لیګ سره وو، یا له د زرداري له پیپل پارټۍ سره پاتې کېده، نورو پارټیو کې لکه د فضل الرحمن کې دومره غښتلتیا نه وه چې ننګونې جوړې کړي. له بلې خوا که سیاسي واکمن د پوځ له امر سرغړونه وکړي نو هرو مرو پوځ کودتا کوي او حکومت نیسي، لکه د ضیا الحق او پرویز مشرف کودتاوې.  د عمران خان درکلن حکومت هم د پوځ له خوا لرې شو او په ځای د شریف او زرداري په مشرۍ ایتلاف قدرت ته ورسول شو. 

قدرت ته له رسیدو سره د پوځ مشر لرې او په ځای يې د نوازشریف د کورنۍ نژدې کس وټاکل شو. هغه ژمنه وکړه چې په پوځ باندې به د خپل قدرت په کارولو سره د عمران خان ګوند له منځه وړي. 

عمران خان وايي دوه ځلې ورباندې مرګوني بریدونه شوي دي چې دی ترې ژوندی وتلی دی. ښاغلي خان ددغو بریدونو تور د پاکستان په واکمنې ادارې اچولی دی. ښاغلی خان د می په میاشت کې یوځل  د پوځ له خوا ونیول شو، خو د سترې محکمې د مداخلې په پایله کې خلاص شو. خو اوس پوځ پلان لري چې نوموړی په پوځي محکمه کې محکمه کړي چیرته چې يې د مرګ د سزا خطر شته دی. ځکه وار له مخه يې پوځ ښځینه او نارینه رهبران ونیول او هغوی ته ګواښنه وکړه چې د عمران خان له ګوند څخه استعفا ورنکړي نو له سختو سزاو سره به مخ شي. داسې ښکاري چې پوځ هڅه کوي چې ښاغلی خان یوازې کړي او بیايي له منځه بوځي.  ددې لامل دادی چې ښاغلي خان د حکومت په وخت کې په نوازشریف، زرداري، او شهباز شریف باندې د فساد تورونه ولګول او هغوی په بند محکوم شول. خو په پوځ او استخباراتي ادارو کې د شریف او زرداري د اړیکو له کبله هغوی په دې بریالي شول چې د عمران خان حکومت ړنګ او ایتلافي حکومت جوړ کړي. 

اوس ددې خطر شته دی چې د عمران له بیاځلې نیولو سره به د پاکستان وضعیت لاپسې خراب او کړکیچن شي. ځکه دده پلویان به ارامه نه کیني او هرو مرو به راپورته کېږي او له بلې خوا د هیواد په ټولو برخو کې ترهګرې ډلې شته دي چې امکان لري له دې موقع څخه ناوړه ګټه پورته کړي. 

امکان لري یا پاکستان ټوټه شي، یا پوځ پخپلو کې ناسازه شي او د بنګله دیش کیسه تکرار شي. ځکه د عمران خان پلویان په پوځ او پولیسو دواړو کې شته دي. پښتانه او بلوڅان هسې هم ناراضه دي او ادعا لري چې د یوې صوبې استکبار ددوی انساني او قانوني حقوق ترپښو لاند کړي دي. 

Comments

Popular posts from this blog

کوانټم فزیکي ډیوسونه به نړۍ بدله کړي

د انسان د پنځون او ژوند په اړه کره علمي څيړنه

د ټرمپ - مودي شېبې: یو ډیپلوماتیک سپکاوی که سنجول شوې لوبه؟